• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون: د کابل پر هوایي ډګر د برید بیا ارزولو لپاره دې له امریکایي سرتېرو سره مرکې وشي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) امر کړی، چې د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه نېټه د کابل په هوايي ډګر کې د خونړي ځانمرګي برید په اړه دې له ۲۲ امریکايي سرتېرو سره مرکې وشي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون ۱۸۲ کسان ووژل شول.

په دغه برید کې یوه ټپي شوي امریکايي سرتېري ویلي دي، چې له ده سره په دې اړه هېڅکله مرکه نه‌ده شوې او د دغه برید مخنیوی شونی و.

ښاغلي کوریلا دغه حکم د هغو اندېښنو په ځواب کې صادر کړ، چې ممکن د برید په اړه په لومړنیو څېړنو کې ځینې مالومات له پامه غورځول شوي وي.

د امریکا د پوځ دغه لوړپوړي قومندان په خپل نوي فرمان کې ویلي، په دغه برید کې له نورو ټپي سرتېرو سره هم باید مرکې وشي.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند مایکل هورن ویلي، چې د څېړنو نوی حکم د دې لپاره صادر شوی، چې ټول غږونه په بشپړه توګه اورېدل کېږي او حساب په کره ډول ترسره کېږي.

پنټاګون په داسې حال کې دغه حکم کړی، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له امله د جمهوريت غوښتونکو تر سخت فشار لاندې ده.

جمهوريت غوښتونکي د متحده ایالاتو په مشرۍ له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو د ګړندي وتلو په وخت کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو په برخه کې د بایډن حکومت مسوول ګڼي.

ښاغلي بایډن له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي حکومت د هوکړې پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې پورې د امریکايي ځواکونو د وتلو امر کړی و.

وروسته ښاغلي بایډن دغو ځواکونو ته امر وکړ، چې ژر تر ژره دې له افغانستانه ووځي.له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون ۱۸۲ کسان ووژل شول.په دغه برید کې یوه ټپي شوي امریکايي سرتېري ویلي دي، چې له ده سره په دې اړه هېڅکله مرکه نه‌ده شوې او د دغه برید مخنیوی شونی و.ښاغلي کوریلا دغه حکم د هغو اندېښنو په ځواب کې صادر کړ، چې ممکن د برید په اړه په لومړنیو څېړنو کې ځینې مالومات له پامه غورځول شوي وي.د امریکا د پوځ دغه لوړپوړي قومندان په خپل نوي فرمان کې ویلي، په دغه برید کې له نورو ټپي سرتېرو سره هم باید مرکې وشي.د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند مایکل هورن ویلي، چې د څېړنو نوی حکم د دې لپاره صادر شوی، چې ټول غږونه په بشپړه توګه اورېدل کېږي او حساب په کره ډول ترسره کېږي.پنټاګون په داسې حال کې دغه حکم کړی، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له امله د جمهوريت غوښتونکو تر سخت فشار لاندې ده.جمهوريت غوښتونکي د متحده ایالاتو په مشرۍ له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو د ګړندي وتلو په وخت کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو په برخه کې د بایډن حکومت مسوول ګڼي.ښاغلي بایډن له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي حکومت د هوکړې پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې پورې د امریکايي ځواکونو د وتلو امر کړی و.وروسته ښاغلي بایډن دغو ځواکونو ته امر وکړ، چې ژر تر ژره دې له افغانستانه ووځي.د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه له افغانستانه د پخواني ولسمشر اشرف غني له وتلو وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ ګړندۍ شوه.د سېپټمبر په څلورمه د کابل هوايي ډګر ته د ننوتو په یوه دروازه کې د ملکي وګړو او امریکايي ځواکونو د ګڼې ګوڼې په منځ کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه.څلور ورځې وروسته د امریکا وروستی سرتېری له کابله ووت.























ډېر لیدل شوي

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې
۱

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۲

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۳

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

۴

د پاکستاني درملو راټولول؛ درمل‌پلورونکي وايي د ځینو درملو بدیل په بازار کې نه موندل کېږي

۵

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي