په ورته وخت کې سیمې ته د خبریالانو او خپلواکو څارونکو د لاسرسي مخنیوي د حقیقت روښانه کېدو امکان محدود کړی دی.
په دې پېښه کې یو شمېر استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سیمهیزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ ماشومان وژل شوي او د ماشومانو او زدهکوونکو په ګډون شاوخوا ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.
ځینې سرچینې وایي، چې د وژل شویو شمېر ۱۷ تنه دی.
د دې سرچینو په وینا، په وژل شویو کې د ټيټيپي څلور غړي، څلور ماشومان، د ټيټيپي د یوه غړي د کورنۍ دوې ښځې چې چاودنه د دوی په کور کې شوې، درې نور نامعلوم کسان، یو ښوونکی او د ښوونځي درې زدهکوونکي شامل دي.
روغتون سرچینې هم د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰ تنه راپور کوي.
ځینې باخبره سرچینې وایي، چې د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر اعلان شویو شمېرو زیات وي.
د سیمهیزو سرچینو په وینا، د چاودنې شدت دومره و چې د څو درسي ټولګیو چتونه راپرېوتل او یو شمېر زدهکوونکي تر خاورو لاندې مړه شول.
د یوې کورنۍ څلور ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې دي.
یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره په ننګرهار کې د جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په مقابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع مخکې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۰ تنه او د ټپیانو شمېر ۱۱۰ تنه اعلان کړی و.
هغه ویلي و چې ډېری قربانیان ماشومان دي.
دا چاودنه د شنبې په سهار، د لیندۍ په ۷مه، له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې، هغه مهال وشوه چې زدهکوونکي په ټولګیو کې حاضر وو. د شګي منځنی ښوونځی شاوخوا ۱۵۰ زدهکوونکي او ۱۳ ښوونکي لري.
د چاودنې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه
د طالبانو چارواکو د چاودنې علت د کانونو د استخراج شرکتونو پورې د اړوندو چاودېدونکو توکو په ساتنه کې بېاحتیاطي بللې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دا توکي ښوونځي ته نږدې په یوه کور کې ساتل کېدل او د کونړ–نورستان د لویې لارې په اوږدو کې د کانونو د استخراج او د ډبرو ماتولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.
په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیعالحق حقبیان هم ویلي، چې چاودنه د یوه سوداګر په کور کې شوې چې د کانونو چاودېدونکي توکي په کې زېرمه شوي وو.
له دې سره سره، د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه نور روایتونه هم مطرح شوي دي.
پاکستاني سرچینې: کومه ودانۍ چې چاودنه پکې شوې، د ټيټيپي مرکز و
پاکستاني سرچینې ادعا کوي هغه ودانۍ چې چاودنه په کې شوې، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د بم جوړولو او د غړو د روزنې مرکز و.
د سرچینو په ادعا، دغه مرکز د «شهید بیتالله محسود» تر نامه لاندې فعالیت کاوه او په هغه کې په موټرو کې ځای پر ځای شوي بمونه، ځانمرګي واسکټونه او د سړک غاړې ماینونه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره جوړېدل.
دا سرچینې وایي، چې مولانا فاروق سواتي د دې مرکز مشري پر غاړه درلوده او د چاودنې پر مهال هم د ټيټيپي یو شمېر غړي له چاودېدونکو توکو سره د کار پر زدهکړه بوخت وو.
پاکستاني سرچینو دا ادعا هم کړې، چې چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د جوړولو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله شوې او په پایله کې یې د دې مرکز د قوماندان او د بم جوړولو د یو شمېر متخصصینو په ګډون د ټيټيپي شاوخوا ۳۰ غړي وژل شوي دي.
دې سرچینو د دې ډلې د ټپیانو شمېر هم ۲۸ تنه اعلان کړی دی.
سره له دې، افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دا ادعاوې، لکه د مرکز ماهیت، د وژل شویو کسانو هویت او د ټيټيپي د غړو د تلفاتو شمېر په خپلواکه توګه تایید کړي.
د سیمې ځینو اوسېدونکو تر چاودنې وړاندې د الوتکې د غږ اورېدو خبره کړې ده.
یو شمېر نورو هم په دې سیمه کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د پخواني تګ راتګ خبر ورکړی دی.
