هغه روسی وګړی چې د شوروي د مړو پوځیانو پاتې شونې پلټي وايي، "له تاریخ مو نهدي زده کړي"

کنسټانټین ډبروولسکي چې له ۳۳ کلونو راهیسې په شمالي قطب کې په دویمه نړیواله جګړه کې د وژل شویو پوځیانو جسدونه لټوي، وايي: «پر اوکراین برید لیونتوب و. هغه وايي: " نن مو د پنځو وژل شویو عسکرو پاتې شونې، يوه اندازه هډوکي او زاړه مډالونه وموندل."