افغانستان کې د کرېکټ په څېر اکاډمۍ یې هم نوې دي او ممکن د معیار له مخې ستونزې ولري، خو ډېری یې د خپلو امکاناتو له پلوه د سیمې هېوادونو له اکاډمیو سره سیالې بلل کېږي.
د افغانستان د کريکټ بورډ اداره، که کومه اکاډمۍ په معیاري توګه نه وي جوړه شوې او له اصولو سره سم فعاليت ونه کړي، یا یې ویشتنځي، د مڼدو ځای او روزونکي مسلکي نه وي، نو د فعالیت جواز نه ورکوي.
کرېکټ بورډ له دې اکاډمیو سره د روزونکو او په تخنیکي برخه په ځانګړې توګه د پیچ د خاورې، چې له بهر یې راوړي، همکاري کوي.