• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش: د افغان ښځو وضعیت به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اجنډا کې ځای ولري

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۷مې غونډې په څنډه کې انتونیو ګوترېش د چهارشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریالې ته وویل، چې دی به د افغان ښځو د وضعیت مسله د هېوادونو له مشرانو سره شریکه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ښځو وضعیت د هغه له جدي اندېښنو څخه یوه ده.

د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله مریم رحمتي وايي، که څه هم د تېر کال په څېر به د دغې اسمبلۍ په عمومي غونډه کې د افغان ښځو د حقونو پر سرغړونو خبرې وشي؛ خو داسې نه ښکاري چې د افغانستان موضوع دې د غونډې د سر، سر موضوع وي.

د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ۸۷مه غونډه د وږي په اته ویشتمه نېټه په نيويارک ښار کې ترسره کېږي، چې موضوع يې د نړۍوال باور او پيوستون بيارغونه او د دوامدار پرمختګ د موخو د تر لاسه کولو لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجنډا د پلې کولو په برخه کې د حکومتونو د کړنو ګړندي کول دي.

که څه هم افغانستان به سږ کال د نړۍوالو د بحثونو په سر کې نه وي؛ خو روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پر بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وضعیت خبرې وشوې.

په داسې حال کې چې غړیو هېوادونو تر ډېره پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو له امله نیوکې هم کړې دي؛ خو د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ د ښځو او قومي او مذهبي لږکیو د وضعیت خرابوالي ته په اشارې سره د هېوادونو له‌خوا یې د جدي ګامونو د اخیستو غوښتنه وکړه.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي