• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معصوم ستانګزی: د پاکستان جمعیت علما ګوند طالبانو ته ویلي نجونو ته د زدکړو اجازه مه ور کوئ

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د تیر حکومت د سولې خبرو د ټیم مشر معصوم ستانکزي ادعا کړې، چي د پاکستان د جمیعت علما ګوند یوه پلاوي کابل او کندهار ته سفر کړی او طالب چارواکو ته یې ویلي، که ښځو ته د زدکړو اجازه ور کړي «تباه او برباد» به شي.

ښاغلي ستانګزي ویلي، په دغه پلاوي کې د پاکستان د جمیعت علما اسلام ګوند درې غړي شامل و، چې مشري يې د دغه ګوند لوړ پوړي غړي صلاح الدین ایوبي کوله.

معوصوم ستانګزي دا نه دي ویلي چې دغه پلاوي کله سفر درلود او له کومو طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د پخواني حکومت دغه چارواکی وايي، افغانستان ته د پاکستان د جمیعت علمای پاکستان ګوند پلاوي سفر په داسي حال کې دی چې د اسلامي نړۍ عالمانو د نجونو د زدکړو په اړه طالبانو ته د قناعت ورکولو لپاره افغانستان ته تللي وو.

معصوم ستانکزي د یکشنبې په ورځ د وږي ۱۹مه په ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې کله د اسلامي نړۍ د عالمانو یوه ډله افغانستان ته راغله چې طالبان قانع کړي چې نجونو ته د اسلامي اصولو له مخې د زدکړو اجازه ورکړي: «د مولانا فضل الرحمن د ګوند یو درې کسییز پلاوی د مولوي صلاح الدین ایوبي په مشرۍپه همدې ورځ کابل او کندهار ته سفرونه وکړل او د طالبانو مشرانو ته یې مشوره ورکړه چې که ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي، دوی به تباه شي.»

ښاغلي ستانکزی وآيي: "دا منافقت باید ودرول شي."

د پاکستان د جمیعت علمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن د «طالبانو» معنوي پلار بلل کیږي.

د طالبانو تر واکمېدو مخکې او وروسته د دغې ډلې په ملاتړ د نوموړي څرګندونې تل له غبرګون سره مخ شوې دي. دغه ګوند په پاکستان کې په ټاکنو، ډیموکراسی، د ښځو پر کار او زدکړو باور لري.

د اسلامي همکاريو د سازمان يو پلاوى د وږي په نهمه افغانستان ته تللی او هلته يې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير اميرخان متقي او د ریس الوزرا د لومړي مرستيال مولوي عبدالکبير په ګډون له يو شمېر طالب چارواکو سره وليدل.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پلاوي د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو حبیب الله اغا او ندا محمد ندیم سره هم وکتل. دغه سازمان د دغې غونډې په اړه په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو ټينګار وکړ، چې د علماوو په اجماع سره د اسلام له نظره د نارينه او ښځو لپاره زدکړې فرض دي.

څه باندې ۷۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

همدارنګه دغې ډلې پوهنتون او د لوړو زدکړو موسسو ته له تګ څخه نجونې منع کړې دي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۵

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو