اېټالیا له اروپايي ټولنې د پناه‌ غوښتونکو د مخنیوي لپاره د سمندري ماموریت د پیل غوښتنه کړې

د اېټالیا لومړي وزیر له اروپايي ټولنې وغوښتل، د اړتیا په وخت کې دې یو ګډ "سمندري ماموریت" پیل کړي چې د شمالي افریقا د مدیترانې له سمندرګي څخه د کډوالو د تېرېدو مخه ونیسي.