• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د تعلیمي نظام پر وړاندې د نه جبرانېدونکي ناورین ګواښ

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۸ GMT+۱

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو دوه کلونه تېرېږي؛ خو طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

زرګونه افغانې نجونې په دغو دوو کلونو کې بې برخلیکه او له تعلیمي نظام څخه لرې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
اخوا، له دغه ستر ناورین سره، سره بیا هم یوشمېر ځوانان هڅه کوي، چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې رامنځته شوې تشه ډکه کړي.
د بغلان ولایت ۲۳ کلن وزیر خان هغه ځوان دی، چې له تېر یوه کال راهیسې یې د نجونو لپاره د ټوډې چایلډ (د نن ماشوم) په نوم ګرځنده ښوونځی جوړ کړی دی.
نوموړی چې اوس‌مهال زده‌کړیال هم دی وایي، د دغه ښوونځي د فعالیتونو اصلي موخه په افغانستان کې په مساويانه توګه زده‌کړو ته د نجونو او هلکانو لاس‌رسی دی.
د نوموړي په خبره، «که چېرې زموږ په هېواد کې نجونې تعلیم وکړي هم به ښځینه ډاکټرانې ولرو، هم استادانې او همداراز به دیني عالمانې هم ولرو، چې د یوې لوستې ټولنې لپاره تر هر بل څه زیاته اړتیا ده.»
وزیر خان همداراز زیاتوي، اوس‌مهال په دغه ګرځنده ښوونځي کې چې په لږو امکاناتو سره یې فعال کړی د پنځو مضمونونو لکه پښتو، دري، سیرت نبي، انګلیسي ژبه او د فن بیان تدریس کېږي.
حسنا صدیقي چې د یوولسم ټولکي زده‌کوونکې وه وایي، سره له دې چې د ښوونځیو بیا پیل ته شېبې شماري؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو سخت دریځو کړنو ته په کتو د خپل تعلیم د بشپړولو په اړه نهیلې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بې‌سوادۍ ناورین افغانستان سخت ګواښي.
د افغانستان یو شمېر ښوونیز بنسټونه وايي، چې د کلیوالو سیمو په ګډون په ټول هېواد کې د پوهنې سیسټم له بد وضعیت سره مخ دی.
په جمهوري نظام کې د پوهنې پر نیمګړتیاوو تل نیوکې کېدې؛ خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره د پوهنې د بهیر د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.
په افغانستان کې د تعلیمي ادارو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي، چې که د پوهنې نظام ته پاملرنه ونه شي، دا هېواد به د «بې سوادۍ» یا «کم سوادۍ» له جدي ناورین سره مخ شي.
نړۍوالې ارزونې هم ښيي، چې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په نوملړ کې دی چې د لیک لوست سواد په کې په ټیټه کچه او په بد وضعیت کې دی.
ځینو ځوانانو چې له کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې رضاکارانه فعالیتونه کول، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له بېلابېلو ستونزو، ګواښونو او نیونو سره مخ شوي دي.
د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې یې فعالیتونه کول، له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی چې دغه پېښه هم په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
بل خوا زده‌کوونکې نجونې، کورنۍ یې، د ښځو د حقونو فعالانې او د بشري حقونو ملاتړې ادارې له طالبانو غواړي، چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي، چې افغانستان په دې برخه کې له نه جبرانېدونکي وضعیت سره مخامخ نه شي؛ خو دغه ډله د مناسبو شرایطو په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي