• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین: روسیې بیا پر کیف په ایرانیو بې پیلوټه الوتکو سره برید کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په سهار پر کیف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د برید خبر ور کړ او ویې ویل دا ۲۶ الوتکې یې له منځه وړې چې ګومان کیږي د ایران له خوا جوړې شوې وې. د اوکرایین هوايي ځواک ویلي په برید کې ۳۳ بې پیلوټه الوتکو برخه درلوده.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ -د سنبلې ۱۹مه - سهار شاوخوا دوه ساعته د اوکراین په پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ښار په څو سیمو کې ځینې ودانۍ نړېدلې، خو په دغو بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه خبری اژانس د عینی شاهدانو په حواله په کیف کې د لږ تر لږه پنځو چاودنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د شپې اسمان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله روښانه شو او له ودانیو لوګي پورته شول.

د کیف ښاروال ویتالي کلیتشکو هم ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکو ځینې برخې په پنځو بېلابېلو سیمو کې غورځېدلې، خو په بریدونو کې یوازې یو کس ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې د دغو شپنیو بریدونو په پایله کې یوه د نامعلومو بېخ بنسټو ودانۍ او اته د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

روسیې تر اوسه د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه هېواد پر اوکراین د خپل ۱۸ میاشتني یرغل په ترڅ کې د دغه هېواد پر ګڼ مېشتو مرکزونو او د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په لرې ځایونو کې منظم هوايي بریدونه کړي دي.

اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د اکراین په ختیځ ښار کوستیانتینیوکا کې د روسیې په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د روسیې نوي بریدونه په داسې حال شوي چې د اوکراین پوځ او یو شمیر امریکايي چارواکو تر دې مخکې د روسیې د اسلامي جمهوریت د پوځي ملاتړ او د اوکراین پر خاورې د حملې لپاره د بې پیلوټه الوتکو د استولو خبرداری ورکړی و.

د سې شنبې په ورځ سهار د اوکراين هوايي ځواک اعلان وکړ چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيسټم له ۲۵ ايراني بې پيلوټه الوتکو څخه ۲۲ يې ويشتلي چې د اوديسا پر جنوبي سيمو د روسيې په بريد کې کارول شوي وو.

د اوکراین د چارواکو په وینا، ډیری دا بریدونه د کریمیا په ټاپو وزمه کې د روسیې له پوځي اډو څخه د ایراني بې پیلوټه الوتکو "شاهد ۱۳۱ او شاهد ۱۳۶" په کارولو سره ترسره کیږي.

د روان کال د جوزا میاشتې په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت مسکو ته د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د فابریکې جوړولو اړین وسایل برابر کړي دي او روسیه کولای شي چې د راتلونکي کال په لومړیو کې ډرون الوتکې تولید کړي.

هغه همداراز دې ته په اشارې سره چې د ایران او روسیې پوځی ملاتړ له دواړو خواوو څخه روان دی، یادونه وکړه چې ایران له روسیې څخه د هیلی کوپټرو او رادارو په شمول د ملیاردونو ډالرو پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

امريکا، بريتانيا، اروپايي اتحاديه، استراليا او نيوزيلنډ د اوکراین پرضد روسیې ته د ډرون ور کولو له امله پر ايران اسلامي جمهوريت ځینې بندیزونه لګولي دي.

خو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره خپلې پوځي مرستې ردوي.

له بلې خوا، په کریمیا کې د ایران د پوځي سلاکارانو د شتون په اړه بیلابیل راپورونه شته چې روسي ځواکونو ته د اوکراین په برید کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو څرنګوالی ښيي. همدارنګه د اسلامي جمهوریت د دې احتمالي پریکړې خبره هم کېږي چې چې په کریمیا کې د ډرون تولید لاین جوړوي او مسکو ته بالستیک توغندي ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې مشر: په تېرو ۴۴ کلونو کې بهرنیانو افغانستان وران کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې مشر ملا عبدالباقي حقاني وايي، چې په تېرو ۴۴ کلونو کې "بهرنیانو" افغانستان وران کړی او هغوی د دغه هېواد د جوړېدو هېڅ ډول تکل نه لاره.

نوموړي نن یکشنبه (د وږي ۱۹مه) په کانکور ازموینه کې د ممتازو ۲۵ بریالیو نوماندانو په ستاینغونډه کې په افغانستان کې د عصري علومو اړتیا هم یاده کړه.

حقاني په کانکور ازموینه کې له بریالیو نوماندانو وغوښتل چې بهرنیو پوهنتونونو ته دې د زده کړو لپاره په خپل سر نه ورځي؛ بلکې په افغانستان کې دې زده کړې وکړي.

هغه په مستقیم ډول د کوم چا نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه:” دې وطن کې داسې خلک هم وو، چې په فاسد نیت یې زده کړې کړې وې او داسې هم وو چې د وطن د خیر لپاره یې زده کړې کړې وې”.

د نوموړي په خبره چې د ملګرو ملتونو د ادارې په ګډون یې لسګونو بهرینو هېوادونو ته ویلي، چې د افغانستان ځوانان د زده کړو لپاره بهر واستوئ، خو هیچا ورته ځواب نه دی ورکړی.

حقاني دا خبرې په داسې مهال کوي، چې لا هم په افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار بندیز دوام لري.

نړۍوالې ټولنې بار- بار له طالبانو غوښتي، چې د مېرمنو پر وړاندې له سخت چلنده لاس واخلي؛ مګر طالبان دا خپله داخلي مساله ګڼي.

ایټالیا چین ته له «یوه لار یو کمربند» پروژې نه د وتلو خبر ور کړ

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۳ GMT+۱

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلاني چینايي سیال ته ویلي چې هېواد یې له یوه لار یو کمربند پروژې نه د وتلو پلان لري. د ایټالیايي رسنیو د راپور له مخې، نوموړې دا خبره په جي شل سرمشریزه کې لي کیانګ ته پرون په نوي ډېلي کې کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، روم غواړي دې پرېکړې ته د بېجينګ د هر ډول غبرګون کمولو لپاره، د بديل په توګه له چين سره د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا په موخه د ستراتيژيکو همکاريو تړون بيا ژوندي کړي، چې اول ځل په ۲۰۰۴ کې لاسليک شوی و.

ایټالیا د جي اوه ډلې یوازنی غړی دی چې له چین سره یې د یوه لار یو کمربند پروژه لاسلیک کړې ده.

دا پروژه د ورېښو لار بیا ژوندي کولو او له لوېدیځ سره د چین د نښلولو په هیله پیل شوې ده.

د ایټالیا کاریر ډیلا سیرا ورځپاڼه د یکشنبې ورځې په ګڼه کې لیکي: «لومړۍ وزیرې میلاني خپل سیال له دې پروژې د وتلو په هوډ خبر کړ. خو لومړي وزیر لي هم وروستۍ هڅه کړې چې ایټالویان پر دغه پرېکړه بیا فکر وکړي.»

ایټالوي سیاستوال د یوه لار یو کمربند تړون پر ارزښت نیوکې لري چې پر ۲۰۱۹ کال په تېر حکومت کې لاسلیک شوی او د چین د نفوذ زیاتېدو د اندېښنې له امله د روم او د لوېدیځو ملګرو ترمنځ د درز سبب شوی دی.

ایټالوي رسنیو ویلي، د دغه هېواد چارواکو چینایانو ته دا هم ویلي چې دا نوې پرېکړه یې د امریکا په غوښتنه نه ده کړې.

ایټالیا راتلونکی کال د جي اوه پړاویزه مشري کوي او له چین سره پر اړیکو غور به یې لوېدیز ملګري خوشال کړي.

د ایټالیا د لومړۍ وزیرې دفتر له یوه لار یو کمربند پروژې د وتلو پرېکړې ته له اشارې پرته وايي:«مېرمن میلاني او ښاغلي لي د شنبې په ورځ په نوي ډېلي کې د جي شل سرمشریزې په اوږدو کې د خپلمنځي اړیکو پر ژورتیا خبرې وکړې.»

