• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې نیوکه:اوکراین سره د ملګرو ملتونو مرستې د افغانستان پرتله یو میلیارد ډالره زیاتې دي

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي، اوکراین سږ کال له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرسته ترلاسه کړې چې د افغانستان له خلکو سره د شویو مرستو پرتله یو میلیارد ډالره زیاته ده.

واسیلي نبنزیا وویل، چې افغانان خپل ماشومان په نهیلۍ سره پلوري.

هغه د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ، چې دا یو ملیارد ډالره د افغانستان له عامو خلکو سره چې د امریکا او ناټو د ډیموکراسۍ خوند یې څکلی، ډېر زیات دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي زیاته کړه، چې ډېری افغانان لکه څنګه چې موږ پوهېږو اوس په نهیلۍ سره د خپل بدن د غړیو د خرڅلاو لپاره راضي کېږي او ځینې کورنۍ بیا خپل ماشومان د کورنۍ د نورو غړو د ډوډوۍ د برابرولو لپاره پلوري؛ خو زموږ ځینې همکاران نه غواړي، چې په دې اړه خبرې وکړي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ لږ وروسته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي و، چې د افغانستان خلک تر بل هر وخته له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي او هره ورځ په دې هېواد کې کم عمره نجونې پلورل کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په روانه اونۍ کې یو ځل بیا اعلان وکړ، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ چې تر اوسه یې د اړتیا وړ بودجه نه‌ده ترلاسه کړې اعلان کړی،چې کولای شي له هرو پنځو اړمنو افغانانو څخه یوازې یوه ته خوراکي توکي ورسوي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري