• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کلا عبدالله کې د فیض‌الله خان غیبزي پر ضد د «ترهګرۍ »قضیه ثبت شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د بلوچستان په کلاعبدالله ولسوالۍ کې پولیسو د نافذې دفعې ۱۴۴ او د روانو امنیتي عملیاتو د سرغړونې په تور د فیض‌الله خان غیبزي پر ضد د ترهګرۍ په ګډون د بېلابېلو جدي تورونو قضیه ثبت کړې ده.

د پولیسو د لومړني راپور له مخې، فیض‌الله خان غیبزي د شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټرو په کاروان کې له ۹۰ تر ۸۰ وسلوالو کسانو سره ګرځېدل. په راپور کې ادعا شوې چې په کاروان کې ځینې غیرقانوني مېشت افغان وګړي هم شامل وو او د مارټر مرمۍ، راکټ لانچرونه او سنایپر ټوپکونو په ګډون درنې وسلې ورسره وې.
د ایف ای آر د معلوماتو له مخې، یادو کسانو د موټرو پر کاروان د افغانستان بیرغونه هم ځړولي وو، په عام محضر کې یې د درنو وسلو او مهماتو ننداره کړې او پر ملي لویه لار یې د وسلوالو کسانو په بڼه تګ راتګ کړی، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ وېره او اندېښنې رامنځته شوې دي.
پولیسو ویلي، دغه کړنې د حکومتي احکامو، دفعې ۱۴۴ او د روانو امنیتي عملیاتو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
د قلعه عبدالله ښارګوټي په پولیسو تاڼه کې د ۱۹/۲۰۲۶ شمېرې لاندې قضیه ثبت شوې ده. په قضیه کې د ترهګرۍ ضد قانون د ۷مې مادې، د چاودېدونکو توکو قانون د ۴مې او ۵مې مادې، د بلوچستان د وسلو قانون د ۱۷-B مادې او د پاکستان د جزا قانون د ۱۲۲، ۵۰۵، ۱۸۸، ۳۴۱، ۵۰۶-B، ۱۴۷، ۱۴۸ او ۱۴۹ مادې شاملې دي.
فیض‌الله خان غیبزی څوک دی؟
فیض‌الله خان غیبزی د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان سیمې اوسېدونکی دی. ګلستان د افغانستان پولې ته څېرمه پرته سیمه ده، چې د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه هم د راپورونو له مخې پېژندل کېږي.
نوموړی د پښتنو د اڅکزي قوم له غیبزي څانګې سره تړاو لري. کورنۍ یې په سیمه کې قبایلي او سیاسي نفوذ لري.
د هغه مشر ورور عبدالشكور غیبزی د جمعیت علمای اسلام ګوند له لارې د پاکستان د سنا جرګې غړی دی.فیض‌الله خان غیبزی له ځان سره د ګڼ شمېر وسلوالو کسانو د ساتلو له امله هم پېژندل کېږي او له ځینو کسانو سره یې قبایلي شخړې هم راپور شوې دي.د هغه ورور عبدالشكور غیبزي تر دې وړاندې په دې اړه ویلي وو چې له فیض‌الله خان سره موجود وسلوال کسان یې شخصي ساتونکي دي.دا په داسې حال کې ده چې د قلعه عبدالله ولسوالۍ د خراب امنیتي وضعیت له امله دفعه ۱۴۴ نافذه ده او پولیسو له تېرو شاوخوا اوو ورځو راهیسې د وسلوالو کسانو او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ځانګړي عملیات پیل کړي دي.د راپورونو له مخې، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ځینو وسلوالو کسانو او د نشه‌يي توکو د قاچاق له شبکو سره د تړلو کورونو د نړولو اقدامات هم شوي دي.د کلا عبدالله ولسوالۍ پولیسو ټینګار کړی چې د قانون د حاکمیت، حکومتي پرېکړو او عامه نظم په برخه کې به له هېڅ ډول سرغړونې سره نرم چلند ونه شي او د قانون ماتونکو پر ضد به قانوني اقدامات دوام ولري.




