• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا پخوانی سفیر:د طالبانو واکمني بقاء نه‌لري، ځکه چې د افغانستان خلک دوی خپل نه‌ګڼي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۸ GMT+۱

په افغانستان کې د برېټانیا پخواني سفیر له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت به دوام ونه کړي، ځکه افغانان د طالبانو په هېنداره کې ځان نه ویني. نیکولاس کي ویلي، چې افغانستان به د یو بل ستر بدلون شاهد وي.

ښاغلي کي د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې هغه لاملونه یاد کړل، چې د طالبانو زیانمنتیا، کمزورتیا او انزوا ښيي.

هغه وویل: "طالبان باید مخکې له دې چې فکر وکړي د تل لپاره په واک کې پاتې کېږي، تاریخ، افغان ولس او نور سیمه‌ییز لوبغاړي دې وګوري."

د برېټانیا پخواني سفیر په تېرو پنځوسو کلونو کې د افغانستان تاریخ ته په اشارې سره وویل، چې لږ تر لږه اووه بېلابېل رژیمونه یې تجربه کړې دي.

دغه پخوانی بریټانوي چارواکی وايي، تاریخي شواهد ښيي چې افغانستان د یوه بل کړکېچن بدلون شاهد دی.

ښاغلي کي په نړۍواله ټولنه کې د طالبانو سیاسي انزوا، د طالبانو په منځ کې خپلمنځي اختلافات، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ترېنګلې اړیکې، د نړۍوالو مرستو کموالي او د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالي ته اشاره وکړه او د هغه په وینا، د طالبانو له سترګو یې خوب تښتولی دی.

دغه پخوانی برېټانوی چارواکی وايي، چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي او دا ډله د نړۍوالې انزوا له امله زیانمنه شوې ده.

هغه وویل، چې د طالبانو کمزورتیا به په افغانستان کې د پاڅون، بغاوت او د دغه رژیم د بې ثباتۍ لامل شي.

امریکا او طالبان

د نیکولاس کي په باور، امریکا او ملګرو یې د افغانستان کیلي طالبانو ته ورکړه.

هغه وویل، که امریکا او متحدینو یې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې وای او مالومات یې له هغوی سره شریک کړي وای، طالبان به هېڅکله بریالي شوي نه وای.

له دې سره نوموړی ادعا کوي، چې طالبان د امریکا، برېټانیا او سعودي عربستان له‌خوا جوړ شوي نه‌دي؛ بلکې د شواهدو او اسنادونو پر بنسټ د پاکستان د سیاسي نظام له‌خوا په جدي توګه د طالبانو ملاتړ شوی دی.

ښاغلي کي زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته سیاسی لېوالتیا نه درلوده او ووتله.

هغه وایي، د طالبانو د ادعا پر خلاف ، دغې ډلې له پوځي اړخه امریکا ته ماتې نه‌ده ورکړې، بلکې د دوی بریا ډیپلوماټیکه وه؛ خو نوموړي د افغانستان د پخواني حکومت دننه سیاسي رقابتونه، فساد او د ځان په ګټه سیاستونو ته هم اشاره وکړه، چې پخوانی افغان حکومت یې کمزوری کړ او واک ته د طالبانو د رسېدو لامل شو.

ښاغلي کي د امریکا راتلونکو ټاکنو او د افغانستان پر سیاسي راتلونکې یې اغیزو ته اشاره وکړه او ویې ویل، که ډونالډ ټرمپ بیا ځلې واک ته ورسیږي، واشنګټن به د افغانستان په اړه احتمالي "خطرناک سیاستونه" ولري.

داعش او القاعده

نیکولاس کي وايي، که څه هم د ۲۰۰۱ کال پرتله د القاعدې ډلې ګواښ کم شوی؛ خو دغه ګواښ صفر شوی نه‌دی.

هغه د امریکا د استخباراتو د سازمان وروستیو ارزونو ته په اشارې سره وویل، چې القاعده ډله افغانستان ته بیا ځلې راګرځېدلې ده.

ښاغلی کي وايي، القاعده ډله د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري او په وروستیو کلونو کې د دغو دوو ډلو نږدې‌والی نه دی بدل شوی؛ خو د دغه پخواني برېټانوي چارواکي په وینا اوس‌مهال داعش ډله د القاعدې پرتله ګواښ ګڼل کېږي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د داعش د فعالیت لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

له ګاونډیانو سره ترېنګلې اړیکې

نیکولاس کي له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو کړکېچنو اړیکو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې که څه هم د پاکستان له لوري د طالبانو جدي ملاتړ کېده؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترېنګلې شوې او طالبان باید پوه شي، چې دا موضوع د دوی لپاره څومره ګواښوونکې ده.

هغه وويل، چې طالبان د خپلو ځينو ګاونډيانو په اړه اندېښمن دي او له بلې خوا په پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو سره نږدې اړيکې لري.

ښاغلي کي په ډاګه کړه: "تاریخ ښیی، چې د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې د سیمې د هېوادونو رول خورا پیاوړی دی."

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۴

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۵

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا استازې: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۱
د برېتانیا استازې: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو
100%

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴ مه غونډه کې د برېتانیا استازې پر افغان ښځو د پراخو بندیزونو دوام د افسوس وړ وباله.

ریتا فرېنچ وویل: "موږ په خواشینۍ سره د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د ظلم او تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو."

په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د برېتانيا استازۍ د بشري حقونو د سرغړونو د قضيو په تړاو او ځانګړي ډول په افغانستان کې د پوهنې، کارموندنې او د ښځو د ازادۍ په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه وويل، چې دې چارې د ښځو پر ژوند - ژواک منفي اغېز ښیندلی دی.

په افغانستان کې د ارایشګاه ګانو تړل او د زرګونو ښځو د دندو له لاسه ورکول له نورو هغو مسايلو څخه دي، چې د برېتانيا له خوا د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ياد شوي دي.

دغه برېتانوي استازې طالبان مخاطب کړل او ویې ویل، چې دا ډله باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د "کار، ډوډۍ او عدالت" غوښتنې ته غوږ ونیسي.

"کار، ډوډۍ او عدالت" د افغان اعتراض کوونکو ښځو شعار و، چې په پرله پسې ډول یې په کابل او نورو ښارونو کې په خپلو مظاهرو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شعارونه ورکول.

د برېتانيا استازې دغه راز د بشري مرستو لپاره د لسګونو ميليونو افغانانو اړتيا ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې برېتانيا د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې تر څنګ ولاړه ده.

د بشري حقونو په شورا کې ریچارډ بېنېټ: طالبان دې خپله ظالمانه او د ښځو ضد تګلاره بدله کړي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۳ GMT+۱
د بشري حقونو په شورا کې ریچارډ بېنېټ: طالبان دې خپله ظالمانه او د ښځو ضد تګلاره بدله کړي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه او سخت دریځه چلند وغنده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان په منظم ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا قشر ورځ تر بلې محدودوي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل، چې طالبان د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، لباس او په ټولنه کې د هغوی د ظاهري بڼې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو له خوا د ښځو د ارایشګاه ګانو د تړلو امر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو د وروستي اقدام په توګه یاد کړ، چې شاوخوا ۶۰ښځې یې له دندو بې برخې کړې دي.

ښاغلي بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې "ظالمانه او د ښځو ضد تګلارې" ته بدلون ورکړي او ښځو ته د کار او سوداګرۍ اجازه ورکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ دا مهال د طالبانو د حکم له مخې چې ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت او بیا ۱۴۰۱ کال د وږي په میاشت کې صادر شوي، له درې میلیونو څخه زیاتې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

ریچارډ بېنېټ د خپلې وینا په پیل کې د یو شمیر افغان نارینه او ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسي توپیر» د په رسمیت پېژندلو په اړه د هغوی غوښتنې ته اشاره وکړه.

هغه وويل، چې د دغو لاريون کوونکو مېرمنو د وياندې په توګه له تمنا زرياب پريانۍ سره په تماس کې دى او ژمنه يې وکړه، چې د هغوى اندېښنو ته به رسیده ګي کوي، خو زياته يې کړه، چې هغوی د نه خوړو اعتصاب ته نه هڅوي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په پرله پسې ډول حکمونه صادر کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې له زده کړو، کار کولو او همدارنګه عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او ورزشي کلپونو ته له تګ څخه منع کوي.

د دا ډول کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو په ځواب کې طالب مشرانو ویلي، چې دوی یوازې د "شریعت په چوکاټ کې" د ښځو حقونه ورکوي، په داسې حال کې چې منتقدین وايي د شریعت تفسیر ناسم دی.

په کابل کې د ترکیې سفیر:په استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړیږي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۱
په کابل کې د ترکیې سفیر:په استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړیږي
100%

په کابل کې د ترکیې سفیر په استانبول کې د پخوانیو افغان چارواکو د ناستې له لغوه کېدو سره سم؛ په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د مرستې په موخه په دغه ښار کې د یوې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې د ترکیې سفیر له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې دا موضوع مطرح کړې ده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په خپل یوه پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا؛ د ترکیې سفیر د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې کړي.

نوموړي په ترکیه کې د هغو هېوادونو د غونډې د جوړېدو اعلان هم وکړ، چې له افغانستان سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ «په افغانستان کې د موثر سیاسي نظام او تلپاتې سولې» تر سرلیک لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه.

ترکيې د دغې غونډې د لغوه کېدو لامل امنيتي او سياسي مسايل ګڼلي دي.

دغه راز جهاد ارګینای وويل، چې هڅه کوي مرستندويه هېوادونه قانع کړي؛ تر څو په افغانستان کې بشري مرستې په پراختيايي مرستو بدلې کړي.

د هغه پیغام پر بنسټ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه کې خپور شوی؛ د ترکیې سفیر په افغانستان کې روان وضعیت د قناعت وړ بللی دی.

ریچارډ بېنېټ: د ټولګډونه حکومت د غوښتنې اورېدو لپاره د طالبانو غوږونه کاڼه دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ: د ټولګډونه حکومت د غوښتنې اورېدو لپاره د طالبانو غوږونه کاڼه دي
100%

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، چې د طالبانو حکومت د یوې ځانګړې ډلې په کنټرول کې دی او د ټولګډونه حکومت د غوښتنې پر وړاندې د دوی غوږونه کاڼه دي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، ده له ګڼو افغانانو سره خبرې کړي او په لویه کې اکثرو یې د ټولګډونه حکومت د نه موجودیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د حکومت لویه برخه سړي جوړوي، چې اکثر یې پښتانه دي؛ نورو اقوامو او ښځو ته په حکومت کې د ګډون حق نه ورکوي.

خو طالبانو په بار- بار ویلي، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو اقوامو استازي پکې شریک دي.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکي په افغانستان کې "د غښتلي تبعیض او د یوې لویې برخې د خلکو د محرومیت" په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې ښځې، مذهبي او قومي ډلې؛ لکه: تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن هم غواړي چې په واک کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ، چې د توکمیزو ډلو استازي د طالبانو د توکم پالنې له کړنو هم شکایت کوي. هغه څه چې د حکومت په ټولو سکتورونو کې د زده کړو، کار او بشري مرستو په ګډون د طالبانو د "غیر عادلانه" چلند لامل کیږي.

نوموړی وايي، چې دا ډول غیر عادلانه چلند په ثبات هم مستقیم اغېز لري.

د طالبانو د بیا ځل واک ته له رسېدو وروسته؛ نړۍوالې ټولنې له طالبانو څخه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کولو لپاره بار- بار غوښتنې وکړې، خو طالبانو بیا دا خپله داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې هېچا ته به د مداخلې حق ورنه کړي.

بلېنکن له افغانستانه د امریکا د وتلو په ملاتړ وايي: موږ سم کار کړی خو د وتلو بهیر څېړو

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۷ GMT+۱
بلېنکن له افغانستانه د امریکا د وتلو په ملاتړ وايي: موږ سم کار کړی خو د وتلو بهیر څېړو
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده، چې له امریکا څخه به یو بل نسل د افغانستان د جګړې لپاره نه ځي.

بلېنکن په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې نن په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې ۲۲ کاله پوره شول او د دغې پېښې د یادونې په پار ګڼو امریکايي چارواکو او فعالانو خپل د غندنې نظرونه څرګند کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سي این این تلویزون سره په یوې مرکې کې ویلي، چې که څه هم د بایډن حکومت د متحده ایالاتو یوه ډېره اوږده جګړه پای ته رسولې؛ مګر بیا هم له افغانستانه د راوتلو د بهیر ټول اړخونه څېړي.

بلینکن زیاتوي: “موږ سم کار کړی، یوازې د ډاډ لپاره په ډېر دقیق ډول د وتلو د ټولې پروسې بېلابېل اړخونه ارزوو تر څو ډاډه شو”.

د نوموړي په خبره؛ چې د وتلو د بهیر ځکه ارزوي، تر څو ټول دخیل کسان د دې احساس وکړي چې د دوی د قربانیو پر وړاندې له عدالت څخه کار اخیستل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په ګډون ګڼو استازو د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې او د هغه یاده پرېکړه یې غندلې ده.