• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د صنعت او سوداګرۍ کمېټه: د تورخم دروازې په تړلو سوداګرو ته میلیونونه ‌‌‌‌‌‌ډالر زیان اوښتی

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د پاکستان او افغانستان د سودا ګرۍ او صنعت ګډه کمېټه وایي، په تېرو اتو ورځو کې چې د تورخم دروازه تړل شوې، د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه ‌‌‌‌‌‌ډالر زيان اوښتی دی.

د دغې کمېټې له‌خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د کرښې دواړو غاړو ته په خوراکي توکو بار لارۍ ایسارې دي او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره دغه توکي خوسا شوي هم دي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند {د سپټمبر په ۱۳نیټه} رسنیو ته ویلي، چې نن په اتمه ورځ هم د تورخم دروازه تړلې پاتې ده او د خلاصېدو په اړه یې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان پوځي چارواکو او طالبانو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصولو په تړاو دوه ځلې خبرې شوې؛ خو پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي.
له پېښوره تر تورخمه پر غځېدلې لار هم د خوراکي او نورو سوداګریزو توکو بار لاریو کتارونه ولاړ دي، چې د تورخم دروازې د بیا پرانېستې لپاره شیبې شماري، تر څنګ هغه افغانان چې ګڼ یې د درملنې لپاره پاکستان ته راغلي وو، هم غواړي خپل هېواد ته ستانه شي چې د لارې له بندېدو سره د هغوی ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د تورخم دروازه اته ورځې وړاندې د سېپټمبر په ۶ مه نېټه له هغې وسله‌والې نښتې وروسته وتړل شوه، چې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو تر منځ پېښه شوه. په دغه وسله‌واله نښته کې د دوو طالبانو په ګډون درې تنه وژل شوي وو.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۵

د افغان ایواک بنسټ مشر: امریکا دې افغانستان او نړیوال بحرانونه له پامه نه غورځوي