د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوربند وغځېد

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند وغځېد. سرچینې وايي، دواړو اړخونو پرېکړه کړې، چې ددوحې خبرو اترو تر پایه به اوربند وي. سرچینو وویل، چې د ملا یعقوب په مشرۍ د طالبانو پلاوی دوحې ته سبا ځي.