• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سفیره: د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې خپل یووالی وساتي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا سفیرې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. نوموړې ټینګار کړی، چې امریکا او د نړۍ هېوادونه به تر هغو طالبان په رسمیت ونه پېژني، چې خپلې افراطي تګلارې بدلې نه کړي.

هغې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د سیاستونو په اړه د خپلې اوسنۍ هوکړې په دوام او د اړیکو عادی کول باید د ډلې د چلند په بدلون پورې اړه ولری.

د ګڼو نورو هېوادونو د استازیو په څېر، مېشل ټېلور د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال، د افغانستان لپاره د دغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د څرګندونو ملاتړ وکړ.

ریچارډ بېنټ په ژنو کې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې ظالمانه دي.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د ښځو او نجونو حقونه محدودوي او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې تر پښو لاندې کوي.

د امریکا سفیرې په خپله وینا کې وویل، طالبان هڅه کوي چې ښځې په بشپړه توګه له عامه ډګره لرې کړي.

نوموړې د نورو حکومتونو له استازو هم وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې خپل یووالی وساتي او له دې ډلې وغواړي چې د ښځو او د افغان ټولنې د نورو برخو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

اغلې ټېلور د طالبانو د نوم له اخیستو پرته وویل، چې د پخواني افغان حکومت د غړیو د وژلو او ربړولو په اړه شته راپورونه سم دي او په دې هکله یې اندېښنه څرګنده کړه؛ خو طالبانو په ځلونو د پخوانيو عسکرو د وژلو او ربړولو په اړه د بشري حقونو د سازمان راپورونه رد کړي دي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله