• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا استخباراتي ارزونه:شونې نه‌ده، چې د القاعدې ډله دې بیا په افغانستان کې را ژوندۍ شي

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د امریکا دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو ویلي دي، نوې استخباراتي ارزونې ښيي چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې د بیا راژوندي کېدو امکان نه شته. دغو چارواکو ادعا کړې، چې «د ترهګرو پر وړاندې د طالبانو عملیاتو د داعش حضور راکم کړی دی.»

د سي‌ان‌ان خبري شبکې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د کمزوري کېدو په اړه خوشبینه دي او وايي، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سم په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه د کمېدو په حال کې دي.

سي‌ان‌ان د دغو امریکايي چارواکو نومونه نه دي اخیستي؛ خو د دوی د راپور له مخې، «داعش ډله د طالبانو تر سخت فشار لاندې ده او په وروستیو میاشتو کې یې ډېر مهم مشران له افغانستانه تښتېدلي دي.»

دغو چارواکو ویلي، چې د داعش ډلې غړي په زیاتېدونکې توګه ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې د طالبانو د ترهګریز ضد کمین څخه وتښتي.

دغو امریکايي چارواکو ادعا کړې، چې د القاعدې ګواښ هم په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، د القاعدې ډلې د فعالیتونو د کمېدو یو لامل دا دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې خپل یو اصلي هدف له لاسه ورکړی دی.

دغه امریکايي چارواکي وايي، چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته دا ډله له مشرتابه او ستراتېژیک لوري له تشې سره مخامخ شوې ده.

له دې سره یوشمېر نور امریکایي چارواکي اندېښمن دي، چې له سویلي اسیا او منځنۍ ختیځ څخه د متحده ایالاتو د استخباراتي شتمنۍ له اېستلو وروسته د جوبایډن حکومت ممکن په سوریه او نورو ځایونو کې د داعش له‌خوا د رامنځته شوي ګواښ تعقیب له ستونزو سره مخ شي.

د دغو چارواکو له ډلې څخه یوه یې زیاته کړې ده:« داعش ډله هغه ګواښ دی، چې موږ د بهرنیو عملیاتو له نظره یقیناً ورته اندېښمن یو.»

د نوموړي په خبره،«دا ډول ګواښ په بنسټیز ډول له هغه څه سره توپیر لري، چې موږ د سېپټمبر په یوولسمه له القاعدې څخه ولیدل.»

دغه امریکايي چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د فعالیتونو د کمېدو خبره کوي، چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې ویلي و چې داعش په افغانستان او سیمه کې تر ټولو جدي ترهګریز ګواښ په توګه خپلې عملیاتي وړتیاوې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د څارونکو د راپور له مخې. چې د زمري په ۲۳مه خپور شو، داعش جنګیالي اوس‌مهال په افغانستان کې د تر ټولو جدي ترهګریز ګواښ سرچینه ده.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۳

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي

۴
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۵

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی