د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، چې د یوه ستر ترهګریز برید مخه یې نېولې ده

د خیبر پښتونخوا باړې سیمه کې پولیسو هغه ریکشا نېولې چې وایي، له چاودېدونکو توکو ډکه وه. پولیس چارواکي وایي، له دغو توکو سره یې هغه ځانمرګی بریدګر هم نیولی چې غوښتل یې دغه توکي له ګڼه ګوڼې په ډکه سیمه کې وچوي.