په قلعه عبدالله کې امنیتي عملیات



د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لورې د جون په ۱۹ په ګلستان کې د فیض الله خان غیبزي پر یوه ګودام باندې د بې پیلوټې الوتکې له لارې برید هم شوی و.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان د بلوڅ بېلتون پالو پر نوي او پخواني مشر میلیونونه کلدارې جایزې اعلان کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» (بي‌اېل‌اې) د نوي او پخواني مشر په ګډون د وسله‌والو ډلو د غړو په اړه د کره معلوماتو ورکوونکو ته د لسګونو میلیونو کلدارو انعام ټاکلی دی.

د ایالتي حکومت د اعلامیې له مخې، د دې بېلتون‌پالې ډلې د نوي ټاکل شوي مشر رحمان ګل او پخواني مشر بشیر زیب د نیولو یا د هغوی په اړه د معتبرو معلوماتو د وړاندې کولو پر سر ۲۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارې جایزه اېښودل شوې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي څرګنده کړې ده چې د نورو مطلوبو وسله‌والو کسانو په اړه هم د معلوماتو ورکولو لپاره له پنځو لکو نیولې تر څو میلیونو کلدارو انعامونه ځانګړي شوي دي. هغه ډاډ ورکړی چې د معلومات ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول محرم وساتل شي او انعامونه به د حکومت د اصولو او مقرراتو سره سم ورکول کېږي.

د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» په همدې میاشت کې اعلان وکړ چې رحمان ګل، چې په «مرید بلوچ» مشهور دی، د دې ډلې نوی مشر ټاکل شوی دی. د یادې وسله‌والې ډلې ویاند په خپره شوې بیانیه کې ویلي، رحمان ګل د دوی په سازمان کې د مهمو پوځي او اداري مسوولیتونو پراخه تجربه لري او تر دې وړاندې د مشرتابه شورا لوړپوړی غړی او د «مجید لېوا» قوماندان و.

رحمان ګل د اسلم بلوڅ تر مشرۍ لاندې د دې ډلې له بیا تنظیمېدو وروسته درېیم عمومي قوماندان بلل کېږي، په داسې حال کې چې تر هغه وړاندې بشیر زیب نږدې اته کاله د دې وسله‌والې ډلې مشري پر غاړه لرله.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې، پر رحمان ګل په بلوچستان کې د وسله‌والو فعالیتونو تر سلو ډېرې دوسیې ثبت دي او په سند ایالت کې هم تر څار لاندې دی. له همدې امله د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت نوموړی په خپل مطلوب نوملړ کې شامل کړی.

رحمان ګل د خپل مخکني قوماندان بشیر زیب په څېر د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې له افغانستان سره پوله لري او د کوټې لوېدیځ ته په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده. خبریال او شنونکی کیا بلوڅ وایي چې رحمان ګل د ۱۹۸۴ کال په اګست کې د نوشکي ښار په جنوب کې په «کَلي مینګل» سیمه کې نړۍ ته راغلی او پلار یې پخوا د ایالتي اسمبلۍ په ټاکنو کې د خپلواک نوماند په توګه برخه اخیستې وه. دغه راز نوموړی د بلوڅو له مشهور شاعر او سیاستوال ګل خان نصیر او همدارنګه د لونګ خان مینګل په نوم له پخواني چریکي قوماندان سره نږدې خپلوي لري.
د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، رحمان ګل په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ له ۱۰۹مې اوږدمهالې ښوونیزې دورې تر فراغت وروسته د فرانتیر فورس ۱۹م غنډ ته لاړ. هغه د خپل اته کلن پوځي خدمت په لړ کې په شمالي او سوېلي وزیرستان او همدارنګه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د کنټرول پر کرښه دنده ترسره کړه. نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې د کپتان په رتبه له پوځه استعفا وکړه او د بي‌اېل‌اې له ډلې سره یوځای شو.

کیا بلوچ څرګنده کړه چې رحمان ګل د پوځ له پرېښودو وروسته د کچي ولسوالۍ په بولان غرنۍ سيمه کې د بي‌اېل‌اې د قوماندان اسلم بلوچ مشهور په «استاد اسلم اڅو» تر قوماندې لاندې فعالیت پیل کړ. د هغه په وینا، استاد اسلم د مجید لوا لومړنی قوماندان و چې د بلوچستان جګړه یې له غرونو څخه ښارونو، په ځانګړې توګه کراچۍ ته وغځوله. رحمان ګل په دغه سازمان کې تر فعالیت وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د مجید لوا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د مجید لېوا تر مشرۍ لاندې د رحمان ګل په راتګ سره پر چینايي کارکوونکو بریدونه ډېر شول، خو کارپوهان دا یوازې د هغه فردي تګلاره نه بولي. څېړونکي وایي، بلوڅ وسله‌والې ډلې او سیاسي ګوندونه له کلونو راهیسې د چین او سي‌پېک پروژو مخالف دي. د څېړونکو په باور، وسله‌والې ډلې فکر کوي چې د چین ملاتړ د پاکستان پوځ لا پسې پیاوړی کوي، نو ځکه د حکومت د کمزوري کولو لپاره د چین پر وړاندې سخت دریځ غوره کوي.