طالبانو د چاودنې د ځای د کره ماهیت، د هغه د مالک، د چاودېدونکو توکو د ډول او د دې موادو د ساتنې د څرنګوالي په اړه روښانه جزییات نه دي وړاندې کړي.
ویجاړ شوي کورونه او د لاسرسي محدودیت
له پېښې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې، تخریب شوي ټولګي، راپرېوتلي چتونه او د زدهکوونکو پاشل شوي کتابونه او بکسونه ښیي.
په دې انځورونو کې، د ښوونځي شاوخوا استوګنیزو کورونو ته اوښتي زیانونه هم لیدل کېږي.
سیمهییزې سرچینې وایي چې تر چاودنې وروسته، سیمې ته پر تګ راتګ سخت بندیز لګېدلی او هېچا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
خبریالان هم نه دي توانېدلي چې له سیمې لیدنه وکړي او د زیانونو، د قربانیانو د شمېر او د هغه ځای د څرنګوالي چې چاودنه په کې شوې ده، د خپلواکې ارزونې امکان نه دی برابر شوی.
دا محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې د چاودنې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې شوي او د طالبانو د رسمي شمېرو او د سیمهییزو سرچینو د ارقامو ترمنځ واټن هم د پام وړ دی.
نړیوال غبرګونونه او د څېړنو غوښتنه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی، چې د اسعداباد په چاودنه کې د ماشومانو او نورو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه راپورونه تعقیبوي.
یوناما په یوه اعلامیه کې د دې پېښې پر انساني زیانونو د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې دا موضوع څاري.
دې دفتر تر اوسه د چاودنې د لامل یا د قربانیانو د دقیق شمېر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې ښوونیز مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي او له هر ډول ګواښ څخه پاک چاپیریال وي.
اروپایي ټولنې او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
سره له دې لا هم څرګنده نه ده، چې طالبان به یوناما ته د ساحوي څېړنو او د دې پېښې په اړه د خپلواکو پلټنو د ترسره کولو اجازه ورکړي که نه.
یوناما په تېر کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته، د ملکي تلفاتو او د دې بریدونو د اړخونو په اړه ځانګړي راپورونه خپاره کړي وو؛ خو دا ځل یې تر دې دمه د پېښې د تعقیب پر یوې عمومي اعلامیې بسنه کړې ده.
په همدې حال کې یو شمېر سیاسي څېرو د کونړ د چاودنې په اړه د دې بنسټ د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بریدونو مخینه او په افغانستان کې د ټيټيپي د حضور تور
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پاکستان په تېرو میاشتو کې په وار وار د کونړ ولایت او د افغانستان یو شمېر نورې ختیځې سیمې د خپلو هوایي بریدونو هدف ګرځولې دي.
په دې بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان سنګرونه او مرکزونه وو.
اسلاماباد ادعا کوي، چې پاکستاني جنګیالي د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا کې د افغان طالبانو تر ملاتړ لاندې د دې هېواد پر ضد فعالیت کوي او شاوخوا شپږ زره د ټيټيپي غړي په افغانستان کې حضور لري.
پاکستان همدا راز ادعا کوي، چې حافظ ګل بهادر او د ټيټيپي یو شمېر نور مشران په افغانستان کې دي.
پاکستاني چارواکو د دې ادعاوو ترڅنګ، په افغانستان کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو د مشرانو د شتون خبره هم کړې ده.
طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
سره له دې، د کونړ خونړۍ چاودنې او د پېښې د رامنځته کېدو د ځای د څرنګوالي په اړه شکونو یو ځل بیا د افغانستان په ختیځو سیمو کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو د فعالیت او له ملکي ځایونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
د تلفاتو په شمېرو کې اختلاف، د چاودنې د علت په اړه بېلابېل روایتونه، د استوګنیزو کورونو ویجاړېدل او سیمې ته د خبریالانو او خپلواکو څارونکو د لاسرسي مخنیوي، د اسداباد په اندرسېر سیمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.
تر څو چې د خپلواکې څېړنې امکان برابر نه شي، د چاودنې اصلي علت او د تلفاتو رښتیني اړخونه به په ابهام کې پاتې وي.