• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، چې په چترال کې يې د پلټنې عملیات پیل کړي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۰ GMT+۱

همدا تېره شپه هم په چترال کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو تر منځ جګړې شوې دي او لا هم په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي. خو د تازه جګړې د زیانونو په اړه لا کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

وړمه شپه پاکستاني طالبانو د پاکستان پوځ په څو پوستو بریدونه کړي و، چې دواړو لوریو ته د مرګژوبلې ادعاګانې شوې وې.
د پاکستان پوځ رسنیزې برخې خبر ورکړی و، چې په چترال کې یې له ټي‌ټي‌پي سره په جګړه کې ۴ عسکر وژل شوي او په دغه جګړه کې يې ۱۲ وسله‌وال هم وژلي دي.
دغه بریدونه وړمه شپه پاکستاني طالبانو د چترال په کېلاش سیمه کې کړي و او د راپورونو له مخې تېره شپه هم جګړه شوې.
ټي‌ټي‌پي د دغو بریدونو مسوليت منلی او پوځ ته يې د سر درانه زیان دعوه کړې.
تېره ورځ ناوخته پاکستاني رسنیو يوه ويډیو خپره کړه، چې په چورلکو کې يې پاکستاني پوځيان د جګړې سیمې ته لېږدول.
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې وسله‌وال بریدکوونکي د افغانستان له کونړ او نورستانه ورغلي وو؛ خو کابل کې طالبانو لا دغې دعوې ته غبرګون نه دی ښودلی.
د چترال د بریدونو په اړه ځايي چارواکو پرون رسنیو ته ویلي و، چې هلته ځينې لویې لارې تړل شوې، په بمبوريت او اشکويي سېمو کې سخته جګړه شوې، وسله‌وال ځينو سيمو ته ننوتي و؛ خو دوی کېلاش ته تللی سړک بند کړی دی.
په دې ورستيو کې د پاکستان د ننه او قبایلي سېمو کې امنيتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی، وخت نا وخت پر پاکستاني پوځ او نورو امنيتي کسانو بریدونه کېږي؛ خو دا لومړی ځل دی چې وسله‌وال دې له پوځ څخه په جګړه کې یوه سېمه لاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود
۱

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود

۲
ځانګړی

طالبانو د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی افغان ملاتړي نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: په ننګرهار کې طالبانو یو ۱۳ کلن ماشوم د لرګیو راټولولو په تور شکنجه کړی

۴

مقاومت جبهې د خپل یوه قوماندان وژل کېدل تایید کړل

۵

د تصویر اخیستنې نړۍواله ورځ؛ کندهار کې د طالبانو له‌خوا پر تصویر اخیستونکو دوه کلن بندیز