ډان ورځپاڼه: د پاکستان تر ټولو لوی دولتي هوایي شرکت د دیوالیه کېدو په درشل کې دی

ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت د دیوالیه کېدو په حال کې دی. دغې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دغه شرکت د خصوصي کولو بهیر د ګړندي کولو لپاره هڅوونکي امرونه صادر کړي.