په راپور کې د افغانستان په ختیځ کې له داعش سره د همکارۍ له امله د پخواني طالب عبدالرحیم مسلم دوست یادونه هم شوې وه، د راپور له لوستلو وروسته ولسمشر کرزی د دغه راپور په اړه څه نه وايي او پرېږدي یې چې د هغه نوی ځای ناستی یې په اړه تصمیم ونیسي. پوره دوه اونۍ وروسته یې پر ځای ډاکتر محمد اشرف غني لوړه کوي او د امنیتي ادارو له مشرانو سره په لومړۍ غونډه کې د داعش له خبر سره مخامخ کیږي. په دې غونډه کې ولسمشر د لا زیاتو معلوماتو او اسنادو غوښتنه کوي.
تر دغه وخته د داعش خراسان ډلې په رسمي ډول د خپل فعالیت اعلان نه و کړی او د ډلې ټولې چارې د ډېورنډ پر پوله خپلسرې او ځینې یې د داعش د مرکزي شورا له خوا رهبري کېدې. د ۲۰۱۵ز کال د جنوري په میاشت کې داعش د ډېورنډ پر پولې د اسلامي دولت د خراسان ولایت په نوم د موجودیت اعلان او د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بعیت وکړ. دا خبر نه یوازې دا چې د افغانستان حکومت او طالبانو ته هېښوونکی و؛ بلکې ایران، چین او روسیې ته هم په سیمه کې د یوه نوي راتلونکي خطر زنګ و.
د دوی په ډله کې اکثره سلفي باوره پخواني طالبان، سرسخته سلفي ملایان، د اورکزیو د ټي تي پي یو شمېر پخواني غړي، چیچنايي، ازبیک، کُرد، ترکمن او یو شمېر تاجېک جنګیالي شامل شول او په خپلو لومړیو تبلیغاتو کې یې شعیه باوره کافر وبلل او د ایران پر ضد یې د جهاد غږ وکړ؛ دوی دا هم وویل چې دوی د هېوادونو تر منځ اوسنیو پولو ته ژمن نه دي او غواړي د خراسان ولایت چې د اسلامي دولت یوه برخه ده راژوندی کړي.
په داعش کې د پاکستاني استخباراتي کړیو د دخالت په اړه له کره راپورونو وروسته د افغانستان حکومت هم هڅه وکړه، چې د داعش – خراسان په ډله کې ځان دخیل او له دغې استخباراتي لوبې باخبره واوسي. د ۲۰۱۵ ز کال په لومړۍ نیمايي کې یې درې کوچنۍ خپلسرې ډلې د اسلامي دولت د خراسان د ولایت د ساتونکو په نوم جوړې کړې، د یوې ډلې مشري یې د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي طالب قوماندان ملا بهادر کوله چې د ډېورنډ له پولې دې غاړې یې پر فعالیت پیل وکړ.
هغه وخت د حکومت یوه موخه دا وه، چې دا خپلسرې ډلې به په یو نه یو شکل له اصلي هستې سره اړیکه پېدا کړي، تر څو د داعش په نوې څپه کې د پاکستان رول کمزوری او خپل غښتلی کړي. دویم هدف یې دا و، چې که په سرحدي سیمو کې د اسلامي دولت خراسان ډله پرمختګ کوي؛ د طالبانو په ځپلو کې به د افغانستان له حکومت سره مرسته کوي. مګر دا مداخله تر ډېره ونه غځېده او تر ۲۰۱۶ز کال پورې د افغانستان د حکومت له لورې جوړې شوې درې واړه ډلې یو پر بل پسې له منځه لاړې او ټول غړي یې په مرموز او مخامخ جګړو کې ووژل شول.
داعش ننګرهار د خپل مرکز په حیث وټاکه او د شینوارو په اچین، نازیان، هسکه مېنه، سپین غر او دور بابا ولسوالیو کې یې خپلې ریښې غښتلې کړې، چې د افغانستان له حکومت او طالبانو سره د څو کلونو جګړې وروسته یې دغه سیمې بېرته پرېښوې او له ډېورنډ واوښتل.
د اسلامي دولت – خراسان د تمویل سرچینې:
د اسلامي دولت د خراسان د څانګې بنسټګر عبدالرحیم مسلم دوست چې د پښتو ژبې یو لیکوال، څېړونکی او د څو کتابونو مصنف هم دی؛ لومړنی افغان و، چې له ابوبکر البغدادي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. نوموړی د اسلامي دولت د خراسان د څانګې له مهمو اشخاصو ګڼل کېږي چې په ۲۰۲۲ ز کال کې طالبانو ته تسلیم شو. هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان پوځ او ای ایس ای په دې تورن کړل چې داعش د لومړني مشر حافظ سعید خان په ګډون یې یو شمېر جنګیالیو ته پېسې ورکولې.
مسلم دوست د درېیو پاکستاني پوځیانو جنرال اشفاق، ډګروال عارف او میجر عامر نومونه هم اخیستي او ویلي یې دي، چې دغو درېیو کسانو د اسلامي دولت – خراسان لومړني والي ته پېسې ورکولې.
کټ مټ دې ته ورته خبره د افغانستان د ملي امنیت په هغه پټ راپور کې ولسمشر محمد اشرف غني تهد ۲۰۱۵ ز کال په فېبروري کې شوې وه. ولسمشر غني ملي امنیت په یوې ډي وي ډي کې اسناد او شواهد هم ورکړل شوي وو. پاکستان ته له ولسمشر غني سره د مل پلاوي یوه لوړ پوړي غړي راته دا تایید کړه، چې ولسمشر په دغه سفر کې هغه اسناد د پوځ له مشر سره شریک کړل چې ښودله یې چې پاکستان د داعش په تمویل او تجهیز کې پوره ونډه لري.
په ۲۰۱۴ ز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د چین په شانګهای کې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو د سازمان د مشرانو د غونډې په حاشیه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل او ولسمشر پوتین د داعش په اړه د روسیې اندېښنه له ولسمشر کرزي سره شریکه کړه.
مولوي عبدالله د خېبر پښتونخوا د اورکزیو اوسېدونکی او په قام اورکزی و. نوموړی د لشکرطبیه پخوانی غړی او له ټي ټي پي سره یې نېږدې اړیکې لرلې. هغه په ۲۰۱۹ ز کال اپریل کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. اسلم فاروقي د داعش د مشر په توګه د پاکستان تر کنټرول لاندې په قبایلي سیمو کې پراخ فعالیت لاره او له ټي ټي پي سره یې نېږدې همکاري هم کړې وه.
هغه په ۲۰۲۱ ز کال کې د افغانستان د ملي امنیت له خوا ونیول شو او هغه مهال یې پاکستان دوی ته د سپارلو غوښتنه هم کړې وه؛ مګر د افغانستان حکومت د طالب زنداني مشرانو په بدل کې د ورکولو شرط وړاندې کړې وه.
ثناءالله غفاري:
د اسلم فاروقي له نیول کېدو وروسته په ۲۰۲۰ ز کال کې د اسلامي دولت خراسان څانګې اعلان وکړ، چې نوی مشر یې ثناءالله غفاري دی. غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور و، د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د امریکا د ویسټ پواینټ د راپور په اساس د نوموړي کورنۍ د حزب اسلامي غړیتوب لاره او دی د کابل پوهنتون استاد و. هغه په تاجکستان، ایران او ازبکستان کې د یو شمېر حملو مشري هم کړې ده.
نوموړی د سلفي مکتب له فکري لارښوونکي ابوعبیدالله متوکل سره نېږدې اړیکې لرلې او پر متوکل هم تور و، چې دی د اسلامي دولت خراسان ډلې ملاتړی دی. د ۲۰۲۳ ز کال د جون په ۹مه پاکستاني چارواکو او طالبانو دا تایید کړه چې په کونړ کې یې شهاب المهاجر له خپلو شپږو ملګرو سره وژلی دی. تر دې دمه د اسلامي دولت خراسان څانګې د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د نوي مشر یادونه کړې.
