• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مهسا امیني تلین؛ د ایران په ښارونو کې د کنټرول او امنیتي پوستو د جوړولو راپورونه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د مهسا امنیي د مړینې لومړي تلین په مناسبت د ایران انټرنشنل له لوري د تر لاسه شويو راپورونو له مخې د دغه هیواد په ښارونو کې شپنۍ امنیتي ګزمي او پوستې ډيرې شوې. همهاله ایراني لاریون کوونکو د وږي په ۲۵مه د لاریون کولو ګڼې بلنې هم خپرې کړې دي.

د راپورونو له مخې ایران د دولتې ودانیو د ساتنې په ګډون کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

یوه ایرانۍ کردۍ نجلۍ د مهسا امیني په نوم تیر کال د وږي په ۲۵مه نیټه د ایران په پلازمېنه تهران کې د ارشاد د پولیسو په بند کې ووژل شوه.

له دې پیښې وروسته د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت او د اجباري حجاب د قوانینو پر ضد پراخ ولسي لاریونونه پیل شول او څو میاشتې یې دوام وکړ.

د معلوماتو له مخې د مهسا امیني د مړينې د تلین په مناسبت ایراني چارواکو د دولتي ودانیو امنیت ساتل زیات کړي دي.

د ایران انټرنشنل د لیدونکو ثبوتونو ته په کتو د امنیتي پولیسو پراخ شتون او له عسکري دریشۍ پرته د امنیتي موټرسایکل سپرو کسانو ګزمو ته اشاره شوې.

د راپورونو له مخې د مهسا امیني د مړینې د تلین په مناسبت د ایران حکومت د ښارونو په لویو لارو کې د ګڼو لوحو په لګولو سره د حجاب د لرې کولو پر ضد د لاریون او ګډوډیو رامنځته کوونکو ته د سختې سزا یادونې کړې.

له څو میاشتو راهیسې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د ایرانیانو د پاڅون د کلیزي په مناسبت له پراخو لاریونونو سره د مبارزې لپاره د چمتو والي په موخه بېلابېلې غونډې کړې دي.

د عدالت غوښتونکو د کورنیو او د سیاسي او مدني فعالانو نیول په تیرو اوونیو کې د ددغو غونډو د اجنډا په سر کې و.

د بشري حقونو د سازمان هینګاو په وینا، د روان کال له پیل راهیسې په بېلابېلو ښارونو کې د ۹ تنه ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي، د عدالت غوښتونکو کورنیو لږ تر لږه ۷۰ غړي نیول شوي دي.

همداراز د ایران انټرنشنل رسنۍ د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د مهسا امنیني د وژل کیدو د تلین او انقلابي پاڅون د پیل په مناسبت، د ایران امنیتي ادارو د تیر کال له لاریونونو او اعتراضونو څخه یو شمیر بندیان بیا ور غوښتي، او له دوی ژمنې اخیستل شوې چي د وږي په وروستۍ اوونۍ کې به له خپلو کورونو نه وځي.

شهزاده رضا پهلوي د مها امنیتي د وژني د لومړی کلیزي په مناسبت یوه ویډیويي وینا کې پر ایرانیانو غږ کړی چې متحد شي او د ملي انقلاب نوې څپه پیل کړي. هغه "مشروع دفاع" د خلکو ښکاره حق وباله او د ایران د ولس په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د مسؤلیت په اړه یې د جبر وسیلې ته خبرداری ورکړ.

همدارنګه د کردانو شپږو سیاسي ګوندونو د وږي د میاشتې ۲۵ نیټه په ټول کردستان کې د عمومي اعتصاب د ورځې په توګه اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې په دې ورځ به ټول دوکانونه، بازارونه او دفترونه تړلي وي.

په دې وروستیو کې دپي ایس ۷۵۲ الوتنې د قربانیانو د کورنیو ټولنې د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه د یوې نړیوالې غونډې جوړیدوغږ وکړ او په بهر کې له ایرانیانو یې وغوښتل چې د مهسا امیني د مړینې د لومړي تلین په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واټونو ته راووځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په مراکش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ واوښت

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د مراکش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شنبې ورځې په زلزله کې د مړو شمېر دوه زره او ۱۵ تنو ته لوړ شوی او دوه زره ۵۹ نور ټپیان شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۰ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

دغه زلزله په مراکش کې په تېرو شپږو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.

په زرګونو مراکشیان چې د زلزلې له امله بې کوره شوي وو د شنبې شپه يې (د وږې ۱۸مه) بهر تیره کړه.

د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې زلزلې وروسته د مراکش شاهي محکمې درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړ.

په سلګونو مراکشيان وايي چې نه دوی ته کورونه ور پاتې دي او نه د خوړلو لپاره څه لري.

په ډیرو سیمو کې د ژغورنې ډلو هڅې د زیاتو ودانیو د را غورځېدو او د ترانسپورټي لارو د بندیدو له امله ناکامې شوې دي.

په هند کې د سینما نندارې؛ جوان د پټان ریکارډ مات کړ

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د شاه رخ رخان جوان فلم د نندارې په لومړی ورځ د هند په سینما کې تاریخ جوړ کړ. د بالیووډ د مشهور اداکار شاه رخ خان جوان فلم درې ورځې وړاندې په نړیواله کچه په سیمناګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، د شاه رخ خان جوان فلم د نندارې په لومړۍ ورځ، هند کې ۷۵ کړوړه هندۍ روپۍ ګټلې دي، نو په دې سره د شاه رخ خان جوان فلم د نوموړي د پټان فلم هغه ریکارډ مات کړ چې د نندارې په لومړۍ ورځ يې۷۰ کړوړه هندۍ روپۍ ګټلې وې.

جوان فلم د نندارې په دویمه ورځ د هند په سینماګانو کې پنځوس کړوړه روپۍ وګټلې چې په دې سره يې دوه ورځنۍ ګټه ټولټال ۱۲۵ کړوړه هندۍ روپۍ شوې. او د هند د سینما په تاریخ کې تر دې مهاله هیڅ فلم په دوه ورځو کې دومره پیسې نه دي ګټلې.

د شاه رخ خان دغه فلم د نندارې په دریمه ورځ ۶۵ کروړه هندۍ روپۍ وګټلې، چې د جوان فلم د دریو ورځو نندارې ګټه ۱۹۰ کروړه هندۍ روپۍ شوې.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د شاه رخ خان جوان فلم، د نوموړي د پټان فلم په ګډون، د ګدر ۲، باهوبلې ۲ او کنکلوژن په څېر بریالي او د ډیرو پیسو ګټونکو ټولو فلمونو ریکارډونه مات کړل چې په دي سره د بالیووډ ستوري شاه رخ خان جوان فلم د هند سیمنا په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

د یاد فلم پروډیوسره د شاه رخ خان میرمن ګوري خان ده، او د فلم لارښود د سویلي هند فلمي نړۍ مشهور لارښود ایټلي دی.

په دغه فلم کې د شاه رخ خان تر څنګ د هندي سینما مشهوره ممثله ډیپیکا پاډکون هم یو ځانګړی رول لوبولی دی. وجي سیتوپتي او نین تنارا دوه نور مشهور هندي ستوري هم په دغه فلم کې مرکزي رول لري.

ایراني رسنیو په پاریس کې د اسلامي جمهوریت پر سفارت د برید خبر ورکړ

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۹ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اسلامي جمهوریت پر سفارت د شنبې په ورځ «د وږي ۱۸مه» برید وشو چې په پایله کې یې د سفارت ودانۍ شاته دروازې اور اخیستی. تر اوسه د دغه برید په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورونو له مخې، نن سهار په پاریس کې د اسلامي جمهوریت پر سفارت برید شوی دی.

ويل کيږي چې ددغې پيښې په اړه څيړنې پيل شوې دي .

تر اوسه د فرانسې او اسلامي جمهوریت چارواکو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د هند، منځني ختیځ او اروپا ترمنځ اقتصادي دهلېز جوړېږي

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ سرمشریزه کې د هند، منځني ختیځ او اروپا ترمنځ د اقتصادي دهلېز د جوړېدو اعلان وکړ. د دې پروژې موخه د بریښنا او پاک هایدروجن د لیږد اسانتیا برابرول او د زیربناوو پراختیا ده.

محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) په ډېلي کې د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې وویل، چې دغه اقتصادي پروژه به د منځني ختیځ، اروپا او هندد زیربناوو په اقتصادي پراختیا په ځانګړې توګه د اورګاډي او د بندرونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.

د سعودي ولیعهد زیاته کړه، چې دا دهلیز به اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر کړي او د سوداګرۍ د تبادلې فرصت به هم زیات کړي.

د دې دهلیز په واسطه د نړۍ د انرژۍ د امنیت تامینول یو له بلې موضوع څخه ده چې د سعودي ولیعهد ورته اشاره کړې.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د لویو وچو په اوږدو کې د شنو دهلیزونو د جوړولو په چوکاټ کې یو تړون لاسلیک کړ.

د دې پروژې په نورو اهدافو کې د انرژۍ د امنیت ټینګول، د سوداګریزو راکړو ورکړو پیاوړتیا او د بندرونو او اورګاډي د نښلولو له لارې د مالونو لېږد زیاتول دي.

سعودي عربستان د دې پروژې په اړه د خبرو اترو په ملاتړ او اسانتیا کې د متحده ایالاتو د رول هرکلی وکړ.

جي شل په خپله اعلامیه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه وکړه

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د جي شل مشرانو په ډېلي کې د دې ډلې د سرمشریزې په پیل کې په داسې پاییزه اعلامیه موافقه کړې، چې پکې پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه شوې ده. خو په دې اعلاميه کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي، چې د ځمکې نيولو لپاره دې له زور کارولو ډډه وکړي.

د جي ۲۰ سرمشریزه چې د یکشنبې په ورځ به هم روانه وي، پر پاییزه اعلامیه یې توافق په داسې حال کې دی، چې غړي هېوادونه یې د اوکراین پر جګړه د نظر اختلاف لري.

په اعلامیه کې د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه د روسیې د تېري غندنه غواړي، خو نور هېوادونه د اقتصادي همکاریو په څېر مسایلو ته تمرکز کوي.

په دغه اعلامیه کې د جي ۲۰ مشرانو له اوکراین او روسیې غوښتي چې د غلې او سرې د خوندي انتقال لپاره د تور سمندرګي د غلې تړون عملي کړي.

مسکو په جولای میاشت کې د روسیې د غلو او سرې صادراتو په اړه د ورته تړون د نه پلي کیدو په اعتراض کې له دې تړون څخه ووت.

د ۲۰۲۲ میلادي کال په پیل کې پر اوکراین د روسیې برید د دې لامل شو چې لوېدیځ هېوادونه پر روسیې ځینې بندیزونه ولګوي. دغو بندیزونه کې د روسیې له بانکونو او شرکتونو څخه نیولې د تېلو په ګډون د دغه هېواد د ځینو توکو صادرات هم شامل دي.

خو د چین او هند په ګډون ګڼو هېوادونو د دغو بندیزونو پر وړاندې مقاومت کړی او له روسیې څخه تېل پېري.

د بندیزونو پر مسله سربېره، د اوکراین د لوېدیځو متحدینو د تمې برعکس، د چین په ګډون یوشمېر هېوادونو پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه کړې ده.

له سترو اقتصادي او ځواکمنو هېوادونو جوړه جي شل ډله اول ځل خپله سرمشریزه په هند کې کوی.