د ریس الوزرا مرستیال وايي، د رسنیو ازادي یوازې د طالبانو د مقرارتو په چوکاټ کې مني

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د رسنیو د سانسور او بندیزونو په اړه د نړیوالو سازمانونو نیوکو ته په ځواب کې ویلي د طالبانو په رژیم کې رسنۍ "آزادې" دي.

هغه وايي رسنۍ دې د دوی سپارښتنې مني بیا ستونزه نه ورسره لري.

هغه ټینګار وکړ چې دوی د رسنیو ازادي یوازې د "طالبانو" د اسلامي نظام او ملي ګټو په چوکاټ کې مني.

په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په افغانستان کې د رسنیو ناوړه حالت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د چنګاښ په ١٤مه، د خبريالانو نړيوال فدراسيون د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبريالانو ځورونه وغندله او د رسنيو د ټولو نيول شويو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې وکړ.

دغه فدراسیون وايي، په افغانستان کې د خبریالانو د نیول کېدو شمېر ډېر شوی دی.

د دغو نیوکو په غبرګون کې حنفي د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "دلته د مختلفو رسنیو مایکونه زموږ په مخ کې ایښودل شوي دي. ځينې وايي چې د مطبوعاتو ازادي دا او ها ده.موږ د طالبانو په اسلامي او نظامي چوکاټ کې چې زموږ ملي ګټي پکې وي د رسنیو او بیان ازادي سره ستونزه نه لرو."

طالبان او په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو اداره د کورنیو رسنیو د خبرونو په سانسور او د خبریالانو په ګواښلو او نیولو تورنه ده.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د رسنيو فعاليتونه پام وړ کم شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼو رسنیو خپل دفترونه راتړلي، خبریالان په خپلسري ډول نيول شوي، او ډیر شمېر خبریالان د دندو نشت له امله بې وزله شوي او ځينې هيواد پرېښدو ته اړ شوي.

نور خبرونه

رادیو