• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو مشر په کندهار کې درګرده خپل استوګنځای بدلوي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر له تېرو دریو ورځو راهیسې په مکرر ډول خپل استوګنځای بدلوي. نوموړی پخوا په منډیګک، عینو مېنه کې د جنرال رازق په کور او کله د کندهار په زړه قول اردو کې اوسېده، خو اوس یې مشخص استوګنځای معلوم نه دی.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته اندېښمن دي.

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له تېرو دریو ورځو راهیسې خپل د استوګنې ځای په پرله‌پسې ډول بدلوي. سرچینې وايي، « نوموړی کله په منډیګک، کله د جنرال رازق په کور (عینو مېنه) او کله د کندهار د پخوانۍ قول اردو په قرارګاه کې اوسېده، خو اوس یې مشخص ځای معلوم نه دی».

له دې وړاندې هغه هره اونۍ د دیني عالمانو له شورا او قومي سپین ږیرو سره ناستې کولې، خو دا اونۍ کومه ناسته نه ده ترسره شوې.

د سرچینو په باور،هغه په خپله نږدې حلقه کې د هر ډول سمارټ فون او عادي ټیلیفونونو کارول هم منع کړي دي.

سرچینو د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، اوس هېڅوک اجازه نه لري چې د هبت الله د اوسېدو ځای او شاوخوا کې عادي موبایل هم وکاروي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

جرمني ته له پاکستان نه نن ۲۸ نور افغانان ولېږدول شول

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه ۲۸نور افغانان نن ماسپښین د جرمني د هانوور په لانګنهګن هوايي ډګر کې کوزیږي. دا ټول د پنځو کورنیو غړي دي او درې کاله په اسلام اباد کې منتظر وو. دوی به د فریدلنډ ګوټینګن ولسوالۍ د جذب کمپ ته ولیږدول شي.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه د پنځو افغان کورنیو ۲۸ تنه غړي، چې د جرمني د منلو پروګرام په لړ کې ویزې ورته صادرې شوې، د هانوور هوايي ډګر ته رسیږي.

د دوی الوتکه نن د غرمي شاوخوا ۲ بجې په لانګنهګن کې راښکته کیږي او لومړی به د فریدلند (ګوټینګن ولسوالۍ) د جذب کمپ ته انتقال شي او له هغه ځایه به په بېلابېلو ایالتونو وویشل شي.

د یادونې وړ ده چې د تېر سپتمبر په پیل کې هم ۴۷ افغانان په همدې لاره هانوور ته رسېدلي وو.

اوس مهال شاوخوا ۱۹۱۰ کسان په پاکستان کې د جرمني د جذب پروګرام له لارې د ورتګ انتظار کوي.

همدارنګه شاوخوا ۲۵۰ افغانان چې ویزه یا د ورتګ اجازه لري، له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي او د دوی د بیرته ستنونې هڅې روانې دي.

اسحاق ډار: پر کابل دې د ترهګرۍ ضد عملي ګامونو لپاره فشار راوړل شي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ، د سوداګرۍ او بانکدارۍ کانالونه بېرته فعال کړي او پر کابل د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي او باور وړ اقداماتو لپاره فشار زیات کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې دغه ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال په نیویارک کې وشوه.

د تماس دغه ډله په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د فوق‌العاده غونډې پر مهال په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لوموړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د او ای سي د تماس ډلې په لومړنۍ غونډه کې وویل: «افغانستان منزوي نه شی پاتې کېدای، د اسلامي همکاریو سازمان باید بې‌قید او شرطه بشري مرستې خوندي کړي، د سوداګرۍ او بانکدارۍ سیستمونه بېرته فعال کړي، سیمه‌ییز اتصال پراخ کړي او د نړیوالو ژمنو د عملي کېدو لپاره د خبرو اترو ملاتړ وکړي.»

هغه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر فعالیت جدي اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې دا به د سیمې د سولې او امنیت لپاره لوی ګواښ وي.

ډار د یاد سازمان د متخصصینو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ، چې د افغانستان د ثبات لپاره روښانه لارنقشه برابره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې «دوامداره سوله یوازې د صداقت، متقابل احترام او سیاسي ارادې په مټ ترلاسه کېدای شي.»

د کډوالو افغان ښځو د فوټبال لوبډله په لومړي ځل نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د کډوالو افغان ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبډله، چې د طالبانو د بندیزونو له امله له هېواده وتلې، لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. دغه دوستانه سیالۍ راتلونکې میاشت په دوبۍ کې د فیفا په نوښت ترسره کیږي.

د فوټبال نړیوالې ادارې فیفا اعلان کړی، چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې په دوبۍ کې د «فیفا د ښځو د یووالي لړۍ» تر نامه لاندې په څلور اړخیزو دوستانه سیالیو کې برخه واخلي.

په دې سیالیو کې به د افغان ښځینه کډوالو تر څنګ د کوربه اماراتو، چاد او لیبیا ملي لوبډلې هم ګډون وکړي.

د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډله د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، چې د ښځو پر لوبو بندیز ولګېد، جوړه شوه.

د فیفا رییس جاني انفانټینو په یوه اعلامیه کې ویلي: «فوټبال ته د ټولو ښځو لاسرسی زموږ لومړیتوب دی او دا د راتلونکې لپاره د لوبې د بڼې جوړولو مهم عنصر دی، دا دوستانه سیالۍ یوازې یو ټورنمنټ نه دی، بلکې د هیلې او پرمختګ نښه ده، د ټولو ښځو لپاره په ټوله نړۍ کې.»

یاده دې وي چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې افغانستان ۲۵ قراردادي ښځینه لوبغاړې درلودې، چې ډېری یې اوس په اسټرالیا کې مېشتې دي.

فیفا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ظرفیت پېژندنې کمپونه ترسره کړي او د ۲۳ لوبغاړو یوه بشپړه ښځینه کډواله لوبډله یې جوړه کړې ده چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا د ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته لار ومونده

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیوادته د ۸ – ۰ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه او نېغ د اندونیزیا ۲۰۲۶اسیا جام سیالیو ته ووتله.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د چارشنبې په ورځ (د تلې دویمه) وویل، چې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالۍ به د دغه هېواد په کوربه‌توب د ۱۶ هېوادونو په ګډون ترسره شي.

د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې سیالې لوبډلې مالدیف ته د " ۱۰ - ۱" ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړې وه.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۰مه پیل شوې او نن( چار شنبه، د سپټمبر ۲۴ مه) به پای ته ورسېږي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ته پنځه تنه ورک شوي ماشومان سپارل شوي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د ایدهي سنټر په نوم یوې خیریه ټولنې په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ته له خپلو کورنیو پنځه تنه ورک شوي افغان ماشومان سپارلي دي. سفارت ویلي چې د دغو ماشومانو عمرونه د لسو کلونو شاوخوا دي.

د چارشنبې په ورځ (د تلې دویمه) د سفارت له خوا د ماشومانو په خپاره شوي انځور کې څلور هلکان او یوه نجلۍ ښکاري.

سفارت وایي چې دغه ماشومان د خپلو کورونو د ادرس په اړه بشپړ معلومات نه لري.

سفارت د ماشومانو د انځور په خپرولو سره له ټولو افغانانو غوښتي چې که څوک دغه ماشومان پېژني او یا یې د کورنیو په اړه معلومات لري، نو له سفارت سره دې په اړیکه کې شي.