• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰م کال به ۱۱۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې شي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د تعلیمي پرمختګ د کچې ارزونې له مخې وړاندوینه کیږي، چې تر ۲۰۳۰میلادي کال به څه باندې ۱۱۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې شي. دغه سازمان ټینګار کوي، چې دا محرومیت به نجونې د «تاوتریخوالي او استثمار یا زبېښاک» له خطر سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جمعې په ورځ -د وږي ۱۷مه- دې ته په ټینکار چې «زدکړې یو امتیاز نه بلکې یو بنسټیز حق دی» راپور ورکړی، چې د دوامدارې پراختیا په څانګه کې موجودې شمېرې ښيي چې نړۍ د جنسیتي برابرۍ د ترلاسه کولو په لار روانه نه ده.

دغه سازمان په ورته وخت کې په راتلونکي کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونو نجونو د تعلیمي محرومیت د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د راپور له مخې له شپیتو سلنې څخه زیاتې نجونې په لومړنۍ دوره کې له زدکړو بې برخې دي.

په افغانستان کې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر مسلکي، تعلیمي او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې او د پوهنتونونو دروازې يې د ښځينه محصلينو پر مخ تړلې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي يادونه وکړه او ويې ويل، چې بشري ناورين د زيانمنو ښځو او نجونو لپاره د تاوتريخوالي خطرونه زيات کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د تلپاتې پراختیا د موخو په پام کې نیولو سره اوس د دې وخت رارسیدلی چې په عمل کې په ښځو او نجونو پانګونه وشي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۵

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې