• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د مکروریانو اوسېدونکي د مرکز ګرمۍ له لوړې بیې شکایت لري

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د کابل د مکروریانونو اوسېدونکي کال تر کاله د مرکز ګرمیانو د بیې له لوړېدا شکایت لري. دغه اوسېدونکي وایي، چې تېره میاشت ورته د طالبانو د مرکز ګرمۍ له ریاسته د نویو بیو مکتوب راغلی و.

بهرام چې د څلورم مکروریانو په دوه کوټیز کور کې ژوند کوي وایي:« پخوا مو د دوه کوټو د مرکز ګرمیو پیسې ۱۸۰۰۰ افغانۍ ورکولې؛ خو اوس په تازه سند کې راغلي چې باید ۳۵۰۰۰ افغانۍ ورکړو.»
هغه زیاتوي:« د مرکز ګرمۍ د پیسو ترڅنګ مو د صفایۍ شاوخوا ۳۰۰۰ افغانۍ بېلې ورکولې اوس دغه پیسې موږ لپاره خورا ډېرې دي.»
له بلې خوا حاجي متین چې د زړو یا لومړیو مکروریانو اوسېدونکی دی وایي:« له څو کلونو راهیسې مرکز ګرمي نه لرو، تېر کال مو یخ ژمی ډېر سخت تېر کړ؛ که روان کال هم ژمی همداسې دوام وکړي ماشومان به مې څنګه تېر کړي او دلته د بخارۍ د کېښودو ځای هم نشته.»
شریفه چې د درېمو مکروریانو اوسېدونکې ده وایي:« تراوسه د مرکزګرمیانو برخلیک مالوم نه دی، ځکه خلکو مخکینۍ بیه رد کړې وه او سړو ته هم د ګوتو په شمار میاشتې پاتې دي، برېښنا هم نه وي راروان ژمی به په خلکو څنګه تېر شي.»
د مکروریانو دغه اوسېدونکي وایي، چې د تېر په څېر اوس په دغه سیمه کې ښه اقتصاد لرونکي خلک نه دي پاتې او دوی د دغې بیې توان نه لري او ترڅنګ یې د برېښنا ستونزو تر پوزې رسولي، دوی د طالبانو له حکومته غواړي، چې ستونزې یې ورته ژر تر ژره هوارې کړي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی