انټوني بلېنکن وویل، هېواد یې تمه لري چې نوی ډیلی به اوتاوا سره د کاناډایي اوسېدونکي هاردیپ سېنګ نجار د وژنې په څېړنه کې همکاري وکړي.
هغه وایي، امریکا د هغو تورونو په اړه چې د کاناډا لومړي وزیر د هند پر خلاف وړاندې کړي، په ژوره توګه خواشینې ده.
ښاغلی بلېنکن هغه جګپوړی امریکایي چارواکی دی، چې د هند پر وړاندې د کاناډا تورونو ته یې غبرګون ښودلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې تړاو د هند د ځواب ویلو غوښتونکی شو.
د کاناډا متحدینو د هند پر وړاندې د دغه هېواد تورونو په تړاو، محتاطانه دریځ غوره کړی.
شنونکي وايي، د دې لامل دا دی چې امریکا او نور لوبغاړي هند ته په سیمه کې د چین د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ د مخنیوي په توګه ګوري.
د کاناډا لومړی وزیر وایي، باوري اطلاعات په لاس کې لري چې په بریټش کولمبیا کې د یوه بېلتونپاله سېک په وژنه کې د هند لاس دی.
هند دغه ادعاوې په کلکه ردې کړې دي.
دغه مساله په بې مخینې ډول د هند او کاناډا په اړیکو کې د ترېنګلتیا لامل شوې ده.