داعش طالبانو ته ګواښ که فرصت؟
د اسلامي دولت د خراسان څانګې د جنګیالیو لویه برخه سلفي پاله طالب جنګیالي جوړوي او د دغې ډلې د جوړېدو په لومړي پړاو کې ګڼ هغه جنګیالي ورسره یو ځای شول، چې له طالبانو ناخوښه وو. د طالبانو تر منځ د داعش په ملاتړ او خلاف ګڼ کړکېچونه هم رامنځته شوي؛ ښه بېلګه یې د ۲۰۱۵ ز کال د نومبر میاشتې په زابل کې د ملا اختر محمد او ملا منصور دادالله د پلویانو تر منځ جګړه وه.
د اسلامي دولت د خراسان څانګې چیچنايي، ازبېک او تاجېک جنګیالي له ملا منصور دادالله سره ودرېدل او د ملا اختر محمد له ډلې سره یې جګړه وکړه. په دغه جګړه کې د منصور دادالله ډلې ماته وخوړه او ګڼ جنګیالي يې له داعش سره په صف کې ودرېدل.
په ۲۰۱۵ ز کال کې د اسلامي دولت د خراسان د ولایت اعلان د طالبانو لپاره یو ښه فرصت و، چې له امله یې د سیمې هېوادونو سره خپلې اړیکې ورغولې او دغه چاره د دې سبب شوه، چې په جنګي لیکو کې هم پرمختګ وکړي.
که څه هم طالبانو ته د دغې کړکېچ مدیریت ستونزمن وو؛ مګر د داعش موجودیت یې له ایران،روسیې او چین سره د اړیکو په بیا رغولو کې ګټور ثابت شو. پرته له شکه چې په سیمه کې د داعش پراختیا د ایران، چین او روسیې امنیت ګواښه او له طالبانو سره د یوه مشترک دښمن د پېدا کېدا له امله ایراني، روسي او چینايي استخباراتو له طالبانو سره مستقیمې او غېر اړیکې غښتلې کړې چې دا چاره د افغانستان د حکومت د شدیدو انتقادونو سبب شوه.
دا پټې او ښکاره لیدنې په پاکستان، ایران او روسیې کې پیل شوې؛ د رپوټونو له مخې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په ۲۰۱۶ ز ایران ته له درېیم سفر وروسته د پاکستان په بلوچستان کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. له دې وروسته له ایران سره د طالبانو د مشرانو تګ راتګ زیات شو، په ۲۰۱۵ ز کال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړ پوړي چارواکي ایران ته سفر وکړ او هلته یې د دواړو غاړو د نورو مهمو مسالو ترڅنګ؛ په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ۲۰۱۷ ز کال کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب دوه ځله روسیې ته سفر کړی او په دې سفر کې یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې د ځپلو په موخه له روسیې څخه د وسلو او مهماتو غوښتنه کړې او روسي اړخ هم خپلې مرستې پیل کړي دي.
په ورته وخت کې چینايي اړخ هم د پاکستان په مرسته له مولوي کبیر سره په پېښور کې لیدنې پیل کړې او افغانستان د ملي امنیت د شورا د هغه معلوماتي او تحلیلي راپور پر بنسټ، چې ولسمشر غني ته یې چمتو کړی و، په ۲۰۱۶ ز کال په مارچ میاشت کې د اسلامي دولت د ځپلو په موخه چین له طالبانو سره مستقیمه همکاري پیل کړه.
له ۲۰۱۵ ز کاله را په دېخوا د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې بېرته په رغېدو شوې او له دغه فرصته په ګټې اخیستنې یې په جنګي لیکو کې خورا ډېر پرمختګ وکړ.
واکمنو طالبانو ته ورپېښ ګواښ:
د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم، د اسلامي دولت د خراسان د څانګې یو شمېر هغه غړي، چې د اسلامي جمهوري دولت له خوا نیول شوي وو؛ د ملي امنیت په زندانونو کې ووژل شول او ځینې یې له زندانونو خلاص شول. په ننګرهار، کونړ، کابل او یو شمېر نورو سیمو کې هغه سلفي ملایان، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې په ملاتړ تورن وو؛ په مرموز ډول ووژل شول او ځینې نور یې تېښتې ته مجبور کړی شول.
له ۲۰۱۵ ز کال څخه تر ۲۰۲۱ ز کاله پورې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د ښه کېدا یو غښتلی دلیل د اسلامي دولت د ډلې پراختیا وه؛ مګر اوس طالبان یوه بل پړاو ته داخل شوي، د قطر او پاکستان په ملاتړ په لویه کې د امریکايي بلاک پالیسي تعقیبول او له امریکا سره په ښکاره دښمني مګر په پټه دوستۍ د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول؛ روسیه، چین او ایران اندېښمن کړي.
که څه هم د طالبانو په راتګ دغو هېوادونو ته له داعشه لومړنی ګواښ کمېدونکی برېښي؛ مګر په حقیقت کې د دوی هغه غوښتنه چې له سیمې د امریکا د لاسونو لنډول وو، نه ده تر لاسه شوې. دا وخت په افغانستان کې د اسلامي دولت د اهدافو د ترسراوي او پراختیا لپاره ښه بیستر شته او هڅه روانه ده، چې د اسلامي دولت جنګیالي د یو بل چتر او نوم لاندې خپل جنګي ماموریت مخې ته یوسي. نېږدې اوه زره بهرني جنګیالي په افغانستان کې موجود دي،په دومره لوی تعداد د بهرنیو جنګیالیو شتون او د طالبانو له خوا د ځینو ډلو محدودول د دې سبب کېدی شي، چې د اسلامي دولت د مېشتو نېږدې د ۴۰۰۰زره جنګیالیو سره د اړیکو ساحه پراخه شي.
په اوس وخت کې د طالبانو پر وړاندې غښتلی وسلوال مخالفت نه شته او یوازینۍ ډله چې په دې وروستیو کې یې طالبان هدف ګرځولي، هغه د اسلامي دولت د خراسان ډله ده. د طالبانو د زور ازمایئ، د هر څه یرغمل نیولو او تشدیدي اعمالو په نتیجه کې ورځ تر بلې پخواني پوځیان او په ځانګړي ډول د شمال ولسونه خفه کیږي؛ ګڼو پخوانیو پوځیانو خپلې سیمې پرېښي؛ بېکاري، فقر او د طالبانو له خوا د دوی ځورول یې دې ته اړ باسي، چې په یو نه یو شکل له مخالفو جنګي ډلو سره همغږي شي. دغې چارې د طالبانو پر وړاندې د بېلابېلو سیاسي او جنګي جبهو د پرانیستل کېدو لارې خلاصې کړي دي او دا چاره د اسلامي دولت خراسان ډلې ته د پراختیا زمینه برابروي.
که څه هم د اسلامي دولت د خراسان ډله په دې وروستیو کې ځپل شوې او د دوی د وروستي مشر المهاجر په وروستي غږیز پیغام کې هم داسې ښکاري چې تر فشار لاندې دي، مګر په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هغه مکتوب په اساس چې د ننګرهار له ولایت څخه یې تر لاسه کړی و؛ تایید کړې چې په تيرا او اورکزیو کې د اسلامي دولت د خراسان ډلې روزنیز کمپونه موجود دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونو له مخې یو شمېر پخواني پوځیان هم ورسره یو ځای شوي دي. نو پس د ایران هغه ادعا چې د داعش یو شمېر مشران افغانستان ته راغلي یو څه د تامل وړ دی.
د طالبانو لپاره یو بل خطر بیا د مقاومت او ازادۍ جبهې دي، چې د اسلامي دولت خراسان ډلې غړي په ډېرې اسانۍ سره کولی شي، چې د دغو جبهو تر نوم لاندې د طالبانو پر وړاندې تر هغه وخته وجنګیږي تر څو چې یې یوه ځانګړې جغرافیه نه وي تر لاسه کړې. که څه هم دغه جبهې به د ایران او روسیې له ویرې په ښکاره ډول دوی ته اجازه ورنه کړي، چې د دوی د جبهې تر چتر لاندې د اسلامي دولت ډله طالبان وګواښي مګر هوار شوی بیستر او له جبهو سره له کمو امکاناتو داسې برېښي، چې دا چاره به په پټه د دغو جبهو تر چتر لاندې ترسره شي.
همدا راز د چین ډار د شرقی ترکستان د جنګیالیو په باب ورځ تر بلې ډېرېدونکی او هېښوونکی دی،له دغو جنګیالیو سره د طالبانو سخت برخورد او پرېکون د دې سبب کیږي، چې د اسلامي دولت ډلې او د شرقي ترکستان د جنګیالیو اړیکې پیاوړې شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې هم راغلي چې د داعش او شرقي ترکستان د جنګیالیو تر منځ اړیکې پیاوړې شوي دي. په ورته وخت کې د چیچین له جنګیالیو سره د اسلامي دولت د جنګیالیو اړیکې پخوانۍ سابقه لري او دغې سابقې ته په کتو او پر دغو جنګیالیو د جنګي زون محدودېدل به یو ځل بیا د اسلامي دولت د ډلې او چیچین جنګیالیو اړیکې پیاوړې کړي.
په شمال کې د ځایي اپراتیفي سرچینو په حواله؛ دغه جوړښتونه او د ډلو ضم کېدل ورځ تر بلې مخ په پیاوړي کېدو دي. که چېرې د طالبانو پر وړاندې دا ډول جبهې پیاوړې کيږي پرته شکه دوی د ډانګ او پړانګ تر منځ نښلي.
یا به امریکا پالي او یا به له روسي بلاک سره ډغرې وهي!؟
وروستۍ مساله دا چې د طالبانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو پخواني نیت هم تغیر کړی، ځکه ایران، چین او روسیې اوس حس کړې چې طالبان په غېر مستقیم ډول د امریکايي بلاک پلوي او د سیمې له هېوادونو سره یې انډول نه شي ساتلی. که چېرې دا فکر ورځ تر بلې لا پیاوړی شي، حتمي ده چې د سیمې هېوادونه به د یوې بدیلې لارې په ملاتړ فکر کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د څو فرمانونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړلي او یاد بندیزونه په نړۍواله توګه له غبرګون سره مخ شوي دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنۍ سقوط شوي، نېږدې ۵۲ سلنه نارینه خبریالانو او ۸۴ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.
دغه سازمان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره هم خپروي او وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پیله د ۲۰۲۳ کال د می تر میاشتې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۹۷ نور ټپیان شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې طالبانو نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي؛ بلکې لا یې تاوتریخوالی زیات کړی او له بشري حقونو څخه یې ګڼې سرغړونې کړي دي.
دغه راپور د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ مې پورې د طالبانو له لوري هغه ترسره شوې کړنې را اخلي، چې د تېر ړنګ شوي حکومت له امنيتي غړو سره شوې لکه: له محاکمې پرته وژنې، خپلسري نیونې، زنداني کول، ربړونې، سپکول او له هېواده شړل په کې راغلي.
د یوناما راپور کاږي، سره له دې چې په سر کې د طالب واکمنو له لوري د پخواني حکومت چارواکو او د افغان امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د "عمومي بخښنې" اعلان شوی و؛ خو لاهم له بشري حقونو څخه سرغړونه روانه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره عالي کمیشنر والکرترک وایي:« د یوناما راپور واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د غړو او امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د چلند یو زړه بوږنوونکی انځور وړاندې کوي. پر دې سربېره، دوی ته ډاډ ورکړل شوی و، چې دوی به نه په نښه کېږي، دا د خلکو له باور سره خیانت دی.»
هغه زیاته کړې:« له واکمنو چارواکو غواړم چې د دې راپور موندنې په دقت سره په پام کې ونیسي او د نورو سرغړونو د مخنیوي او له سرغړوونکو سره دې د نړۍوال بشري حقونو له قانون سره سم چلند وکړي او خپل مکلفیتونه دې ترسره کړي.»
د یوناما په دغه راپور کې راغلي، هغه مرکې چې له ربړول شويو کسانو سره د یوناما له لوري ترسره شوې راغلي:«هغو اشخاصو د شکنجې او ناوړه چلند مثالونه راکړي، چې د حاکمو امنیتي ځواکونو د غړو له خوا پر پایپونو او کېبلونو پر وهلو سربېره لفظي ګواښونه او ناوړه چلند ورسره شوی.»
یوناما د ځینو کورنیو له غړیو هم اورېدلي، چې خپلوان یې نیول شوي یا تري تم شوي او مړي یې څو ورځې یا حتا میاشتې وروسته موندل شوي دي.
يوناما په دغه راپور کې وړاندې ويلي، چې په ځینو برخو کې لا داسې کسان شته چې په وينا یې مړی ژوندی يې لا ورک دي. "د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مشره، عالیه عزیزي د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۲ مه له کاره بیا هیڅکله کور ته راستنه نه شوه. د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۲۲ پورې، د هغې د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي تر لاسه شوي. " د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا ویلي:«په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو لخوا د عمومي بخښنې اعلان یو ښه ګام و؛ خو په دوامداره توګه دغه بخښنه په بشپړه توګه نه پلې کېږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو د سرغړونو معافیت هم شته.»
نوموړې زیاته کړې:«حاکم چارواکي باید عمومي بخښنې ته رېښتیني ژمنتیا وښیي. دا په افغانستان کې د عدالت، پخلاینې او تلپاتې سولې له پاره رېښتینی او مهم ګام دی.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په اروزګان کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی.
حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نړیوالې ادارې په افغانستان کې ۷۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ او وزګارۍ تر کرښې لاندې بولي.
په اېکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پاڼه لیکل شوي، چې سراج الدين حقاني سویلي ولايت اروزګان ته رسیدلی او هلته يې له ځايي طالبانو او ولسي خلکو سره لیدلي دي.
حقاني تر دې وړاندې نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي، د هغه وروستی سفر ننګرهار ولايت ته و.
د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ويلي، چې سراج الدين حقاني په اروزګان کې له ځايي خلکو سره ژمنې کړې چې د دغه ولايت د بیارغاونې په برخه کې به هڅې کوي؛ خو دا يې نه دي ويلي چې دا مرستې به د کوم پروګرام له لارې او کله کېږي.
د طالبانو د کورنیو چار وزارت سرپرست سراج الدين حقاني تر ننګرهار وړاندې پکتیا او تر هغه وړاندې د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، د طالبانو ترلاس لاندې باختر اژانس د نوموړي داسې سفرونه یوه لړۍ بللې.
شننوکي وايي، د سراج الدين حقاني دغه سفرونه او لېدنې د کورنیو چارو د يوه وزیر له کاري مسوولیتونو لوړې دي او معمولآ داسې وزیران يوازې په ولايتونو کې له امنيه قوماندانانو او پولیسو څخه لېدنې کوي او په دې برخه کې د دوی په پیاوړتيا کار کوي؛ خو وايي حقاني له دې ور هاخوا د ولسي ملاتړ په لټه کې دی.
د سیاسي چارو شننوکی سید خالد سادات وايي، د سراج الدین حقاني اوسني سفرونه څرګندوي چې دی له نورو طالب مشرانو سره په یوه سیالۍ بوخت دی.
هغه وايي: «سراج حقاني غواړي په ولایتونو کې د لويې او وړې کچې طالبانو تر منځ ځان مشر معرفي کړي، دا ځکه چې که په راتلوونکې کې د دوی د مشر د ټاکلو خبره کېږي او یا د سیاسي واک د لېږد موضوع را مخته کېږي، نو حقاني به له وړاندې په ولایتونو کې خپلې ریښې غځولې وي.»
سادات وړاندې وايي، چې کېدای شي د دغو سفرونو يو بل هدف دا وي چې :« هغه خپل خواره واره جنګیالي سره راټول کړي او پر دوی خپل اغېز ډېر کړي، ځکه چې د طالبانو ترمنځ اختلافات په ډېرېدو دي او غواړي د راتلوونکې لوبې لپاره ځان اماده کړي.»
ویل کېږي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې د دغې ډلې مشر او د اوسنۍ طالبي کابینې غړي د افغانستان په ګاوڼد کې اوسېدل، د جګړې او نورو برخو چارې يې له هغه ځایه څارلې، ملا هبئت الله له خپلې مشرۍ لاندې دوه مرستیالان سراج الدين حقاني او ملا يعقوب لرل، اوس تر ډېره بریده دا باور دی، چې سراج الدين حقاني غواړي د ملا هبئت الله ځای ناستۍ ته په ځان ګوتې ووهي.