بشار اسد چین ته په تګ سره څه غواړي؟

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۰

د سوریې ولسمشر بشار اسد د چین ختیز ښار هانګژو ته رسېدلی دی. له ۲۰۰۴ کال وروسته چین ته د نوموړي دا اولنی سفر له یوې لسیزې ډېر وخت ډيپلوماټیک کوښيتوب یا انزوا نه د وتلو لپاره یو بل ګام بلل کېږي.

بشار اسد د چین هوايي کرښې الوتکه کې دغه هېواد ته په سخته لړه کې ورسېد او د چین دولتي رسنۍ وايي، نوموړي دغه سفر سره له رازونو ډکه فضا نوره هم مرموزه کړه، ځکه د کورنۍ جګړې له پیلېدو راهیسې چې ویل کېږي تر پنځو لکو ډېر خلک پکې وژل شوي دي، نوموړی ډېر کم بهر ته وځي.

بشار اسد له لسګونو بهرنیو مېلونو سره د اسیايي لوبو د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي، بیا د چین د ولسمشر شي جن پینګ په ګډون د دغه هېواد په څو ښارونو کې له چارواکو سره ویني.

په سیمه ییزه غونډه کې د چین له ولسمشر سره څنګ په څنګ لیدل کېدل به یې د سوریې حکومت ته نور رواتوب یا مشروعیت ور کړي چې غواړي ګام په ګام نړیوال دریځ ته ستنه شي. په ۲۰۲۲ کال د چین د لار او کمربند نوښت او تېره مۍ کې د ۲۲ ملتونو عربي ټولنې ته ستنېدل یې هم ورته ګامونه دي.

بشار اسد اول ځل پر ۲۰۰۴ کال چین ته لاړ او د هغه وخت له ولسمشر هو جیناو سره یې ولیدل. دا پر ۱۹۵۶ کال د دمشق او بېجینګ ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو تر پیلېدو وروسته چین ته د یوه سوریايي مشر لومړنی سفر و.

چین هم د سوریې د نږدې ملګرو ایران او روسیې په څیر له دمشق سره په داسې وخت کې خپلې اړیکې وساتلې چې پر ۲۰۱۱ کال د حکومت ضد مظاهرو له امله نورو هېوادونو ترې لاس واخیست.

بشار اسد د امریکا، اروپا، اسټرالیا، کاناډ او سویزلنډ یا سویس له بندیزونو سره مخ دی، خو په امنیت شورا کې د چین او روسیې د مخالفت له امله د نوموړي پر حکومت د څو اړخیزو بندیزونو مخه نیول شوې ده.

چین اته ځلې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي، چې موخه یې د بشار اسد غندل او د یوې لسیزې هغې ګڼ ښکېلې جګړې ختمول و چې ګاونډیان او نړیوال ځواکونه یې ور جذب کړي دي.

له دې سره چین د ایران او روسیې په څېر پر سوریه د واک خپلولو لپاره د بشار اسد مخامخ ملاتړ نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو پلټونکو ویلي د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو راهیسې د روسیې بمبار او د ایران ملاتړ وسلوالو په بریدونو کې تر دوو لکو ډېر ولسي وګړو مرګ ریکارډ شوی دی.

دا جګړه د نشه يي توکو د قاچاق کړکېچ او میلیونونو خلکو د کډوالۍ سبب شوې او عرب ټولنه له بشار اسد غواړي چې دا ستونزې حل کړي.

سوریه د چین لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. د دې هېواد یوې خوا ته عراق پروت دی چې د چین لس سلنه تېل ترې راځي. بل لوري ته ترکیه ده چې د اسیا اقتصادي دهلېز پای او د اروپا ور دی. بل ګاونډی یې اوردن دی چې ډېری وخت سیمه ییزې لانجې حلوي

نور خبرونه

رادیو