پاکستان دا انعامونه داسې مهال اعلانوي چې په روان کال کې په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي ځواکونو، د پولیسو پر مرکزونو، کاروانونو او دولتي بنسټونو د وسله‌والو بریدونو لړۍ په بېساري ډول ډېره شوې ده.

پخوانی پاکستانی سفیر: له طالبانو سره دې د پوځي فشار پر ځای ستراتیژیکه هوکړه وشي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌اباد باید د افغانستان په اړه له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، له دغه هېواد سره لارې بېرته پرانېزي او د امنیتي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره له کابل سره یوه ستراتیژیکه هوکړه وکړي.

منصور احمد خان په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید د پوځي لارې پر ځای رغنده تعامل او د باور پر بنسټ اړیکې رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه باید د امنیتي ننګونو د حل لپاره یو داسې د تایید وړ میکانېزم جوړ کړي چې له مخې یې، د استخباراتي معلوماتو شریکول په واقعي وخت کې ترسره شي او د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د همغږۍ او ګډ اقدام لپاره مشخص پلان موجود وي.

هغه ویلي، د دغه میکانېزم په رامنځته کولو کې د درېیمګړو هېوادونو، لکه ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین رول هم ګټور تمامېدای شي، څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره د باور وړ چوکاټ جوړ شي.

د پاکستان پخواني سفیر ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پر بنسټ د اړیکو د جوړولو لپاره باید پولې سمدستي بېرته پرانېستل شي ځکه د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه له دوو میلیاردو ډالرو څخه (۰،۵ ) ته راټیټه شوې او دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اختلافاتو بیه تر ډېره عادي خلک پرې کوي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ عادي کېدل د دواړو لورو په ګټه ده.

منصور سوداګري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت اغېز او متقابلې ګټې یوه وسیله بللې او ویلي یې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ دوام او پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي.

د هغه په وینا، د سوداګرۍ د محدودېدو له امله د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې زیانمنېږي او سوداګري له ایران او د سیمې نورو سیالو بازارونو سره بدیلې لارې لټوي.

منصور احمد خان په ټوله کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي او سیاسي اختلافاتو د حل لپاره د پوځي فشار پر ځای د رغنده تعامل، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د لارو د پرانیستلو او اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او د طالبانو اړیکې په څه دپاسه یو کال کې د امنیتي اختلافاتو، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو، د نښتو او د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له کړکېچ سره مخ شوې دي. اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي، چې د پاکستاني وسله‌والو ډلو فعالیتونو ته یې د افغانستان له خاورې د کار اخیستو مخه نه ده نیولې، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی کورنۍ مسئله بولي.

د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدو سوداګري او د خلکو تګ راتګ هم سخت اغېزمن کړی او د ډیپلوماټیکو خبرو څو پړاوونو هم د اختلافاتو د دایمي حل لاره نه‌ده موندلې.

د پاکستان د اپوزېسیون مشرانو محکمې ته د عمران خان د روغتیایي وضعیت په اړه لیک استولی

