• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو ویاند: له افغان ښځو او نجونو سره مرسته، د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه ده

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د زده‌کړو له حقه بې برخې ښځو او نجونو سره مرسته ددغه سازمان له لومړیتوبونو ده. هغه وویل، طالبانو ته د ملګرو ملتونو پیغام دا دی چې دوی به تر پایه د ښځو تر څنګ ودرېږي.

ښاغلي دوجاریک د جمعې په ورځ د (وږي په ۳۱ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له جنسیتي توپیر سره د مبارزې په اړه د افغانستان انټرنېشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، له ښځینه کارکوونکو پرته یوناما نه شي کولی چې په افغانستان کې خپل ډېری فعالیتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار کوونکو ډېره برخه افغان مېرمنې دي.

د نوموړي په وينا، هغوى اوس‌مهال له خپلو کورونو کار کوي.

د ښاغلي دوجاریک په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا به راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان تشه څوکۍ

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته دا دویم کال دی، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان څوکۍ تشه ده.

طالبانو په دوحه کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ۱۴۰۰ کال د تلې په میاشت په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه وټاکه؛ خو له دې سره، سره له دوو کلونو هلو ځلو وروسته بیا هم ښاغلی شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په ترلاسه کولو بریالی نشو.

سټیفن دوجاریک له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې زیاته کړه، چې یوازې د ملګرو ملتونو رسمي غړي کولای شي د دغه سازمان په عمومي غونډه کې څوکۍ ولري.

له دې سره، ښاغلي دوجاریک وویل د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید پر دې هوکړه وکړي، چې دغه څوکۍ چا ته ورکوي او د عمومي سرمنشي دنده دا ده، چې د افغانانو د غږ د اورېدو لپاره زمینه برابره کړي.

ایا ملګري ملتونه د طالبان د په رسمیت پېژندلو په هڅه کې دي؟

سټیفن دوجاریک د څارونکو د دغو نیوکو په ځواب کې چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د چارواکو لیدنې د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو د هڅې په مانا دي، دغه دوه مسایل سره جلا وبلل.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند په خبره، د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه چې د نوموړي په وینا، دا یوه سیاسي موضوع ده، پر دې هېوادونه پرېکړه کوي.

له دې سره د بشري مسلو لپاره ملګري ملتونه مکلف دي، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او له هغو کسانو سره چې اوس‌مهال واکمن دي خبرې اترې وکړي.

ښاغلي دوجاریک ټینګار کړی، چې له طالبانو سره ناستې، د دغې ډلې د په رسمیت پېژندلو په مانا نه‌دي.

د نوموړي په وينا، سره له دې چې طالبان حکومت نه دي؛ خو ملګري ملتونه له طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه لري، چې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۴

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۵

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي