• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هېواد کې دننه او بهر د میلیونونو افغانانو اړیکې سره قطع شوې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

د طالبانو له خوا د نوري فایبر او انټرنیټي خدماتو له قطع کېدو سره هممهاله په افغانستان او بهر کې د میلیونونو افغانانو اجتماعي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې قطع شوې دي. دغه بندیز د طالبانو د مشر د امر پر بنسټ، د مخابراتي شبکو او اترا ادارې ترمنځ له ناستې وروسته عملي شو.

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) مسوولانو نن دوشنبه د نوري فایبر انټرنېټ شبکو له مسوولینو سره په ناسته کې وویل، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر قطع شي.

له دې ناستې وروسته د حکم پلي کېدو سملاسي د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري، انلاین کاروبارونه او د نړیوالو مرستندویه ادارو برنامې ټول له ستونزو سره مخ کړل.

یو طالب چارواکي له افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې تایید کړه چې دغه ګام د اترا ریاست او د مخابراتو وزارت د حکم پر اساس اخیستل شوی. ورته حکم روشن، اتصالات، افغان بېسیم او افغان ټلیکام شبکو ته هم ورکړل شوی چې خپل ټول خدمات ودروي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي چې نن ورځ د اترا ادارې او د انټرنېټي شرکتونو ترمنځ ناسته له سختو شخړو سره مل وه. د سرچینې په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت د هبت‌الله اخوندزاده د پرېکړې له امله سخت ناخوښ دی، خو امر یې کړی چې بشپړ بندیز باید پلی شي.

دغه سرچینه زیاتوي چې د وزارت ځینې مسوولان هیله لري چې د خلکو او نړیوالو فشار به د طالبانو مشر د پرېکړې بدلولو ته اړ باسي.

د یوې مخابراتي شبکې تخنیکي مسوول ویلي چې عادي اړیکې ځکه قطع شوې، چې مخابراتي موبایل شبکې د نوري فایبر د کرښو پر بنسټ فعالې وې. د دې کرښو له قطع کېدو وروسته، ټول مخابراتي برجونه فلج شوي او اوس د افغانستان هېڅ وګړی د تلیفون له لارې اړیکه نشي ټینګولی.

په امریکا، اروپا او منځني ختیځ کې مېشت افغانان وايي چې نن د دوشنبې په ورځ له خپلو کورنیو او دوستانو سره اړیکه نیول ناممکن شوي دي.

په افغانستان کې فعالو یو شمېر رسنیو اندېښنه ښودلې، چې د انټرنیټ قطع کېدل به ددوی رسنیزې چارې خورا زیانمنې کړي.

د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، د انټرنېټ قطع کېدل په افغانستان کې محلي انلاین کاروبارونه او نړیوال شرکتونه له جدي ستونزو سره مخ کولای شي، د بریښنايي سوداګرۍ، انلاین بانکي چارو او توکو رسونې سلسلې بندیږي، ځکه شرکتونه او مشتریان نشي کولی د خپلو عرضه کونکو پیسې ورکړي یا خپل عواید ترلاسه کړي.

ګمرکات، بانکي خدمات او د موبایل پیسو ډیری خدمتونه، چې میلیونونه افغانان پرې تکیه کوي، د انټرنیټي خدماتو له قطع کېدو سره متاثره شوي.

دغه بندیز د ویزو پر انلاین سیسټم، پاسپورټونو اخېستلو او کونسلي خدماتو هم اغیز ښندلی، ځکه د انټرنېټ په قطع کېدو سره نور ناروغان او عام خلک د انلاین ویزو لپاره غوښتنلیکونه نه شي ور کولای.

د مخابراتي شرکتونو ځینې مسوولانو له وړاندې ویلي و، چې د نوري فایبر له قطع کېدو سره پواینټ ټو پوینټ انټرنېټ هم بندیږي او یو ځل بیا بانکونه، ګمرکات او دولتي ادارې د انټرنېټ د قطع کېدو له ستونزې سره مخ کیږي.

د شنونکو په باور، دغه بندیز د ملګرو ملتونو او سره صلیب په ګډون د نړیوالو ادارو پر چارو هم منفي اغیز کوي اواړمنو کسانو ته په رسېدو، اړیکو، او د خوړو او درملو ویش په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېدای شي.

په کابل او نورو ښارونو کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونه هم له دې اغیزو مستثنا نه دي، ځکه طالبانو دمګړۍ انټرنېټ په عمومي ډول قطع کړی او تر اوسه روښانه نه ده، چې د انټرنیټي خدماتو لپاره څه سیاست لري.

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ډله د نوري فایبر د قطع کولو په اړه خپله پالیسي پلي کول غواړي، خو د عمومي انټرنیټي خدماتو لپاره په پلان کې لري، چې یوازې ټوجي انټرنیټي خدماتو ته اجازه ور کړي، چې خورا کمزوري خدمات دي او د سوداګرۍ، اړیکو، رسنیزو چارو، ویډیويي خدماتو په برخه کې کار نه ور کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

جواد د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: «له ایران سره زموږ د سوداګرۍ له دې ټولې کچې څخه ۱۳ میلیونه ډالر صادرات او یو میلیارد او ۶۱۳ میلیونه ډالر واردات جوړوي.»

د نوموړي په وینا، د افغانستان له لوري ایران ته صادر شوي توکي کې ممیز، غیر الکولي مشروبات، د سبزیو تخمونه او قیمتي ډبرې وې، په داسې حال کې چې له ایران څخه هېواد ته وارد شوي توکي تېل، ګاز، د چرګانو هګۍ، د موټرو پرزې او سمنټ وو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاندې هم اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۱۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

کارپوهان وايي، سره له دې چې د افغانستان صادرات د ګاونډیو هېوادونو په کچه محدود پاتې دي، خو د سوداګرۍ پر بهیر د انرژۍ، خوراکي توکو او ساختماني موادو واردات برلاسي لري.

د انټرنېټ په پرې کېدو سره په هېواد کې د رسنیو خپرونې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

په کابل کې یو شمیر ځايي رسنیو اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو له خوا د نوري فایبر انټرنېټ پرې کېدو سره به د دوی د ټلوېزیونونو او راډیوګانو خپرونې له خنډ او ځنډ سره مخ شي. طالبانو نوري فایبر انټرنیټ قطع کړی او فور جي انټرنیټ په ۲جي بدلوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) مسوولانو نن دوشنبه د نوري فایبر انټرنېټ شبکو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر قطع شي.

له دې پرېکړې وروسته د افغانستان په اکثریت سیمو کې پر نوري فایبر سربېره عادي انټرنېټي خدمات هم قطع شوي دي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو مشرتابه پرېکړه کړې، چې فور جي انټرنېټ هم قطع کیږي او پرځای یې یوازې ۲جي انټرنېټ ورکول کیږي، چې د رسنیو او ډیجیټل رسنیو لپاره ګڼې ستونزې پیدا کولای شي.

په کابل او ولایتونو کې د ګڼو مخابراتي شبکو له شمېرو سره انټرنېټي اړیکې نه شي نیول کېدای او د انټرنېټ له لارې د واټساپ او نورو شبکو خدمات قطع شوي دي.

اسلام اباد کې یو شمېر افغان سیاسیونو د طالبانو د مخالفانو لپاره د سیاسي دفتر غوښتنه کړې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه کې د افغان سیاسي جریانونو په غونډه کې ټینګار شوی چې په اسلام‌اباد کې دې د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره سیاسي دفتر پرانستل شي، چې د ګډې همغږۍ او د خلکو په واک مبتني نظام د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

د اسلام اباد دوه ورځنۍ ناسته نن دوشنبه (د تلې ۷مه) پیل شوه، چې سبا به خپله وروستۍ اعلامیه خپروي.

د غونډې تنظیموونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ناستې موخه د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره د یوې معقولې حللارې موندل، د سیاسي جریانونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا او د ګډ لیدلوري پر لور د اجنډا جوړول دي.

د بحث لومړی محور د یووالي او همغږۍ د لارو چارو ارزونه وه.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې باید عملي میکانیزمونه او لارې چارې تعریف شي، څو د بېلابېلو ډلو او اړخونو ترمنځ یووالی او متقابل باور رامنځته شي.

د غونډې دویمې برخې د ګډو اصولو پر تعریف تمرکز درلود، په ځانګړي ډول د ښځو اړوند موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه پکې شوې ده.

درېیمه برخه د سیمې د وروستیو څلورو کلونو ستونزې او فرصتونه وو، چې د افراطیت د پراخېدو ګواښونه او د هغې پر وړاندې د ګډو او همغږو لارو چارو اړتیا پکې وڅېړل شوه.

دناستې یوې ګډونوالې او د بشري حقونو فعالې شهلا عارفي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په نننۍ ناسته کې زیاتو سیاسي جریانونو ګډون کړی و. د لومړۍ ورځې بحث په دې و چې سیاسي جریانونه او ډلې څنګه سره همغږي کړو. ترڅنګ په اساسي موضوعاتو لکه د بشري حقونو او د لږه کیو په حقونو بحث وشو».

100%

هغې زیاته کړه، چې دا دې هڅې ته په ښه سترګه ګوري او تمه لري چې یو سیاسي دفتر په پاکستان کې پرانستل شي.

هغې دغه راز وویل، « د ګډونوالو د نن ورځې غوښتنه هم دا وه چې په اسلام‌اباد کې سیاسي دفتر پرانستل شي.»

د بشري حقونو فعال عزت‌الله بخشي د غونډې له تالاره افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل: «هدف د دې خبرو دا و، چې ګډ درک رامنځته شي، همغږي پیاوړې شي او د خلکو په حاکمیت ولاړ د یو منظم او باقاعده نظام د ټینګېدو لپاره ګډ اصول تعریف شي، دې ناستې همداراز د افغانستان د نخبه کسانو او د هغوی د پاکستاني سیالانو ترمنځ د همکارۍ د زمینو پر پېژندلو ټینګار درلود، څو د دواړو ملتونو ترمنځ د متقابل اعتماد فضا نوره هم پیاوړې شي.»

د بخشي په وینا، دا ډول خبرې په افغانستان کې او هم په سیمه کې د لا ډېر نږدېوالي، د ښځو د حقونو د ملاتړ، د مدني ټولنې د رول د پیاوړتیا او دایمي سولې لپاره لاره هواروي.

نوموړي زیاته کړه، په ناسته کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د طالبانو د مخالفینو لپاره د سیاسي دفتر جوړېدو ته زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، په ناسته کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وشوې او ټولو په ګډه ټينګار وکړ چې «په ځانګړي ډول د طالبانو مخالفان، د بشري حقونو فعالان او ښځې باید له جبري ایستنې خوندي او له ملاتړه برخمن شي.»

100%

همدارنګه ګډونوالو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له پاکستان نه یې وغوښتل چې د افغان کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې او ملاتړ برابر کړي.

طالبان وايي په پنجشیر کې یې د جهادي اثارو د راټولولو لړۍ چټکه کړې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان کړی چې په وروستیو میاشتو کې یې د ۳۰ جهادي اثارو په راټولولو سره د دغه ولایت د جهادي موزیم مجموعه بډایه کړې. طالب چارواکي وايي، چې د دغو اثارو خوندي کول د تېرو «کارنامو» خوندي کول دي.

د پنجشیر لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملک‌زاده ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۳۰ ډوله جهادي اثار د طالبانو له لوري راټول او جهادي موزیم ته سپارل شوي دي.

د هغه په وینا، د لسګونو تنو د سوانحو د ترتیب ترڅنګ هڅې روانې دي چې ټول اړوند اسناد د خوندي کولو لپاره په موزیم کې ځای پر ځای شي.

ملک‌زاده زیاته کړه: «د جهادي اثارو راټولول او د شل کلن اشغال پر وړاندې د مجاهدینو د فداکارۍ ثبتول، د نظام د ټینګېدو او د شهیدانو د ویاړونو د یاد تازه ساتلو لپاره یوه ارزښتناکه هڅه ده».

نوموړی وايي، « دا کار د منظم مهالویش او دقیق پلان له مخې پر مخ وړل کېږي.»

کابل کې د اوبو کمښت ماشومان د زده کړو پر ځای د اوبو په کتارونو کې درولي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

په کابل کې د څاګانو وچېدو زرګونه کورنۍ د ژوند له لومړنیو اړتیاوو بې برخې کړې او ماشومان د زده کړو پر ځای د اوبو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي. د کابل په یو شمېر سیمو کې هغه څاګانې هم وچې شوې، چې تر ۱۲۰ مترو ژورې اېستل شوې وې.

اتلس کلن نورالله او د هغه ورور ثناالله، چې د ښوونځي پر ځای د ژېړو بوشکو په ډکولو بوخت دي، د کابل د اوبو د کړکېچ یوه بېلګه ده.

د دوی د ۱۳ کسیزې کورنۍ کورنۍ څاه څلور کاله وړاندې وچ شوی او اوس د عامه نلونو اوږدو کتارونو ته درېږي، یا له ټانکرونو نه په پیسو اوبه اخلي.

د دوی پلار، ۴۲ کلن اسدالله، چې یو کوچنی دوکان‌ لري، وايي: «له سهاره تر ماښامه، زما ماشومان شپږ یا اووه ځله اوبو پسې ځي، کله ناکله ژاړي او وايي نور نه شي کولای، خو موږ بله لاره نه لرو.»

د نورالله مور وايي چې خاوند یې د معدې په ناروغۍ اخته شوی او خپله د غیر صحي اوبو له امله د ایچ پایلوري باکتریايي ناروغي لري.

نوموړې زیاته کړه: «زه اوبه دوه ځله جوش کوم، خو بیا هم ستونزه حل نه ده.»

د سیمې استازی محمد اصف ایوبي وایي چې یوازې په د دوی په ګاونډ کې ۳۸۰ کورنۍ له ورته ستونزې سره مخ دي.

د هغه په وینا، ان هغه څاګانې چې تر ۱۲۰ مترو ژورې وې، اوس په بشپړه توګه وچې شوې دي.

د اوبو چارو څېړونکي وايي چې د دوامدارې وچکالۍ او نامنظمو بارانونو له امله هغه واورې چې پخوا یې د کابل د اوبو زیرمې ډکولې، له منځه تللې دي.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې کابل ښايي په نږدې کلونو کې د نړۍ لومړۍ پلازمېنه شي چې له اوبو بې برخې کېږي.