د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ وضعیت له نږدې څارو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د دواړو لوریو ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د دواړو لوریو ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ د ترکیې راډیو ټلویزیون ته ویلي:«موږ د افغان طالبانو او پاکستان ترمنخ د تاوتریخوالي او شخړې له زیاتوالي خبر یو او دا وضعیت له نږدې څارو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه رسنۍ د نورو جزییاتو په اړه سپینې ماڼۍ ته راجع کړې ده.


د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پاکستان سره د ۴۸ ساعته اوربند مودې پای ته رسېدو وروسته ورته د تیارسۍ امر شوی دی. طالب سرچینو ویلي، چې د اوربند مودې غځېدو په تړاو یې په لیکلې بڼه څه نه دي ترلاسه کړي.
طالب سرچینو ویلي، چې د اوربند مودې غځېدو په تړاو یې په لیکلې بڼه څه نه دي ترلاسه کړي، خو د تیارسۍ امر ورته شوی دی.
دغو سرچینو ویلي، چې د پاکستاني لوری هم د تیارسۍ په حالت کې دی.
وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې که پاکستان برید ونه کړي، دوی اوربند دوامداره ساتي.
مجاهد ویلي طالبانو ته د دفاع وزارت امر کړی چې:«تر څو پاکستاني لوري حمله نه وي کړې، تاسې حمله ونه کړئ او که هغو حمله وکړله، بیا تاسې له خپلې خاورې څخه د دفاع حق لرئ.»
طالبانو ویلي، چې د خبرو اترو له لارې د موضوعاتو د حل غوښتونکي دي او طالب پلاوی له پاکستاني لوري سره د مذاکراتو لپاره قطر ته د سفر چمتووالی لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنۍ جګړه یوڅه مرموزه او بېتعریفه جګړه ده، ځکه د جګړې اهداف لا تر اوسه روښانه نه دي. پاکستان، په ځانګړې توګه د وروستي جمهوریت نه مخکې، د جمهوریت په موده کې او له هغه وروسته، په ښکاره او پټه له طالبانو بشپړ ملاتړ کړی دی.
پاکستان د نږدې تاریخ په اوږدو کې درې ځله د خپلو کړنو له لارې پر افغانستان یرغل کړی او د هېواد بنسټونه یې زیانمن کړي دي؛ د شهید داود خان جمهوریت یې ګواښلی، د شهید ډاکتر نجیب حکومت ته یې ستونزې جوړې کړې او د وروستي جمهوریت ستنې دوی ونړولې.
په اوسنیو نښتو کې د دواړو غاړو ترمنځ د پوځي ځواک د انډول واټن ډېر لوی دی، او له نظامي پلوه د پرتلې وړ نه دی.
که په رښتیا پاکستان ته کوم امنیتي ګواښ متوجې وای، نو د ځانګړو عملیاتو او استخباراتي هڅو له لارې یې په ټیټه بیه له منځه وړلای شوای، نه دا چې دومره درندو هوایي او توپچي بریدونو ته اړتیا پېښه شي.
ویلې شو چی دا جګړه د طالب د هغی برخې چی د پاکستان په شریرو اجنډاو یې سر خلاص شوی، د پاکستان پوځ یوه استخباراتی مرموزه جګړه ده او د دواړو هیوادنو په ولسونو پورې تړاو نه لري. افغان ولس او ملي او مسلکي پوځیان تر هغې چی پوره جوته نه شي، خپل دریځ نه شي ټاکلی، خو د خپلی خاورې او هیواد څخه د ملاتړ نیت د مشروع او ولس په خوښه نظام لاندی خپل مشروع حق ګڼي. دا چې زموږ په خاوره او ولس دا ډول بی رحمانه هوایي او توپچيیرغلونهکیږي، ملکي خلکو ته تلفات اوړي بیا د دې حساب به د دوواړو اړخونو نه اخلو.
طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې ډېر قیمتي وخت له لاسه ورکړی. که اوس هم د یوه مشروع، قانوني او د ولس د استازیتوب پر بنسټ نظام د جوړښت لپاره اقدام و نه کړي، د دوی د تېرو غلطو کړنو تاوان به یو ځل بیا افغان ولس پرې کوي.
طالبان باید سملاسي د ملي روغېجوړې او د ولس په خوښه او ملاتړ د یو مضبوط دولت جوړیدو ته زمینه مساعده کړي. د ولس غوښتنو ته سر ټیټ کړي، په عین ترتیب د ټولو هغه تروریستي ډلو او ټپلو سره چې تر اوسه پورې اړیکې او نورې کړنې ورسره لري، په مطلق ډول دا قطع کړي.
