• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اولمپیک نړیوالې کمېټې طالب ورزشي چارواکو ته په هانګژو سیالیو کې د ګډون اجازه ور نه کړه

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۸ GMT+۱

چین ته د افغانستان انټرنشنل لېږل شوی خبریال د اسیایي لوبو د تنظیموونکو، د اسیا اږلمپیک شورا او د ااولمپیک نړیوالې کمېټې په حواله وايي، دې لوبو ته د ښځینه ورزشکارانو د نه لېږلو له امله د طالبانو ورزشي چارواکو ته هم چین ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه.

د افغانستان سپورتي کاروان د پنځلسو ورزشي رشتو په چوکاټ کې ټولټال ۱۲۸ ورزشکاران او د پلاوي غړي لري چې له دې جملې ۸۲ لوبغاړي او ۴۶ روزونکي او تخنیکي کارکوونکي دې چې تمه ده د هانګزو په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي.

د معمول په څیر باید د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان ورزشي چارواکي هم په دغه کاروان کې موجود وای. خو چین ته د دوی سفر د اولمپیک د نړیوالې کمېټې له خوا په افغانستان کې د ښځو د ورزش د نه فعالیت او د دې کمېټې له حکم نه د سرغړونې له امله لغوه شوی دی.

د افغانستان د اولمپيک ملي کمېټې مشر حفيظ الله ولي رحيمي چې د اولمپیک نړیوالې کمېټې سره رسمیت لري، په هانګژو کې به حضور ولري او د افغانستان د تکواندو فدراسیون منشي حشمت الله رسا به د افغانستان د سپورتي کاروان مسوولیت ولري.

د يادونې ده، چې د يادو کسانو د سفر پر لغوه کېدو سربېره هانګژو ته د فوټبال او نښه ويشتنې لوبډلو سفر هم د سپورت ادارې له خوا لغوه شوی دی.

تمه کیده چې په دې لوبو کې له افغانستان څخه ۱۷ سپورټي رشتې ګډون وکړې خو اوس ۱۵ رشتې په هانګژو سیالیو کې ګډون کوي.

ډېر لیدل شوي

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي
۱

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۲

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۳

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۴

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

وال‌سټریټ ژورنال: جی‌ډي وېنس د ایران د ملي امنیت شورا منشي ته لیک استولی