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰
100%

د پاکستان د پارلمان د اپوزیسیون مشرانو، محمود خان اڅکزي او علامه راجا ناصر عباس، د هېواد سترې محکمې او نورو عدلي بنسټونو ته ګډ لیک استولی دی.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ او سنا د اپوزیسیون مشرانو، محمود خان اڅکزي او علامه راجا ناصر عباس، د فدرالي اساسي قانون محکمې، سترې محکمې او د اسلام‌اباد سترې محکمې مشرانو ته په یوه ګډ لیک کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د روغتیايي حالت په اړه د جدي اقدام غوښتنه کړې ده. دغو مشرانو له قضايي چارواکو غوښتي چې دا لیک د بشري حقونو د یوې اساسي قضیې په توګه وڅېړي او د دوی د روغتیايي څارنې په اړه لازم حکمونه صادر کړي.
د زنداني پخواني لومړي وزیر وکیل خالد یوسف چودري ویلي چې دا اووه مخیز لیک د قانوني واکونو له مخې عدلي بنسټونو ته استول شوی دی. په لیک کې راغلي چې د پاکستان د سترې محکمې د اګسټ د ۱۸مې نېټې حکم، چې له مخې یې باید عمران خان شفا روغتون ته لېږدول شوی وای، له درېیو میاشتو راهیسې له پامه غورځول شوی او په دولتي بند کې د هغه ژوند له زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دی. د اپوزیسیون مشرانو ټینګار کړی چې د عمران خان د زړه، د وینې د لوړ فشار او د سترګو د لید ستونزې شدیدې شوې دي او د نږدې ۱۱ میاشتو راهیسې په انفرادي بند کې ساتل کېږي، چې دا د ملګرو ملتونو د معیارونو خلاف عمل دی.
په دغه لیک کې همدارنګه د بشرا بي بي وضعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې هغه د سترګو دویمې جراحۍ ته اړتیا لري، خو خپلو معالجو ډاکټرانو ته یې لاسرسی محدود شوی دی. د اپوزیسیون مشرانو ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک هم د عمران خان د خوشې کېدو او مناسبې درملنې غوښتنه کړې ده. هغوی زیاته کړې چې پاکستان د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق او د شکنجې پر ضد کنوانسیون غړی دی او باید خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.
د لیک له مخې، له قضايي بنسټونو غوښتل شوي چې فدرالي حکومت او د اډیاله زندان مسوولینو ته امر وکړي څو عمران خان په ۲۴ ساعتونو کې شفا روغتون ته انتقال کړي او د هغه د شخصي ډاکټر فیصل سلطان او خور ډاکټرې عظمی خان تر څارنې لاندې یې بشپړه درملنه وشي. دغه‌راز غوښتنه شوې چې انفرادي بند سمدستي پای ته ورسول شي، کورنۍ او وکیلانو سره منظمې لیدنې او کتابونو ته لاسرسی بیا پیل شي او بشرا بي بي د سترګو تخصصي روغتون ته ولېږدول شي، که نه نو د هر ډول ناوړه پېښې مسوولیت به د حکومت پر غاړه وي.

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
100%

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغانه محصله نیولې او د کډوالو د توقیف یوه مرکز ته یې لېږدولې ده.

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي ویلي، یادې افغان محصلې د اسلام په نړیوال پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې کولي او د اسلام اباد په جي ـ ۵ سیمه کې نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا، محصلې پولیسو ته ویلي چې د خپل تحصیلي ویزې د غځولو غوښتنلیک یې سپارلی او د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له امله لا هم د ځواب په تمه ده، خو پولیسو دغه وضاحت نه دی منلی.
شریعتي وايي، محصلې د پوهنتون اسناد او د ویزې د غځولو د غوښتنلیک شواهد هم پولیسو ته وړاندې کړي وو، خو ورته ویل شوي چې معتبره ویزه نه لري او وروسته د اسلام‌اباد یوه توقیف مرکز ته لېږدول شوې ده.
د هغه په خبره، یاده محصله اوس هم د اسلام‌اباد په «حاجي کېمپ» کې ساتل کېږي او ښايي په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
شریعتي زیاته کړه چې له نیول کېدو وروسته له محصلې موبایل هم اخیستل شوی او د همدې امله هغې سره د دوامدار تماس نیول ستونزمنه ده.
هغه وویل: «دا یوازینۍ پېښه نه ده. په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو د افغان محصلینو د نیولو لسګونه پېښې ثبت شوې دي. محصلین په بېلابېلو پلمو نیول کېږي او له پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي.»
د افغان زده‌کوونکو د اتحادیې مشر وايي، د پاکستان په پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلو، رواني فشارونه زیات شوي او ډېری یې د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د پاکستان په پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین زده‌کړې کوي. شاوخوا دوه زره محصلین د علامه اقبال بورس له لارې او نږدې درې زره نور په شخصي لګښت زده‌کړې پر مخ وړي.
شریعتي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت له شاوخوا شپاړسو میاشتو راهیسې د زده‌کړیزو ویزو د غځولو بهیر درولی او د زرګونو افغان محصلینو غوښتنلیکونه لا هم ځواب ته په تمه دي.
هغه وايي، افغان محصلینو په وار وار له پاکستاني چارواکو، پوهنتونونو او اړوندو ادارو سره دا موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه یې د حل لپاره کوم عملي ګام نه دی لیدلی.
د یادونې وړ ده د روانې مياشتې په پنځمه نیټه د بلوچستان سترې محکمې د بولان طب کالج شپاړس افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی او حکم یې کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې دې د هغوی زده‌کړې نه ځنډول کېږي او اجازه دې ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
خو په دې اړه بیا صدیق شریعتي وویل چې د بلوچستان عالي محکمې د بولان طبي کالج د افغان محصلینو په ګټه موقتي حکم صادر کړی او هغوی ته یې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې، خو د ده په وینا دا ډول پرېکړې تر اوسه په اسلام‌آباد او د پاکستان په نورو برخو کې د ادارو له لوري په بشپړه توګه نه عملي کېږي.

