د پروان اوسېدونکي له بې‌وزلۍ او وزګارتیا سر ټکوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۵

د کډوالو نړۍوال سازمان په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې اویا سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او وزګاره دي.

بیوزلي او د ځوانانو وزګارتیا په ښکاره توګه د خلکو په منځ کې احساسېږي.

د پروان ولایت د مرکز چاریکارو ښار یو شمېر اوسېدونکي له سخت اقتصادي وضعیت څخه اندېښمن دي او وایي، چې طالبان دوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې جدي پاملرنه نه کوي.

د دغه ولایت یو اوسېدونکی وایي، سره له دې چې دی او سلګونه نور ځوانان لوستي هم دي؛ خو بیا هم د چاریکارو په ښار کې درانه کارونه کوي.

د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ د مخنیوي لپاره هېڅ کار نه دی شوی، کاریګرې ښځې هم په کور ناستې دي.

د پروان ولایت اوسېدونکي وایي، طالبانو له دولتي او پوځي ادارو څخه مسلکي او لوستي کارکوونکي اېستلي او پر ځای یې خپل نالوستي کسان په کار ګومارلي دي، چې دې حالت ځوانان نهیلې کړې دي.

دوی همداراز زیاتوي، دولت پالیسی نه لري چې څومره لوستي کسان په کار جذب کړي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ولې د وزګارتیا کچه زیاته شوې ده؟

د اقتصادي چارو کارپوه فرشید حکیمیار وایي، په افغانستان کې د واکمنې ادارې سیاسي مشروعیت نشتوالی د دې لامل شوی چې له هېواده پانګې ووځي او افغانستان کاري ځواک له لاسه ورکړي.

د نوموړي په خبره، په داسې شرایطو کې اوسنی حاکم نظام د ستونزو د هواري او کاري چاپېریال د ښه کولو لپاره هېڅ اقتصادي پلان نه لري او دا مسله ددې لامل شوې، چې د بې‌وزلۍ کچه پراخه شي.

د کارموندنې د پام وړ کموالی د دې لامل شوی، چې ډېری ځوانان په ځانګړې توګه لوستي او مسلکي کدرونه چې په هېواد کې له تیاره راتلونکې سره مخ دي، کډوالۍ ته اړ کړي او په ګاونډیو هېوادونو کې په سختو شرایطو کې په درنو کارونو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د دغې ستونزې د حل په برخه کې کوم ځانګړی کاري پلان نه لري.

تر دې وړاندې د خوړو د نړۍوال پروګرام په ګډون لسګونه مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله د بشري ناورین خبرداری ورکړی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