د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو د علیوات په سیمه کې شاوخوا ۴۳ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکه او همدارنګه د عليشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې یوه جریبه ځمکه، د ځانګړې محکمې له لوري د اسنادو او مدارکو تر څېړنې وروسته دولتي ملکیت تثبیت شوې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې دغه دوسیې تر دې وړاندې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون څېړلې وې. یاد کمېسیون د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو قانون د ۱۷مې مادې له مخې، دغه دوسیې ځانګړې محکمې ته سپارلې وې.
طالبان وخت ناوخت د خلکو شخصي او سوداګریزې ځمکې او شتمنۍ د دولتي ملکیت په نوم ضبطوي یا یې بېرته ترلاسه کوي؛ خو دا لا هم روښانه نه ده چې د خلکو شخصي ملکیتونه د کومو معیارونو او شرایطو له مخې له اصلي مالکانو څخه اخیستل کېږي.
مجاهد وویل: «دا یو تجارت دی؛ داسې تجارت چې پهکې تاوان نهشته. زما هیله دا ده، چې مسلمان وروڼه حتما په خپلو کورنیو کې یو اولاد مدرسې ته وقف کړي».
تر دې مخکې هم ډېریو طالب چارواکو ویلي، چې د مدرسو زدهکونکو په تېرو شلو کلونو جګړو کې اساسي نقش درلود او د دغې ډلې مشر هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مدرسو او په ځانګړې توګه د «جهادي» مدرسو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم (د وږي په ۱۸مه) د دیني مدرسو او دارالعلومو د زدهکوونکو تر منځ د سیالیو د پای په مراسمو کې وویل: «دیني مدرسو او طالبانو یې د اشغالګرانو پر وړاندې د ۲۰ کلن جهاد په بهیر کې اساسي نقش درلود او هغوی د اشغالګرانو پر ضد مبارزو او د قربانیو په زغملو سره د افغانستان د خپلواکۍ زمینه برابره کړه».
هغه زیاته کړه: «د دیني مدرسو په فعالیت او د هغو د مبارزو په برکت طالبان پر ټول افغانستان بریالي شول» او څرګنده یې کړه: «همدا مدرسې وې چې د نړۍ د مستکبرانو او اشغالګرانو پر ضد جهاد وکړ او هغوی یې مات کړل».
هغه اکبر وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوه منظمه تګلاره ده چې موخه یې د ټولنیز ژوند له ډګر څخه د ښځو اېستل دي. شهرزاد اکبر چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او اوس د رواداري سازمان مشره ده، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له مساوي انسانانو څخه دویمه درجه کسانو ته راټیټې شوې دي. د هغې په وینا، ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د نارینهو پرتله له لږو ازادیو او حقونو برخمنې دي او عدالت ته یې لاسرسی هم محدود دی. نوموړې زیاته کړې، د طالبانو لیدلوری دا دی چې د ښځې ځای په کور کې دی، دنده یې امېندواره کېدل، د ماشومانو زېږول او د کورنۍ پالنه ده او ښځې باید په ټولنیز ژوند کې حضور ونه لري.
هغې د افغانستان د ښځو وضعیت له «یوه لوی او پرانیستي زندان» سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې ښځې ژوندۍ دي خو له ژوند څخه بېبرخې شوې دي؛ ساه اخلي او د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو خپلو اړتیاوو، هیلو او خوبونو ته د رسېدو فرصت نه لري.
د ښځو ځپل؛ د طالبانو د منظمې تګلارې یوه برخه
د رواداري سازمان مشرې ویلي، طالبان دغه لیدلوری د قوانینو، په ځانګړي ډول د امربالمعروف قانون له لارې عملي کوي؛ دغه قانون د ښځو پر جامو، غږ او تګراتګ محدودیتونه لګولي او هغو نارینهو ته یې هم سزا ټاکلې چې دغه محدودیتونه نه عملي کوي.
د هغې په وینا، طالبانو د دغه میکانېزم له لارې نارینه هم د ښځو په کنټرول کې ښکېل کړي دي؛ داسې چې نارینه ښايي په موټر کې له محرم پرته د یوې ښځې د لېږدولو یا د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو د نه مراعتولو له امله مجازات شي.
اکبر دغه وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې طالبان یوازې ښځې نه؛ بلکې هغه نارینه هم مجازات کوي چې د ښځو په اړه ټاکل شوي مقررات مراعت نه کړي.
زمزمه په دې باور ده چې د ښځینه قاضۍ، څارنوالې او مدافع وکیلې نشتوالي هم د هغې ستونزه زیاته کړې ده.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که ښځینه حقوقي کارکوونکې وای، ښايي د خپل ژوند او جنسي تېري پېښه مې په اسانه او پوره ډول بیان کړې وای او د خپل حق غوښتنه مې کړې وای».
د ښځینه حقوقي کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې پر وړاندې بله ستره ستونزه ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني قضايي نظام جوړښت بدل شوی او ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې له خپلو مسلکي دندو او حقوقي فعالیتونو محرومې شوې دي.
د جمهوري نظام پر مهال هم په ټولو ولایتونو کې ښځینه مدافع وکیلانې نه وې، خو په کابل او نورو سترو ښارونو کې ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو د ښځو د قضیو په څېړنه او دفاع کې ونډه لرله.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځینه وکیلانو پخواني کاري جوازونه لغوه شول او د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوه.
په کابل کې مدافع وکیله بنفشه شریفي، چې مستعار نوم کاروي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د حقوقپوهانو هغه ټولنه چې له عدلیې وزارت سره ثبت وه، نور فعالیت نه لري او ښځو ته د وکالت جوازونه نه ورکول کېږي».
نوموړې زیاته کړه، « څو محدودې ښځې شته چې د خپلو اړیکو په کارولو سره ځینې وکالتونه کولای شي. وکالت هم بېلابېل ډولونه لري. یو ډول یې په محاکمو کې وي چې وثیقه اخلي او بل ډول یې د قراردادونو لیکل، مشورې ورکول او منځګړیتوب دی. په دې برخو کې ځینې ښځې فعالې دي، خو شمېر یې ډېر محدود دی او ښځو ته په دې برخه کې جواز نه دی صادر شوی».
په ننګرهار کې پخوانۍ مدافع وکیله پلوشه هم وایي چې د جمهوري نظام پر مهال یې له نورو ښځینه وکیلانو سره فعالیت کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاري جوازونه لغوه شول.
د هغو ښځو لپاره چې د کورني یا جنسي تاوتریخوالي په اړه شکایت کوي، د ښځینه وکیلانو او قضايي کارکوونکو شتون د پېښې د بیانولو، د محرمیت ساتلو او د حقوقي دفاع د ترلاسه کولو لپاره مهم دي.
طالبانو د جمهوري نظام پر مهال د نافذو قوانینو او ادارو په جوړښت کې بدلونونه راوستي، پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني زدهکړو لرونکي کسان ګومارلي دي.
د هغې په وینا، د دغو ادارو له لغوه کېدو یا محدودېدو سره د شکایت ثبت، حقوقي څار او د قرباني خوندیتوب ترمنځ اړیکه کمزورې شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو د پخوانۍ کمېشنرې په په وینا، ډېری ښځې اقتصادي سرچینې نه لري او له محرم پرته ان د کور په کرایه نیولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د ماشومانو د حضانت مساله هم د ښځو لپاره د بېلتون پرېکړه ستونزمنوي.
د ملاتړو بنسټونو کمښت او عدالت ته محدود لاسرسی دا احتمال زیاتوي چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت نه شي.
د افغانستان د ښځو د حقونو څار سازمان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو او نجونو سره د فزیکي، رواني او جوړښتي تاوتریخوالي ۲۲۵ پېښې ثبت کړې دي.
د یاد سازمان راپور، چې د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې څېړي، د وژنو، د وژنو د هڅو، کورني تاوتریخوالي، خپلسرو نیونو، جبري ورکېدو او د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې رانغاړي.
دغه بنسټ په ۲۰۲۵ کال کې هم د ترکیې مېشتې ARSA ټولنې په همکارۍ د ښځو او نجونو د حقونو اړوند ۴۱۱ سرغړونې ثبت کړې وې. د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰۰ پېښې پر ښځو مستقیم تاوتریخوالی و. په راپور کې د ښځو او نجونو د قصدي وژنو لږ تر لږه ۷۶ پېښې هم ثبت شوې دي، چې د دغو پېښو تر ټولو ډېرې ۱۶ هغه په ننګرهار کې وې.
راپور د ښځو او نجونو د ځانوژنې او ځانسوځونې تر ۳۰ زیاتې پېښې هم یادې کړې او په توقیفځایونو کې یې د جنسي تاوتریخوالي درې پېښې ثبت کړې دي.
د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د غچ اخیستنې وېره، ټولنیز فشارونه، اقتصادي تړاو، د سرپناه نشتوالی او پر قضايي نظام بېباوري هغه عوامل دي چې ښځې له شکایت کولو راګرځوي.
صالحي وایي، یوه ښځه ښایي له دې ووېرېږي چې تر شکایت وروسته به تاوتریخوالی زیات شي، د ژوند لګښتونه به له لاسه ورکړي یا به له خپلو ماشومانو جلا شي. د کورنۍ د «عزت» په نوم فشار او د ښځې ملامتول هم د هغې پر پرېکړه اغېز کوي.
هغه زیاتوي، « زما په نظر، د ثبت شویو شکایتونو شمېر تر ډېره دا ښيي چې څو ښځې د شکایت تر ځایه رسېدلې دي، خو د تاوتریخوالي د اصلي کچې د معلومولو لپاره دغه شمېر بسنه نه کوي».