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ادعا کړې، چې په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه د وسله‌والو د بریدونو له امله له ۴۷۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي دي. نوموړي ادعا کړې، چې داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې فعالیت کوي او د دغو ډلو پر وړاندې یې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي سید حیدر شاه نن (جمعه د لړم ۲۹مه) دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ترهګرۍ نړیوال وضعیت په چټکۍ د بدلون په حال کې دی او وسله‌والې ډلې د نوې ټکنالوژۍ، انټرنېټ او ډارک وېب له لارې خپل فعالیتونه پراخوي.

هغه ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او اړوندې ډلې، بلوڅ ازادي‌غوښتونکی پوځ (بي‌اېل‌اې)، مجید لوا او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ای‌ټي‌اېم) فعالیت کوي چې د خپلو کوربه‌وو له ملاتړ برخمنې دي.

د پاکستان استازي زیاته کړې، چې دغه ډلې د انټرنېټ له لارې د غړو جذبولو، تبلیغاتو او د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیم ترڅنګ، د کریپټو اسعارو او ډیجیټلي بټو له لارې د پیسو د ترلاسه کولو نوې لارې هم کاروي.

حیدر شاه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د بندیزونو او څارنې اوسني میکانېزمونه پراخ کړي او د ترهګرو ډلو د پېژندلو او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اغېزناکې لارې چارې رامنځته کړي.

نوموړي همدارنګه د ټولنیزو رسنیو، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي تادیاتو د سیستمونو د تنظیم غوښتنه کړې، څو د کرکې خپرولو، انلاین افراطیت، د ځوانانو د جذب او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

هغه ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د نړیوالې همکارۍ له لارې ترسره شي او د هغو هېوادونو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي چې له دغه ګواښ څخه ډېر اغېزمن شوي دي.

د پاکستان استازي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ بندیزونو کمېټه باید د ترهګرو اشخاصو او بنسټونو د نوملړ په جوړولو کې له سیاسي ملاحظاتو پرته پرېکړې وکړي.

هغه د افراطي ښي‌اړخو، سخت‌دریځو ملتپالو، پردي‌دښمنو او اسلام‌دښمنو خوځښتونو د فعالیتونو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي همدارنګه د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د ۱۵۴۰ پرېکړه‌لیک د پلي کولو لپاره په ملي کچه ګامونه اخیستي دي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې وروسته له هغې په جدي توګه ترینګلې شوې، چې پاکستان د افغانستان پر پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان ادعا کوله، چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال یې په نښه کړي، خو طالبانو دغه بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلله او غبرګون یې وښود.

له دغو بریدونو وروسته د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او د قطر، سعودي او ترکیې په منځګړیتوب نسبي اوربند رامنځته شو. خو د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو، هوايي بریدونو او افغان کډوالو د ایستلو پر سر اختلافونه لا هم دوام لري. پاکستان طالبان د وسله‌والو ډلو په نه مهارولو تورنوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

دواړو لورو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د نښتو له زیاتېدو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وتړلې. د دغو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی.

د تورخم او سپین بولدک لارې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره په محدود ډول کارول کېږي.