• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ليبيا په ختيځ کې چارواکي: د سېلابونو له امله ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور تري تم دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د لیبیا په ختیځ کې چارواکو اعلان کړی، چې د ډرنا په ښار کې د توپان او سخت باران له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې کابو دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک شوي دي.

د ليبيا د ملي پوځ وياند احمد مسماري د دغه هېواد په ختيځ کې د لادرکه شويو کسانو شمېر تر شپږو زرو پورې اعلان کړى دى.

مسماري یوه ټلویزیوني خبري کنفرانس ته وویل، ناورین تر هغه وروسته رامنځته شو چې د ډرنا ښار پورتني بندونه مات شول او "ټول ګاونډ یې له اوسېدونکو سره سېند ته وغورځاوه."

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ په سیمه کې د سرې میاشتې د مرستندویه ډلې مشر ویلي و، چې په ډرنا کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنه دی او اټکل کېږي چې دغه شمېر ۲۵۰ ته ورسېږي.

په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال له ملي پاڅون وروسته، دغه هېواد له سیاسي پلوه په ختیځ او لویدیځو برخو وېشل شوی او ډېری وخت عامه خدمتونه هم په کې نه تر سترګو کېږي.

په طرابلېس کې په نړۍواله کچه پېژندل شوی حکومت د دغه هېواد په ختیځو سیمو کنټرول نه‌لري.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی