اروپايي چارواکی: کډوالي کولای شي، اروپايي ټولنه له منځه یوسي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول ویلي، چې کډوالي د دغې ټولنې د غړیو تر منځ ژور کلتوري توپيرونه او د يوې ګډې تګلارې نشتوالی، د اروپايي ټولنې د منحلېدو لامل کېدای شي. جوزپ بورل وویل، روسیه به هڅه وکړي چې په اروپا کې د کډوالۍ کچه زیاته کړي.