بریټانیا د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت، د ایران په څلورو چارواکو بندیزونه ولګول

برېټانیا د جمعې په ورځ د مهسا امیني د وژل کېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزیر د هغه مرستیال، د تهران ښاروال او د ایران د پولیسو پر ویاند بندیز ولګاوه.