د هند په سویل کې د یوه نادره ویروس له امله ښوونځي او سیمه‌ییزې دولتي ادارې وتړل شوې

د هند د سویلي ایالت کېرالا سیمه‌ییز حکومت وروسته له هغه ښوونځي، دولتي دفترونه او سیمه‌ییز ټرانسپورټ تړلي چې د نیپا ویروس له امله دوه کسانو ساه ورکړه. چارواکو ویلي، چې دوه لویان او یو بل ماشوم هم په دغه ویروس اخته شوي دي.