• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

م.م کې د ترکیې استازی:له زده‌کړو او کار د ښځو محرومېدل به د افغانستان وضعیت لاپسې خراب کړي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د ترکیې استازي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل چې، له تعلیم او کار څخه د افغانو ښځو بې برخې کول به په اوږده مهال کې د دغه هېواد ټولنیز او اقتصادي وضعیت لاپسې خراب کړي.

هغه وویل، چې دغه بندیزونه د افغانانو له غوښتنو سره په ټکر کې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې ترکیه د افغانانو په ځانګړې توګه له افغان ښځو او نجونو سره د پیوستون اعلان کوي.

په ملګرو ملتونو کې دغه ترکي چارواکي په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ۲۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، هره شپه په میلیونونو افغان ماشومان وږي ويده کېږي.

د ترکیې استازي زیاته کړه، انقره هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې بشري حقونو ته وده ورکړي او په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیز ګډون لپاره لارې چارې ومومي.

نوموړي د مرستندويه ټولنو فعاليتونه د افغانانو د اقتصادي او معيشیتي دردونو د هواري په برخه کې ګټور وبلل او ملاتړ يې وکړ.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۵

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري