• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام لومړنیو سیالیو ته تمرین پیل کړ

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې خپل تمریناتي کمپ د ایران په مشهد ښار کې پیل کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرپاڼې له مخې، د دغې روزنیزې دورې موخه د اسیا د ملتونو جام په لومړنیو سیالیو کې د ګډون لپاره د ملي لوبډلې چمتو کول دي.

په دې پړاو کې افغانستان د سعودي عربستان، مکاو او اندونیزیا له لوبډلو سره په ګروپ کې دی.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ کال اسیايي فوټسال سیالیو په مقدماتي پړاو کې په دویم ګروپ کې د سعودي عربستان، اندونیزیا او ماکایو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

د اسيايي فوټسال سياليو په لومړي پړاو کې ټولټال ۳۱ لوبډلې برخه لري، چې په اوو ګروپونو کې څلور لوبډلې او يو ګروپ درې لوبډلې سیالي کوي.

د سیالۍ د لومړني پړاو ګروپي کول:

لومړۍ ډله: تایلنډ، ترکمنستان، هانګ کانګ او چین

دویمه ډله: اندونیزیا، سعودي عربستان، افغانستان او مکاو

دریمه ډله: ایران، لبنان، قرغزستان او مالدیف

څلورمه ډله: ویتنام، جنوبي کوریا، نیپال او منګولیا

پنځمه ډله: تاجکستان، میانمار، فلسطین او هند

شپږمه ډله: کویت، بحرین، ختیځ تیمور او برونای

اوومه ډله: ازبکستان، عراق، مالیزیا او کمبوډیا

اتمه ډله: جاپان، چین تایپه او استرالیا

د مخکې اعلان شوي مهالویش له مخې به د دغو سیالیو لومړی ګروپ په تایلینډ، دویم ګروپ په اندونیزیا، دریم ګروپ په قرغزستان، څلورم ګروپ په منګولیا، پنځم ګروپ په تاجکستان، شپږم ګروپ به په بحرین کې ترسره شي. اووم ګروپ په ازبکستان کې او اتم ګروپ به په چین تایپه کې لوبې وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د پارلمان استازې: د پریاني د نه خوړو اعتصاب د افغان مېرمنو ناوړه حالت ښيي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د جرمني د پارلمان افغان توکمه غړې شاهینه ګمبیر په کولن ښار کې د تمنا پریاني د نه خوړو اعتصاب د «یوه قوي اعتراض وسیله» وباله. په پارلمان کې د زرغون ګوند دې استازې وویل، د دې وسیلې انتخاب ښيي په افغانستان کې د ښځو وضعیت څومره کړکیچن دی.

دغې افغان توکمه جرمن سیاستواله د یک شنبې په ورځ د - سنبلې په ۱۹مه -په خپل پخواني ټویټر یا اوسنۍ ایکس شبکه کې لیکلي: «په کولن ښار کې د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو ډراماتيک وضعیت ته د پام اړولو لپاره د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی. "

شاهینه ګمبیر په ۱۹۹۱ کال کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې زېږېدلې ده. خو هغه د جرمني په لیندورست کې لویه شوې او په ۲۰۱۵ کال کې د دغه هیواد له زرغون ګوند سره یوځای شوې ده.

مېرمن ګمبیر د ۲۰۲۱ کال په فدرالي ټاکنو کې د زرغون ګوند د استازې په توګه د جرمني پارلمان یا بوندستاګ ته داخله شوه.

شاهینه ګمبیر د جرمني په پارلمان کې د افغان الاصله لومړنۍ استازې په توګه یادیږي.

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جمعې په ورځ د سپټمبر له لومړۍ نیټې راهیسېد نه خوړو اعتصاب سره د جرمني له پارلمان او ملګرو ملتونو څخه غواړي د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسميت وپيژني.

په دې اعتراض کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پرياني سره ملتيا کوي.

تر اوسه پورې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت استازې او د دغه هيواد د پارلمان مرستيال په کولن ښار کې د اعتراض په خيمه کې له ميرمن پرياني سره ليدلي دي.

د جرمني د حکومت دغو استازو د تمنا زریاب پریاني د نه خوړو د اعتصاب د پای ته رسیدو غوښتن وکړه او هغې ته یې د هیواد په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

همدارنګه مېرمن پریاني افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هغې ته ټیلیفون کړی دی.

