• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سواد نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو په برخه کې د نجونو مړاوې هیلې

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۷ GMT+۱

‏نن د سېپټمبر اتمه، د سواد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې داسې مهال لمانځل کېږي، چې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې یې له زده‌کړو منعه کړای شوې دي.

۷۰۰ ورځې وړاندې طالبانو فرمان ورکړ، چې تر دویمې خبرتیا پورې د نجونو لپاره د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو زده‌کړې ځنډول شوې. د ځنډېدو لاملونه هم تخنیکي ستونزې او د نوي نصاب جوړښت بلل شوی و؛ خو واک ته د دغې ډلې له رسېدو په دوو کلونو کې هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډله نه ده توانېدلې، چې د دوی په وینا دغه ستونزې هوارې کړي.

تېره ورځ د افغانستان په تودو سیمو نیمروز، فراه، کندهار، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او لغمان ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو د دې اجازه تر لاسه نه کړه، چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

مریم چې په یوې لوستې کورنۍ کې لویه شوې د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته وایي:« ټوله کورنۍ مې باسواده ده او د ډاکټرانو په کورنۍ کې رالویه شوې یم؛ خو ماته رواني تکلیف پیدا شوی ځکه هیلې مې مړاوې شوې. ما غوښتل چې د زړه ډاکټره شم.»
دا یوازې مریم نه ده چې هیلې یې مړاوې شوې، سما چې دوه کاله مخکې د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه وایي:« ما تل په درسونو کې ډېر زحمت ګاللی او غوښتل مې چې یوه لویه ډیپلوماټه شم؛ خو زحمتونه مې په سېند لاهو شول.»
دغه نجونې د سواد د نړۍوالې ورځې په پار له طالب چارواکو غواړي، چې دوی ته دې ښووځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

افغان نجونې او ښځې له نړۍوالې ټولنې هم غواړي، چې په دې برخه کې دې پر طالب مشرانو فشار راوړي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي