پاکستان د راتلونکي کال له عمومي ټاکنو څخه دمخه ۲۱ میلیونه نوي رایه ورکوونکي ثبت کړي دي

که څه هم په پاکستان کې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو لپاره نېټه نه ده په ډاکه کړې؛ خو د ټاکنیزو بنسټونو سرچینې وايي، تمه ده چې ټاکنې به د فبرورۍ په دویمه یا درېیمه اونۍ کې ترسره شي.