
طالبانو د قیمتي ډبرو نندارتون کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنجشېر زمرد پلورلي
طالبانو ویلي چې د افغانستان د قیمتي ډبرو په نړیوال تخصصي نندارتون کې د پنجشېر د زمردو څلور ټولګې د ۴۳ میلیونه او ۱۴۲ زره افغانیو په ارزښت پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوې دي.


















