اېټاليا له پناه غوښتونکو غوښتي، چې څه باندې پنځه زره ډالره ورکړي که نه نيول کېږي

د اېټاليا حکومت په دغه هېواد کې له پناه غوښتونکو وغوښتل، د خپلو دوسیو تر څېړل کېدو پورې دې څه باندې پنځه زره ډالره ورکړي چې و نه نیول شي. دغه هېواد غواړي، د پناه غوښتونکو د توقیف موده له درېیو میاشتو ۱۸ میاشتو ته وغځوي.