ایران چمتو دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړتوب وکړي

AP ۱۴۰۲ تله ۱

د ایران ولسمشر وايي، اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره منځګړتوب وکړي.

ابراهیم ریسي د روسیې له «ار ټي» تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، هغه هېوادونه چې اوکراین ته مالي مرستې او وسلې ورکوي د جګړې د پای ته رسېدو په لټه کې نه دي.

ښاغلی رییسي وايي، د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې ژر پای ته رسیدل د ټولو په ګټه دی.

په دې وروستیو کې د امریکا د دفاعي اطلاعاتو ادارې اعلان وکړ، چې روسیه د ایران په مرسته د بې پیلوټه الوتکو یوه فابریکه جوړوي چې د اوکراین په جګړه کې به د پام وړ اغیز ولري.

دغه اداره زیاتوي، چې تر دې مهاله د ایران اسلامي جمهوریت روسیې ته له ۴۰۰ څخه زیاتې الوتکې ورکړې دي.

متحده ایالاتو په اوکراین کې ویشتل شوې څو بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړې چې دا په ګوته کوي چې ایران جوړې الوتکې دي. خو تهران د اوکراین د جګړې پر مهال روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو سپارل رد کړي دي.

د ایران ولسمشر هم روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول رد کړل او ویې ویل «که څوک د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره قانع کوونکی سند لري، باید وړاندې یې کړي، خو تر اوسه کوم سند نه دی وړاندې شوی.»

هغه له روسیې سره د اوږدمهاله سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او دفاعي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل، دغه پراختیایي اړیکې او وروستي پرمختګونه (د روسیې او اوکراین جګړه) به د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو