شکرالله قادري به د خپل پاکستاني سیال سره د اېم کې اېف سي سازمان په قفس کې مبارزه وکړي

تمه کېږي، چې تر راتلونکو ۸ ورځو به د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړی شکرالله قادري د پاکستاني لوبغاړي امیر حمزه پر وړاندې قفس ته ولاړ شي. دغه لوبه به د اېم کې اېف سي سازمان په دویم پړاو سیالیو کې د وږي په ۳۱مه د جمعې په ورځ کابل کې ترسره شي.