د ویټنام پلازمېنې هانوي په یوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي، شاوخوا ۳۷ تنه ټپیان شوي او د پېښې ۳۹ تنه قربانیان پېژندل شوي دي.
د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.
د پېښې په تړاو د ودانۍ څښتن هم نیول شوی دی.
د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي؛ خو عیني شاهدان وايي، اور د ودانۍ له پارکېنګ څخه پیل شو او دغه پارکېنګ له موټرسایکلونو هم ډک و.
چارواکي وايي، هانوې ښار چې په چټکۍ سره مخ پر ودې او پراخېدو دی، په هغو نویو ودانیو کې چې د جوړېدو په درشل کې دي، د خوندیتوب مقررات په پام کې نه نیول کېږي.
د دغه ښار د وګړو شمېر په تېرو شلو کلونو کې څلور برابره زيات شوی، چې اوس یې شمېر ۵.۲۵ میليون تنو ته رسېدلی دی.