د ملا هبت الله اخواندزاده د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظات ریاست په یوه مکتوب کې له طالب مشرانو غوښتي چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډېوالان د اړیکو په بنسټ ونه ګماري.
په مکتوب کې راغلي طالب مشران یوازې خپلوان د ډرېوار، اشپز او ساتونکي په حیث ګمارلی شي.
د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د - سنبلې په ۲۰ مه - د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښونه کړې چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، د خپلوي او انډيوالي پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګماري.
د دې مکتوب له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی، د خپلوالۍ له مخې د اشخاصو ګمارل د الله د ناراضۍ او عذاب سبب کیږي.
خو دې مکتوب کې نه دي واضح شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې په حکومتي په ادارو ګمارنې د کوم معیار له مخې ترسره شي.
د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د طالبانو له ټولو ملکي او نظامي ادارو څخه غوښتي چې ددې فرمان پلي کېدو سره له دوی ته راپور ورکړي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د طالبانو سرچینو ویلي، د ملا هبت الله د فرمان څخه وروسته طالب چارواکو خپلوان او انډيوالان له خپلو ادارو ګوښه کړي خو د شناخت پر بنسټ یې په نورو دولتي ادارو کې ګمارلي دي او د ملا هبت الله فرمانونه نه عملي کوي.
نیوکې دا دي، چې د طالبانو راتلو سره دغې ډلې ټول خپل مشران او وسلوالو په دولتي ادارو کې ګمارلي دي.
د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي وايي په دولتي ادارو کې د طالبانو معیار د دې ډلې غړیتوب دی.
څه موده وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم په هرات ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي و چې د دې ډلې کسانو څخه دې د زدکړو د اسنادو د تایدۍ پرمهال ازموینه نه اخیستل کیږي او د هغوی د امتیاز درجه به دا وي چې څومره ماینونه یې پټاو یا منفجر کړي دي.