د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ور کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ ومنله چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې یو پوځي پرون له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوی دی.

پرون ځینې امنیتي سرچینو ویل چې دې پېښه کې درې پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، پرون یې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې له برید سره مخ او یو سرتېری یې ووژل شو.

پوځ د سرتېرو د ټپي کېدو یا د مقابل لوري د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

له بلې خوا پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ۱۵ پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تېره میاشت هم پوځ منلې وه چې د سوېلي وزیریستان په اسمان منځ سیمه کې یې شپږ سرتېري له وسلوالو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په تېرو میاشتو کې په پښتونخوا او بلوچستان په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او تر ډېره یې مسوولیت پاکستاني طالبان پر غاړه اخلي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