معصوم ستانګزی: د پاکستان جمعیت علما ګوند طالبانو ته ویلي نجونو ته د زدکړو اجازه مه ور کوئ

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د تیر حکومت د سولې خبرو د ټیم مشر معصوم ستانکزي ادعا کړې، چي د پاکستان د جمیعت علما ګوند یوه پلاوي کابل او کندهار ته سفر کړی او طالب چارواکو ته یې ویلي، که ښځو ته د زدکړو اجازه ور کړي «تباه او برباد» به شي.

ښاغلي ستانګزي ویلي، په دغه پلاوي کې د پاکستان د جمیعت علما اسلام ګوند درې غړي شامل و، چې مشري يې د دغه ګوند لوړ پوړي غړي صلاح الدین ایوبي کوله.

معوصوم ستانګزي دا نه دي ویلي چې دغه پلاوي کله سفر درلود او له کومو طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د پخواني حکومت دغه چارواکی وايي، افغانستان ته د پاکستان د جمیعت علمای پاکستان ګوند پلاوي سفر په داسي حال کې دی چې د اسلامي نړۍ عالمانو د نجونو د زدکړو په اړه طالبانو ته د قناعت ورکولو لپاره افغانستان ته تللي وو.

معصوم ستانکزي د یکشنبې په ورځ د وږي ۱۹مه په ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې کله د اسلامي نړۍ د عالمانو یوه ډله افغانستان ته راغله چې طالبان قانع کړي چې نجونو ته د اسلامي اصولو له مخې د زدکړو اجازه ورکړي: «د مولانا فضل الرحمن د ګوند یو درې کسییز پلاوی د مولوي صلاح الدین ایوبي په مشرۍپه همدې ورځ کابل او کندهار ته سفرونه وکړل او د طالبانو مشرانو ته یې مشوره ورکړه چې که ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي، دوی به تباه شي.»

ښاغلي ستانکزی وآيي: "دا منافقت باید ودرول شي."

د پاکستان د جمیعت علمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن د «طالبانو» معنوي پلار بلل کیږي.

د طالبانو تر واکمېدو مخکې او وروسته د دغې ډلې په ملاتړ د نوموړي څرګندونې تل له غبرګون سره مخ شوې دي. دغه ګوند په پاکستان کې په ټاکنو، ډیموکراسی، د ښځو پر کار او زدکړو باور لري.

د اسلامي همکاريو د سازمان يو پلاوى د وږي په نهمه افغانستان ته تللی او هلته يې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير اميرخان متقي او د ریس الوزرا د لومړي مرستيال مولوي عبدالکبير په ګډون له يو شمېر طالب چارواکو سره وليدل.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پلاوي د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو حبیب الله اغا او ندا محمد ندیم سره هم وکتل. دغه سازمان د دغې غونډې په اړه په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو ټينګار وکړ، چې د علماوو په اجماع سره د اسلام له نظره د نارينه او ښځو لپاره زدکړې فرض دي.

څه باندې ۷۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

همدارنګه دغې ډلې پوهنتون او د لوړو زدکړو موسسو ته له تګ څخه نجونې منع کړې دي.

د برازیل ولسمشر: پوتین دې په ریو کې د جي ۲۰ راتلونکې غونډه کې په ډاډه زړه ګډون وکړي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د برازیل ولسمشر لولا ډسیلوا وايي، که پوتین په ریو کې د جی ۲۰ په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي، هغه به ونه نیول شي. تېر کال د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو په تور د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د نیولو امر وکړ.

لولا ډسیلوا د شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د جی شل غونډې په څنډه کې وویل چې ولادیمیر پوتین ته به د دې ډلې راتلونکې غونډې کې بلنه ورکړل شي.

لولا ډسیلوا زیاته کړه چې هغه هم په پام کې لري چې د بریکس په غونډه کې ګډون وکړي، چې په روسیه کې د جی شل تر غونډې مخکې جوړېږي.

هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې پوتین په اسانۍ سره برازیل ته تللی شي. زه تاسو ته ویلی شم چې که زه ولسمشر و اوسم او هغه برازیل ته راشي نو داسې هیڅ لاره نشته چې د روسیې ولسمشر ونیول شي.»

د جی شل هېوادونو د ډلې بله غونډه به د راتلونکي کال په جولای میاشت کې د برازیل په ریو ښار کې جوړه شي.