دغه دفتر خپل بیان کې لیکي، د ایټالیا او چین نړیواله ستراتیژیکه همکاري راتلونکی کال شل کلنه کېږي او دا به په هبره برخه کې د همکارۍ او ملګرتیا د پرمختګ لپاره څراغ وي.

د برازیل ولسمشر: پوتین دې په ریو کې د جي ۲۰ راتلونکې غونډه کې په ډاډه زړه ګډون وکړي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د برازیل ولسمشر لولا ډسیلوا وايي، که پوتین په ریو کې د جی ۲۰ په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي، هغه به ونه نیول شي. تېر کال د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو په تور د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د نیولو امر وکړ.

لولا ډسیلوا د شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د جی شل غونډې په څنډه کې وویل چې ولادیمیر پوتین ته به د دې ډلې راتلونکې غونډې کې بلنه ورکړل شي.

لولا ډسیلوا زیاته کړه چې هغه هم په پام کې لري چې د بریکس په غونډه کې ګډون وکړي، چې په روسیه کې د جی شل تر غونډې مخکې جوړېږي.

هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې پوتین په اسانۍ سره برازیل ته تللی شي. زه تاسو ته ویلی شم چې که زه ولسمشر و اوسم او هغه برازیل ته راشي نو داسې هیڅ لاره نشته چې د روسیې ولسمشر ونیول شي.»

د جی شل هېوادونو د ډلې بله غونډه به د راتلونکي کال په جولای میاشت کې د برازیل په ریو ښار کې جوړه شي.

تېر کال د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې ولسمشر پوتین په بې قانوني او په زوره له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د لېږدولو په تور په جنګي جرمونو تورن او د هغه د د نیولو حکم یې صادر کړ.

هغه هیوادونه چې د روم اساسنامه یې لاسلیک کړې وي باید د نړیوالې جنایي محکمې حکم تعقیب کړي. خو په دغو هیوادونو کې امریکا، چین او هند شامل نه دي.

د جی شل هیوادونو ډلې غونډه پرون د وږي په ۱۸ مه په نوي ډیلي کې پیل شوه او نن به هم دوام وکړي.

د روسیې او چین ولسمشرانو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

میانمار له روسیې څخه دوه سوخو ۳۰ ډوله جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د میانمار د سوداګرۍ وزیر چارلي تان وايي، دغه هېواد د روسیې د دوو سوخو ۳۰ جنګي جټ الوتکو لومړۍ چوپه ترلاسه کړه. روسیې او میانمار د شپږو سوخو ۳۰ اېس اېم اس ډوله جنګي جټ الوتکو د معاملې تړون د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې لاسلیک کړ.

د میانمار د سوداګرۍ وزیر د یکشنبې په ورځ د روسیې په ولادیوستوک بندر کې د ختیځ اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې ریانووستی اژانس ته د الوتکو د لېږد په هکله خبره کړې ده.

د روسیې د دولتي کنټرول لاندې د وسلو صادرونکي روسوبورون په وینا، سوخو ۳۰ اېس اېم اېس ډوله جنګي جټ الوتکه د دښمن هوايي اهداف په نښه کولو، هوايي څار او د پیلوټ د روزنې لپاره ډیزاین شوې ده.

د میانمار د سوداګر وزیر د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس ته وویل چې په ختیځ اقتصادي فورم کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاحت د پراختیا په ګډون یو شمیر دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

د روسیې دفاع وزارت د رویټرز د غوښتنې سره سره د دې راپور په اړه کوم غبرګون ونښود.

د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې د میانمار له پوځي واکمنانو سره د روسیې ملاتړ ورته د منلو نه دی او د وسلو استول د جګړې اور ته لمن وهي چې دغه هېواد یې په ناورین بدل کړی دی.

د روسیې د دفاع وزیر او لوړپوړي ډیپلوماټ میانمار ته په داسې حال کې سفر کړی، چې د جنتا مشر مین انګ هیلینګ له ۲۰۲۱ کال راهیسې څو ځلې روسیې ته تللی او دغه هېواد افتخاري دوکتورا ورکړې ده.

د مهسا امیني تلین؛ د ایران په ښارونو کې د کنټرول او امنیتي پوستو د جوړولو راپورونه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۴ GMT+۱

د مهسا امنیي د مړینې لومړي تلین په مناسبت د ایران انټرنشنل له لوري د تر لاسه شويو راپورونو له مخې د دغه هیواد په ښارونو کې شپنۍ امنیتي ګزمي او پوستې ډيرې شوې. همهاله ایراني لاریون کوونکو د وږي په ۲۵مه د لاریون کولو ګڼې بلنې هم خپرې کړې دي.

د راپورونو له مخې ایران د دولتې ودانیو د ساتنې په ګډون کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

یوه ایرانۍ کردۍ نجلۍ د مهسا امیني په نوم تیر کال د وږي په ۲۵مه نیټه د ایران په پلازمېنه تهران کې د ارشاد د پولیسو په بند کې ووژل شوه.

له دې پیښې وروسته د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت او د اجباري حجاب د قوانینو پر ضد پراخ ولسي لاریونونه پیل شول او څو میاشتې یې دوام وکړ.

د معلوماتو له مخې د مهسا امیني د مړينې د تلین په مناسبت ایراني چارواکو د دولتي ودانیو امنیت ساتل زیات کړي دي.

د ایران انټرنشنل د لیدونکو ثبوتونو ته په کتو د امنیتي پولیسو پراخ شتون او له عسکري دریشۍ پرته د امنیتي موټرسایکل سپرو کسانو ګزمو ته اشاره شوې.

د راپورونو له مخې د مهسا امیني د مړینې د تلین په مناسبت د ایران حکومت د ښارونو په لویو لارو کې د ګڼو لوحو په لګولو سره د حجاب د لرې کولو پر ضد د لاریون او ګډوډیو رامنځته کوونکو ته د سختې سزا یادونې کړې.

له څو میاشتو راهیسې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د ایرانیانو د پاڅون د کلیزي په مناسبت له پراخو لاریونونو سره د مبارزې لپاره د چمتو والي په موخه بېلابېلې غونډې کړې دي.

د عدالت غوښتونکو د کورنیو او د سیاسي او مدني فعالانو نیول په تیرو اوونیو کې د ددغو غونډو د اجنډا په سر کې و.

د بشري حقونو د سازمان هینګاو په وینا، د روان کال له پیل راهیسې په بېلابېلو ښارونو کې د ۹ تنه ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي، د عدالت غوښتونکو کورنیو لږ تر لږه ۷۰ غړي نیول شوي دي.

همداراز د ایران انټرنشنل رسنۍ د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د مهسا امنیني د وژل کیدو د تلین او انقلابي پاڅون د پیل په مناسبت، د ایران امنیتي ادارو د تیر کال له لاریونونو او اعتراضونو څخه یو شمیر بندیان بیا ور غوښتي، او له دوی ژمنې اخیستل شوې چي د وږي په وروستۍ اوونۍ کې به له خپلو کورونو نه وځي.

شهزاده رضا پهلوي د مها امنیتي د وژني د لومړی کلیزي په مناسبت یوه ویډیويي وینا کې پر ایرانیانو غږ کړی چې متحد شي او د ملي انقلاب نوې څپه پیل کړي. هغه "مشروع دفاع" د خلکو ښکاره حق وباله او د ایران د ولس په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د مسؤلیت په اړه یې د جبر وسیلې ته خبرداری ورکړ.

همدارنګه د کردانو شپږو سیاسي ګوندونو د وږي د میاشتې ۲۵ نیټه په ټول کردستان کې د عمومي اعتصاب د ورځې په توګه اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې په دې ورځ به ټول دوکانونه، بازارونه او دفترونه تړلي وي.

په دې وروستیو کې دپي ایس ۷۵۲ الوتنې د قربانیانو د کورنیو ټولنې د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه د یوې نړیوالې غونډې جوړیدوغږ وکړ او په بهر کې له ایرانیانو یې وغوښتل چې د مهسا امیني د مړینې د لومړي تلین په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واټونو ته راووځي.