پاکستان کې له ولاړ اورګاډي سره د بل د ټکر له امله شل کسان ټپي شول

AP ۱۴۰۲ تله ۲

د پاکستان په پنجاب صوبه کې جارواکي وايي، له تمځي سره نږدې له ولاړ اورګاډي سره د بل هغه د ټکر له امله شل کسان ټپي شوي دی.

دا اورګاډی د پنجاب له میاولې د دغې صوبې مرکز لاهور ښار ته روان و چې د شیخپورې په ستار شاه کلا تمځي کې له ولاړ ګاډي سره ټکر شو.

ویل کېږي اورګاډی د پټلۍ پر داسې کرښه تللی چې لا د مخه بل اورګاډی پرې ولاړ و.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دې پېښې له امله د پټلۍ څلورو مسوولانو دندې ځنډولې دي.

پرون هم له ستارشاه کلا سره د بارګاډي څلور ډبې یا کوټې له پټلۍ غړېدلې وې.

نور خبرونه

رادیو