تېر کال د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې ولسمشر پوتین په بې قانوني او په زوره له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د لېږدولو په تور په جنګي جرمونو تورن او د هغه د د نیولو حکم یې صادر کړ.

هغه هیوادونه چې د روم اساسنامه یې لاسلیک کړې وي باید د نړیوالې جنایي محکمې حکم تعقیب کړي. خو په دغو هیوادونو کې امریکا، چین او هند شامل نه دي.

د جی شل هیوادونو ډلې غونډه پرون د وږي په ۱۸ مه په نوي ډیلي کې پیل شوه او نن به هم دوام وکړي.

د روسیې او چین ولسمشرانو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

میانمار له روسیې څخه دوه سوخو ۳۰ ډوله جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د میانمار د سوداګرۍ وزیر چارلي تان وايي، دغه هېواد د روسیې د دوو سوخو ۳۰ جنګي جټ الوتکو لومړۍ چوپه ترلاسه کړه. روسیې او میانمار د شپږو سوخو ۳۰ اېس اېم اس ډوله جنګي جټ الوتکو د معاملې تړون د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې لاسلیک کړ.

د میانمار د سوداګرۍ وزیر د یکشنبې په ورځ د روسیې په ولادیوستوک بندر کې د ختیځ اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې ریانووستی اژانس ته د الوتکو د لېږد په هکله خبره کړې ده.

د روسیې د دولتي کنټرول لاندې د وسلو صادرونکي روسوبورون په وینا، سوخو ۳۰ اېس اېم اېس ډوله جنګي جټ الوتکه د دښمن هوايي اهداف په نښه کولو، هوايي څار او د پیلوټ د روزنې لپاره ډیزاین شوې ده.

د میانمار د سوداګر وزیر د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس ته وویل چې په ختیځ اقتصادي فورم کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاحت د پراختیا په ګډون یو شمیر دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

د روسیې دفاع وزارت د رویټرز د غوښتنې سره سره د دې راپور په اړه کوم غبرګون ونښود.

د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې د میانمار له پوځي واکمنانو سره د روسیې ملاتړ ورته د منلو نه دی او د وسلو استول د جګړې اور ته لمن وهي چې دغه هېواد یې په ناورین بدل کړی دی.

د روسیې د دفاع وزیر او لوړپوړي ډیپلوماټ میانمار ته په داسې حال کې سفر کړی، چې د جنتا مشر مین انګ هیلینګ له ۲۰۲۱ کال راهیسې څو ځلې روسیې ته تللی او دغه هېواد افتخاري دوکتورا ورکړې ده.

ملګري ملتونه: په افغانستان او سیمه کې د شیشې قاچاق ډېر شوی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۲ GMT+۱

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له خوا پر نشيه یي توکو له بندیز وروسته د هیرویینو قاچاق کم خو په افغانستان او سیمه کې د شیشې یا میتامفتامین قاچاق او تجارت ډېر شوی دی. د ملګرو ملتونو د جرمونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر دا خبره د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې کړې ده.

د دې ادارې مشر غاده ویلي وايي: په افغانستان او سیمه کې د شیشې د قاچاق زیاتوالی د بې قانونه نشه يي توکو په بازار کې پام وړ بدلون ښيي او زموږ سملاسي پاملرنه غواړي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ترلاسه کړ، د ۲۰۲۲ اپریلکې یې په افغانستان کې چې د نړۍ د تریاکو يي توکو اصلي تولیدوونکی دی، د نشه يي توکو پر تولید بندیز ولګاوه.

طالب چارواکي وايي امنیتي ځواکونه یې د کوکنارو د کر مخه نیسي او حاصلات یې له منځه وړي.

تر ۲۰۲۱ کال په پنځو کلونو کې په افغانستان کې د شیشې نیول ۱۲ برابره شوی دی.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د ایران او پاکستان په څېر هېوادونو کې هم دا نشه يي مواد ډېر ضبط شوي دي.

د فرانسې او اسټرالیا په څېر خورا لرې هېوادونو هم ویلي داسې شیشه یې نیولې چې ښايي سرچینه یې افغانستان وي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ډېری شیشه د زوکام او والګي په څېر دارو درملو له لومړنیو توکو جوړ شوي دي.

په افغانستان د داسې بوټي کور دی چې د شیشې یا میتامفتامین جوړولو کې کارېدلی شي، خو ملګري ملتونه وايي، چې د دې نشه يي توکي تولید یوازې پر دې بوټي هم ولاړ نه دی.