افغانی هغه اړخونه چی دپاکستان د ځینو حکومتي او غیر حکومتي بڼسټونو سره اړیکې لري، په پاکستان باندې پوره باور کول فقط د یو بل ناورین لپاره لار جوړول دي، په دې چی پاکستان تل د خپلو ګټو لپاره د جګړې اور زموږ هیواد کی بل کړی دی، خپله بقا او ګټې یې تضمین کړې دي. موږ له پاکستان سره ښکاره د ملي ګټو، متقابل درناوي پر بڼسټ تل پاتې اړیکې غواړو، نه دا چې د تیر په څېر استخباراتي او تکتیکي اړیکې.
که چیرته پاکستان له تروریزم سره جګړه کی صادق وای نو باید یې د افغانستان له مشروع جمهوریت څخه ملاتړ کړی وای، نو په دې بڼسټ ټولو اړخونه ته په کار ده، چې په پوره احتیاط او دقت سره، د ملي ګټو په پام کی نیولو او تیر لرې او نږدې تاریخ ته په کتو خپل دریځونه ځرګند کړي؛ د سیمې او نړۍ حالات د پخوا نه ډیر متفاوت دي.
د پاکستان د پوځ او د امریکا ترمنځ ځینې پټې هوکړې شوې دي، ډیر امکان لري چی په پاکستان کی یوه پوځې کودتا وشې، واک به بیا د پرویز مشرف د کودتا په څېر په پوځي سپینه کودتا کې د نواز شریف له ګوند سره په تفاهم رامنځ ته شي.
هر هغه زبرځواک او هیواد چې د افغانستان په سپېڅلې خاورې یرغل کړی او یایې نیت کړی، د الله ج په ملاتړ خپله دړې وړې شوی دی. پاکستان او نور هغه هیوادونه چی د افغانستان په قضیهکې ښکیل دي، باید په دې پوه اوسي. تاریخ او تجربی دا ثابته کړې ده چی، منظم او قوي پوځونه تل د غیر منظمو او د غیر متعارفو جګړو په پایله کې داسې ماتې خوړلې چی اصلا تصور یې نه کېده.
افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی. هېچا ته باید اجازه ور نه کړل شي چې زموږ له داخلي اختلافاتو ناوړه استفاده وکړي. د ملي یووالي، متقابل درناوي او ملي حاکمیت ساتل زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی.
تل دې وي افغانستان
پیاوړی دې وي زموږ ملي وحدت
یادونه: په افغانستان انټرنشنل پښتو کې خپرېدونکې لیکنې، لیدلوري او شننې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي، د افغانستان انټرنشنل-پښتو نظر نه دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ددغه هېواد د کابینې او ایالتونو د اعلی وزیرانو په ناسته کې ویلي، چې نور په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې موده نه تمدیدوي. په دې ناسته کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ګډون نه دی کړی.
د پاکستان لومړي وزیر شبهاز شریف د افغان کډوالو د اخراج او د پاکستان د امنیتي وضعیت ارزونې په ځانګړې غونډه کې د غیر قانوني افغان کډوالو د شړلو لړۍ د چټکوالي په اړه د همغږۍ امر کړی دی.
نوموړي د پاکستان د ایالتونو اعلی وزیرانو سره په ناسته کې د کډوالو اخراج په دې توجیه کړی، چې په پاکستان د ترهګریزو بریدونو زیاتوالي له امله د دغه هېواد خلکو په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
شریف ویلي، د تېرو څلور لسیزو راهیسې یې افغان کډوالو ملاتړ کړی، خو په بدل کې پاکستان د میلیاردونو ډالرو اقتصادي زیان ترڅنګ ځاني قرباني هم ورکړې ده.
نوموړي ادعا کړې، چې له افغانستان نه پر پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې افغان وګړي لاس لري.
خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر د کابینې په غونډه کې ویلي، چې نور په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو پروسه نه تمدید کوي او د بېرته ستنولو لړۍ به چټکه کړي.
همدارنګه نوموړي د هغه پاکستانیانو پر وړاندې د سخت اقدام خبرداری ورکړی، چې په خپلو میلمستونونو کې یې غیر قانوني افغان کډوالو ته د اوسېدو زمینه برابره کړې ده
شهباز شریف پر داسې مهال له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو امر کړی، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت په خراب وضعیت ته رسیدلې دي او دواړو لوریو په بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
نړیوالو سازمانونو د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان پالیسۍ وخت ناوخته نقد کړې دي او اسلام اباد یې تورن کړی، چې د افغان کډوالو مساله د افغانستان پر حکومتونو د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي ناریشکین ویلي، چې مسکو له کابل سره د متقابلو ګټو او همکارۍ په اړه پلانونه جوړوي او افغانستان باید له [بهرنۍ] پوځي اډې پرته، خپلواک پاتې شي. نوموړی وايي، « دا هم د سیمې د هېوادونو او هم د افغانستان د خلکو په ګټه دي.»
د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي ناریشکین په سمرقند کې د خپلواکو هېوادونو «CIS» د امنیتي او ځانګړو خدماتو د مشرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې دمګړی له افغانستان سره د متقابلو ګټو مساوي همکارۍ لپاره تګلاره جوړوي.
ناریشکین وویل:«افغانستان تل د ډېرو نړیوالو لوبغاړو پام ځان ته اړولی دی. د روسیې دریځ دادی چې افغانستان باید په خپله خاوره کې د پوځي اډو پرته خپلواک دولت پاتې شي. دا هم د سیمې د هېوادونو او هم د افغانستان د خلکو په ګټه دي.»
دغه روسیې چارواکي ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره دوو اړخیزو همکاریو ته ډېره اړتیا ده.
ددغه روسي چارواکي په وینا، روسیه له افغانستان سره د ښو اړیکو او ګټورو دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.
هغه وویل، « د دوه اړخیزو او اقتصادي همکاریو تنظیم لپاره پلانونه جوړیږي او موږ له نورو هېوادونو څخه هم غوښتنه کوو چې ورته اقدام وکړي څو په افغانستان کې ریښتینې سوله ټینګه شي.»
د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو ګواښونه وکړل، خو طالبانو چاته د اډې ورکول رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي جیلس برتراند ویلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې د افغانستان دایمي سوله شونې کولای شي. هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیز بهیر ملاتړ کوي او دا د نړیوالې ټولنې د اندېښنو یوازینی حل بولي.
برتراند، چې په یوه شپږ ورځني سفر کابل ته تللی و، د تلې پر۲۴مه، د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دې سفر کې یې د طالبانو له یو شمېر چارواکو، د یوناما له استازو، ډیپلوماټانو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره لیدنې او خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د دې لیدنو پر مهال یې د ملګرو ملتونو پر هغه جامع چلند ټینګار کړی چې په۲۰۲۴ کال کې د ځانګړي همغږوال فریدون سنیري اوغلوپه راپور کې وړاندې شوی و. د دې طرحې هدف د هغو لومړنیو ګډو ګامونو پیژندل دي، چې د ټولو اړخونو ترمنځ پرې موافقه کېدای شي.
برتراند وویل، اروپايي ټولنه باور لري چې څو اړخیز بهیر د نړیوالې ټولنې د ګډو اندېښنو د حل یوازینۍ لاره ده.
د نوموړي په وینا، دا اندېښنې له طالبانو غواړي چې د خپلو نړیوالو ژمنو درناوی وکړي، د یو ټولشموله حکومت لور ته لاړ شي او د افغانانو ترمنځ د سولې دایمي خبرې پیل کړي.
د اروپايي ټولنې استازي وویل چې په خپلو لیدنو کې یې د هغو ترهګرو ډلو د دوامداره فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د سیمې پر ثبات اغېز لري. هغه زیاته کړه چې اروپايي ټولنه د تریاکو کر د کمېدو او له داعش خراسان سره د طالبانو مبارزه په رسمیت پېژني.
برتراند وویل چې د طالبانو له چارواکو عبدالسلام حنفي، دین محمد حنیف ،عبدالکبیر، شیراحمد حقاني او محمد نعیم وردک سره یې لیدلي دي.
دا سفر په داسې مهال ترسره شو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي.
برتراند وویل، له دواړو خواوو یې غوښتنه کړې چې زغم، د یو بل د خاورې درناوی، د ملکي خلکو ساتنه او د امنیتي خبرو بیا پیل ته لاره پرانیزي.
نوموړي وویل چې د طالبانو له چارواکو سره یې د خپلو لیدنو پر مهال د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په تړاو یې له هغوی سره خپله «جدي اندېښنه» څرګنده کړې.
هغه د طالبانو وروستۍ پرېکړه، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو کار کول بندوي، یو «منفي پیغام» وباله چې نړیوالې ټولنې ته استول شوی.
نوموړي ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه د د بیان او رسنیو د ازادۍ ملاتړ ته ژمنه ده.
برتراند وویل چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال راپه دېخوا، له افغانستان سره تر اوسه ۱،۸ میلیارده یورو مرستې کړې دي.
برتراند همداراز د ۸۳میلیونه یورو نورو مرستواعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لهخوا تصویب شوې دي.
د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل پر اصولو، عملمحورۍ او د افغان ولس پر ګټو ولاړ دی.
هغه زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې هدف د ټولو افغانانو او هغو کسانو ملاتړ دی، چې د یو سولهيیز، ټولشموله او ځانبسیا افغانستان لپاره هڅې کوي.