د لیبیا سره صلیب د شمال ختیځ په سېلابونو کې د ۵۰۰۰ کسانو د وژل کېدو له احتماله خبر ورکړی

د لیبیا سره صلیب اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سېلابونو د راوتو له کبله احتمالأ لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان به مړه شوي وي. له دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې لږ تر لږه ۱۰ زره نور کسان په دغو سیمو کې تري تم دي.